د امرالله صالح خبرداری: له طالبانو سره په ملتیا به پاکستان لویه بیه پرې کړي

د افغانستان جمهور رئیس لومړی مرستیال امرالله صالح

د جمهور رئیس غني لومړی مرستیال امرالله صالح یو ځل بیا د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اړیکو له دوام او د دې اړیکو د بدو پایلو په اړه خبرداری ورکوي.

ښاغلی صالح واشنګټن ته د جمهور رئیس غني په مشرۍ د پلاوي د سفر په اړه یوه یادښت کې چې په خپله رسمي فېسبوک‌پاڼه یې خپور کړی لیکي، دې سفر کې امریکايي چارواکو ته یادونه شوې چې پاکستان د طالبانو د کوربه‌ په توګه د دې ډلې له زېږېدنې تر ننه کولای شي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې د پام وړ ونډه ولري او د افغانستان په یوه ښه ملګري بدل شي.

امرالله صالح اسلام‌اباد د طالبانو کوربه بولي او وايي، دا هېواد کولای شي د افغانستان د سولې په پروسه کې د پام وړ مرسته وکړي او د افغانستان په یوه ښه ملګري بدل شي.

ارشیف، قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو شمېر غړي

د ښاغلي صالح په خبره، پاکستان له دې پرته یوازې د دې انتخاب لري چې خپل اوسني سیاست ته دوام ورکړي او په خبرو کې له جمهوریت او په عمل کې د طالبانو په ملاتړ سره، بې له بې‌باورۍ جوړولو بل څه په لاس رانه‌وړي.

د جمهور رئیس غني لومړی مرستیال پاکستان ته په اشارې لیکي "د نه‌منلو سیاست او په الفاظو قناعت ورکول پایله نه‌لري، طالبان هېڅکله پر افغانستان واکمنېدای نه‌شي او له طالبانو سره په ملتیا به پاکستان لویه بیه پرې کړي."

امرالله صالح امریکا ته د افغان پلاوي د سفر یوه بل هدف او له امریکايي چارواکو سره د لیدنې یوه موضوع د سولې او جګړې په اړه د طالبانو ستراتېژي یادوي او زیاتوي، طالبان د الې او ملاتړي یې د مغز په توګه عمل او د پلان جوړولو د دستګاه مدیریت کوي.

هغه وايي، د طالبانو روان پوځي عملیات ښيي چې د طالبانو له فکر ورهاخوا یوه منظمه پوځي دستګاه کار کوي او د همغږۍ مسؤلیت ور تر غاړې دی او د دې خبرې د اثبات لپاره مادي او معنوي ثبوتونه وړاندې شوي دي.

خو طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا ازادي راډیو سره خبرو کې دا خبره ردوي او وايي، پاکستان سره د افغانستان د یوه ګاونډي په توګه اړیکه لري.

هاخوا بیا د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اړیکو په اړه د نیوکې ګوته نیولې.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله مخب

ښاغلي محب د افغانستان ملي ټلوېزیون سره مرکه کې پاکستان تورن کړی چې افغانانو ته د افغانستان پر ضد وسله ورکوي.

ښاغلی محب زياتوي: "زما دښمن دی، که دوست یا هم مخالف، کله چې ستا هېواد ته درغی، ته د بین‌المللي اصولو په چوکاټ کې د دې حق نه‌لرې چې زما وګړی زما پر ضد وکاروې. ډېر اساسي د ګاونډیتوب اصول دي، د هېوادونو ترمنځ بین‌المللي قوانین دي. زموږ خبره دا نه‌ده چې موږ سره تعامل کوې که نه، موږ له یو شمېر هېوادونو سره ښه تعامل لرو، له ځینو نورو سره کم لرو."

ښاغلي محب دې مرکه کې پر طالبانو هم نیوکه وکړه چې فکر کوي د زور له لارې به بریالي شي، خو ده وویل، افغانان نور طالبان نه‌غواړي.

افغانستان داسې مهال د پاکستان او طالبانو په اړیکه نیوکه کوي چې تازه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید اسلام‌اباد کې رسنیو ته ویلي، له طالبانو غواړي چې پاکستاني طالبانو او نورو ته اجازه ورنه‌کړي چې د افغانستان خاوره د دوی پر ضد وکاروي.

شېخ رشيد وايي: "ګورئ! دا د عمران ډېره لویه پرېکړه ده چې موږ امریکا ته د افغانستان او افغانانو خلاف هېڅ‌ ډول اډې نه‌ورکوو. لومړي وزیر دا هم ویلي چې د افغانستان خلاف به د پاکستان خاوره نه‌کارول کېږي. اوس موږ هم له طالبانو دا هیله لرو چې د پاکستاني طالبانو تحریک او نورو ته د داسې کوم کار اجازه ورنه‌کړي چې د پاکستان خلکو مال او ځان ته زیان ورسېږي."

افغان حکومت له دې وړاندې هم له پاکستان او طالبانو غوښتي، څو د خپل‌منځي اړیکو په اړه وضاحت ورکړي.

جمهور رئیس غني دا هم ویلي چې پاکستان باید د طالبانو په ملاتړ او نه ملاتړ سره، له افغانستان سره له دوستۍ او دښمنۍ یو وټاکي.

خو پاکستان بیا تل د افغانستان په کورنیو مسایلو کې له لاسوهنې او د طالبانو له ملاتړ انکار کړی دی.

د پاکستان صدراعظم په خپلې یوې وروستۍ لیکنه کې چې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خپره کړې وه ویلي و، طالبان نه‌شي کولای پر ټول افغانستان واکمن شي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان

د عمران خان په باور، دا ډله باید د بریا لپاره د یوه دولت په چوکاټ کې مدغمه شي.

عمران خان د افغانستان د سولې په پروسه کې له امریکا سره د هر ډول همکارۍ ژمنه هم کړې وه، خو له افغانستانه‌یې د بهرنیو عسکرو وتل، د جګړې د کمېدو په برخه کې مرستندویه بللې وه.