په اسلاماباد کې د افغان سفیر د لور سلسلې عليخېل د تښتونې پېښې له افغانستان سربېره، پاکستان کې هم پراخ غبرګونونه راپورته کړي دي.
نن دوشنبه «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۲۸» د دې پېښې د غندنې په هوډ د پېښور پرس کلپ مخې ته، د واک تحریک لهخوا چې د پښتنو ښځو د سیاسي شعوري غورځنګ په نوم هم یادېږي، لاریون وشو.
دوی له سلسلې عليخېل سره زور زیاتی غندي او دا پېښه د ټولو ډيپلوماتیکو اصولو خلاف او د پاکستاني حکومت ناغېړي او کمکاري بولي.
لاریون کوونکو نیوکه کوله چې د اسلاماباد په څېر یو امن سیمه کې څه ډول د یوه لوړپوړي ډیپلوماټ لور تښتول کېږي او د دې پېښې عاملانو تهیې د سختې سزا غوښتنه وکړه.
د واک تحریک غړې او د لاریون ګډونواله جینا وايي: "دا د یوه سفیر لور وه، کومه عادي وګړې نهوه. که چېرې دا ډول پېښه کېږي، بیا خو هغه ټول افغانان دلته خوندي نهدي چې پاکستان کې اوسېږي. پاکستان دې د دې پېښې ضد ګام پورته کړي، عوامل دې پیدا او د نورو پېښو مخنیوی دې وکړي."
د واک تحریک لاریون
د لاریون ګډونوالو غوښتنه کوله چې دا قضیه دې ملګري ملتونه وڅېړي.
د لاریون ګډونواله قندي ساپۍ وايي، د پېښې پلټنې باید په نړیواله کچه مطرح شي.
دا وايي: "د دې قضیې اصلي عاملان دې مخې ته راوړل شي. هغه ټول عوامل دې افغانانو ته وښودل شي چې ولې دا ډول پېښه شوې. موږ د دې پېښې عاملانو ته په نړیواله کچه د سزا غوښتنه کوو."
پېښور کې داسې مهال دا لاریون کېږي چې د افغانستان حکومت د دې پېښې په غبرګون کې خپل ټول لوړپوړي ډیپلوماتان کابل ته راغوښتي او ویلي یې دي چې د قضیې تر پلټنې، عاملانو تهیې د سزا او تر خوا یې د امنیتي خوندیتوب د ډاډ پورې به دلته پاتې شي.
د واک تحریک لاریون
خو پاکستان د افغان حکومت په دې اړه پرېکړه خفګان ښودلی او وايي، کابل دې پر دې پرېکړه بیا غور وکړي.
هاغاړه نن د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره پر ټیلیفون خبرې کړي او پر هغو څرګندونو یې اندېښنه ښودلې چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي، "سلسله نهده تښتول شوې، بلکې دا موضوع هندي استخباراتو ډېره رسنیزه کړې ده."
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وايي "ښاغلي اتمر قریشي ته ویلي، غیر مسلکي څرګندونې او له وخت وړاندې قضاوت دوه اړخیزو اړیکو او د روانو څېړنو اعتبار ته ډېر زیان رسولای شي."
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغانستان چمتو دی چې د دې قضیې په پرې ډول څېړنه کې له پاکستان سره مرسته وکړي او په دې تړاو به ژر یو پلاوی دې هېواد ته سفر وکړي.
حمد حنیف اتمر خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره پر ټیلیفون خبرې کړي او پر هغو څرګندونو یې اندېښنه ښودلې.
سلسله عليخېل د شنبې په ورځ هغه مهال چې خپل کور ته نږدې له بازار ستنېده، وتښتول شوه او له شکنجې وروسته، بېرته وموندل شوه.
د هغه پلار او په پاکستان کې افغان سفیر نجیبالله عليخېل وايي، د لور روغتیايي وضعیتیې اوس ښه دی.