د نړۍ پرمختللي اقتصادي هېوادونه نن د افغانستان په اړه بېړنۍ غونډه جوړوي

ارشیف، د نړۍ د پرمختللو اقتصادي هېوادونو (جي اووه) مشران

د نړۍ د پرمختللو اقتصادي هېوادونو (جي اووه) مشران به نن له افغانستانه د خپلو وګړو او هغو افغانانو د ایستلو د هڅو په اړه یوه بېړنۍ غونډه جوړه کړي چې له دوی سره‌یې په تېرو ۲۰ کلونو کې همکاري کړې ده.

له هغه راهیسې چې طالبان کابل ته ننوتل، د دوشنبې په ورځ د اګسټ په ۲۳مه نېټه د امریکا پوځ تر ټولو زیات کسان له افغانستانه وایستل.

په داسې حال کې چې له کابل هوایي ډګر څخه د خلکو د ایستلو بهیر چټک شوی، امریکا او متحدان‌یې په بېړه خپل وګړي او د هغوی له خطر سره مخامخ همکاران په لویو لوژستیکي عملیاتو کې له افغانستانه باسي.

له دې سره له هغه راهیسې چې طالبانو کابل سقوط کړ، په هوايي ډګر کې بحراني صحنې تر سترګو کېږي چې لسګونه زره کسان له افغانستانه د وتلو هڅې کوي.

د امریکا دفاع وزارت د اګسټ په ۲۳مه وویل چې له کابل هوايي ډګره په ۲۴ ساعتونو کې ۱،۷۰۰۰ کسان ایستل شوي دي چې له دې سره د اګسټ له ۱۴مې راهیسې د ایستل شویو کسانو شمېر ۳،۷۰۰۰ ته رسېږي.

کابل کې د حامد کرزي نړیوال ډګر یوې دروازه کې ولاړ سلګونه افغانان چې بهر ته د تګ هڅه کوي.

امریکا، بریتانيا، ایټالیا، فرانسه، جرمني، کاناډا او جاپان به له افغانستانه د خلکو د ایستلو په اړه غونډ جوړه کړي.

د دې احتمال هم شته چې د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د بهیر ضرب‌الاجل د اګسټ له ۳۱مې وروسته هم تمدید کړي.

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون چې د «جي اووه» دوروي مشري کوي، په یوه اعلامیه کې ویلي: "زموږ لومړیتوب به د خپلو وګړو او هغو افغانانو ایستل وي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې يې له موږ سره همکاري کړې ده، خو موږ بل پړاو ته سترګې په لاره یو او دا مهمه ده چې د نړیوالې ټولنې په توګه یوځای شو او پر اوږدمهالو هڅو توافق وکړو."

بورېس جانسون په دې اعلامیه کې زیاته کړې: "ما له همدې کبله د «جي اووه» غونډه راغوښتې ده چې بېړني بحران ته غبرګون هماهنګ کړو او له افغانانو سره پر خپله ژمنتیا ټينګار وکړو او له خپلو نړیوالو شریکانو وغواړو چې د بریتانیا غوندې د هغو کسانو مرسته وکړي چې اړتیا یې لري."

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون

بریتانیا، فرانسه او جرمني د اګسټ تر ۳۱مې وړاندې وخت غواړي چې نورو کسانو ایستلو ته لاره پرانیستل شي.

د خلکو د ژغورلو د عملیاتو پر مهال د امریکا پوځ له طالبانو سره په تماس کې دی، خو طالبانو ویلي چې بهرنیو ځواکونو د تمدید غوښتنه نه‌ده کړې او د ځواکونو د پاته کېدو د مودې تمدید به ونه‌مني.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د تمدید په اړه څه نه‌دي ویلي، خو تمه کېږي چې دی به له خپلو متحدانو سره تر سلا مشورې وروسته په دې اړه پرېکړه وکړي.