ملکي تلفاتو ته د يوناما اندېښنه؛ لښکرګاه کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۰ ملکیان وژل شوي

افغانستان کې د وروستیو جګړو له امله ټپيان شوي کسان

په افغانستان کې د سختې جګړې او ملکي تلفاتو په اړه د ملګرو ملتونو دفتر (يوناما) اندېښنې.

په داسې حال کې چې د افغانستان په ځينو ولايتونو کې جګړه تېزه شوې په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر وايي، يوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په لښکرګاه کې ۴۰ ملکیان وژل شوي او ۱۱۸ نور ټپيان دي.

يوناما د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د زمري ۱۲» په خپل ټويټر ليکلي، که افغان حکومت او طالبان د ملکي کسانو خونديتوب ته جدي پاملرنه ونه‌کړي، انساني ناورين رامنځته کېدونکی دی.

دغه سازمان دغه‌شان ليکلي، د ځمکې له لارې د طالبانو حملو او د هوا له لارې د افغان ځواکونو حملو د ملکي کسانو تلفات لوړ کړي.

يوناما اندېښنه څرګنده کړې چې په زرګونه خلک بې‌ځايه شوي او ډېر شمېر نور د وېرې په حال کې دي.

له دې سره هم‌مهاله د افغانستان په څو ولايتونو لکه هلمند، کندهار او هرات کې جګړو سخت زور اخيستی او دواړه خواوې د پرمختګ خبره کوي.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال وياند فواد امان ويلي چې دوی په دغه درې ولايتونو کې طالبانو ته درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده.

ښاغلی امان زیاتوي: "تېره شپه طالبانو ته په هرات ولايت کې درانه تلفات اوښتي، د دې ولايت د ښار اړوند ډېرې سيمې د طالبانو له حضوره پاکې شوي. په کندهار کې د طالبانو پر وړاندې عملیات روان دي او په هلمند ولايت کې هم افغان کمانډويان ځای پر ځای شوي او اوس‌مهال لښکرګاه او اړوندو سيمو کې یې د عملياتو ترتيب روان دی."

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال وياند فواد امان

د ښاغلي امان په خبره، د ملکي تلفاتو اصلي عاملین طالبان دي.

په ورته وخت کې د طالبانو وياند ذبيح‌الله مجاهد ادعا کوي چې دغې ډلې په هلمند کې زياتې سيمې نیولي او په کندهار او هرات کې يې هم پرمختګ کړی.

ښاغلی مجاهد وايي: "په هرات کې چې کومې سيمي موږ نيولي، کمربندونه مو جوړ کړي. دښمن کوم پرمختګ نه‌لري او د محاصرې په حال کې دي، لښکرګاه کې هم جګړه زموږ په کټه روانه ده، د ولایت ودانۍ، امنيه قومانداني او د ملي امنیت رياست تر محاصرې لاندې دي، د لښکرګاه ښار د تصفيې په حال کې دی او زموږ کسان هلته حضور لري."

ښاغلی مجاهد وايي، طالبان د ملکي کسانو خونديتوب ته جدي پاملرنه کوي، خو ډېری دوی په هوايي بمباريو وژل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس وېلسن ازادي راډیو سره به یوې ځانګړې مرکه کې ویلي، طابانو تل دا روښانه کړې چې د افغانستان جګړه نظامي حل‌لاره نه‌لري، ځکه د ده په خبره دا ډله نه‌غواړي بیا څنډې ته شي، بلکې نړیوال مشروعیت غواړي.

په افغانستان کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس وېلسن

خو ښاغلي وېلسن دا هم وویل چې طالبانو په سم ډول په خبرو کې برخه نه‌ده اخیستې او د تاوتریخوالي کچه هم لکه څنګه چې امریکا باور درلود راښکته نه‌شوه.

ښاغلی وېلسن وايي: "د امریکا او طالبانو په هوکړه کې ځیني موارد شته چې طالبانو هغه عملي کړي دي، خو داسې موارد هم شته چې ورته ژمن نه‌دي پاتې، زموږ له نظره د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې یې ژمنې نه‌دي عملي شوي، هغوی د سولې په خبرو کې سم نه‌دي ښکېل شوي، د تاوتریخوالي کچه چې موږ باور درلود راټيته به شي، زیاته شوې. د امریکا او طالبانو هوکړه باید په سم ډول عملي شوې وه."

په افغانستان کې د امریکا سفارت شارژدافیر وویل، په لومړي قدم کې باید پر طالبانو نړیوال فشارونه په مؤثر او منجسم ډول زیات شي او په دوهم قدم کې، باید د جګړې په ډګر کې هم طالبان قانع شي چې د افغانستان ستونزه نظامي حل لاره نه‌لري.