د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۶

طالبان: داعش جدي خطر نه ګڼو، پر ضد یې عملیات پیل شوي


ارشیف، د داعش یو شمېر غړي
ارشیف، د داعش یو شمېر غړي

طالبان د دې سربېره چې داعش د افغانستان لپاره او د خپلې واکمنۍ لپاره یو جدي خطر نه ګڼي، خبر ورکوي چې د دې ډلې پرضد یې د افغانستان په پلازمېنه کابل او ختیځ کې عملیات ترسره کړي دي او د دې ډلې یو شمېر غړي یې ژوندي نیولي دي.

طالبان په افغانستان کې د داعش د لسګونو کسانو د نیولو خبر ورکوي. د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل چې په وروستیو کې د طالبانو ځانګړیو قطعاتو په ننګرهار او کابل کې د داعش پرضد عملیات کړي دي.

د تیرې اوونۍ په وروستیو کې په جلال اباد کې د شپږ کسانو جسدونه پیدا شول او روانه اوونۍ په دغه ښار کې یوې چاودنې یو طالب وواژه او د درې طالبانو په ګډون یې اووه تنه ټپیان کړل.

داعش په جلال اباد کې د پنځه دیرش طالبانو د وژلو ادعا کوي.
داعش په جلال اباد کې د پنځه دیرش طالبانو د وژلو ادعا کوي.

طالبان وایي چې دا د داعش کار دی. داعش بیا په جلال اباد کې د پنځه دیرش طالبانو د وژلو ادعا کوي.

د ښاغلي کریمي په باور د دې سربېره داعش خراسان څانګه د افغانستان لپاره یو ګواښ نه دی: "د داعش په نوم کومه فتنه چې په هېواد کې یې نوم اخیستل کېږي هغه اسلامي امارت ته ګواښ نه ده ځکه چې هغه د هېواد په هېڅ ځای کې فزیکي شتون نه لري د اسلامي امارات ځواکونه د هېواد په ټولو برخو بشپړ کنټرول لري ځینې واړه واړه تحرکات چې په ځینو سیمو کې رامنځته شوي دي هغه مخکې تردې چې دوی کوم پلان جوړ کړي یا کوم تهدید رامنځته کړي په زیاتره مواردو کې د اسلامي امارت د مجاهدینو له لوري له منځته وړل شوي دي یو شمېر کسان چې شمېر یې لسګونو ته رسېږي نیول شوي دي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي."

وروسته تردې چې طالبانو د اګسټ په پنځلسمه کابل ونیو تراوسه د داعش له لوري تر ټولو لویه حمله د کابل په هوایي ډګر کې د تېرې میاشتې انتحاري حمله ده چې د دې ځان وژونکي برید له امله شااوخوا یو نیم سل افغانان او دیارلس امریکایي سرتیري ووژل شول.

داعش په ۲۰۱۵ میلادي کال کې هغه وخت چې دا ډله په عراق او سوریه کې پیاوړې وه او د امریکا او د هغې د متحدانو له لوري ځپل شوې نه وه په افغانستان کې د خراسان په نوم خپله څانګه فعاله کړه.

XS
SM
MD
LG