افغانستان کې د کرونا چټک بهیر؛ د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو لپاره څلورم روغتون هم فعال شو

کابل کې په کرونا ویروس اخته ناروغانو لپاره څلورم فعال شوی روغتون

د افغانستان عامې روغتیا وزارت په داسې حال کې په کابل کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو لپاره د څلورم روغتون د فعالېدو خبره کوي چې تازه په کابل کې د امریکا سفارت ۱۱۴ کارکوونکي په دې ویروس اخته شوي چې له ډلې یې یو کس مړ دی.

فرانس پرېس خبري اژانس په کابل کې د امریکا سفارت په حواله خبر ورکړی چې د دې سفارت نږدې ټولې چارې په ټپه درول شوي.

که څه هم په کابل کې د امریکا سفارت ازادي راډيو ته دغه شمېر تأیید نه‌کړ، خو له دې وړاندې تېره شپه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس په یو خبري کنفرانس کې ویلي چې په افغانستان کې د امریکا په سفارت کې ډېری هغه کارکوونکي په دغه ویروس اخته شوي چې واکسین‌یې نه‌و کړی.

پرایس د کرونا ویروس له امله د امریکا سفارت د یو محلي کارکوونکي مړینه هم تأیید کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس

په همدې حال کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په کابل کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو لپاره څلورم روغتون هم فعاله کړ.

د دې وزارت مرستیال ویاند میروس علیزي د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د دغه روغتون په فعالېدو سره به د ناروغانو د درملنې په ګراف کې لوړوالی راشي.

ښاغلی علیزی زیاتوي: "له بده مرغه د مثبتو پېښو ګراف ورځ تر بلې په لوړېدو دی، په همدې خاطر په کابل کې چې د افغان-اندونیزیا دوستي په نوم کوم روغتون و، هغه د «کووېډ-۱۹» ناروغانو لپاره ځانګړی شو او د دې کار سره هیله لرو چې د ناروغانو درملنې په برخه کې پرمختګ رامنځته شي."

ښاغلی علیزی وايي، د اړتیا په صورت کې به دا چاره نوره هم پراخه شي.

افغان-اندونیزیا دوستي روغتون د کابل ختیځ د ۱۲مې ناحیې اړوند د احمد شاه بابا مېنه کې موقعیت لري.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې دغه ۵۰ بستریز روغتون د ټولو روغتیايي امکاناتو په درلودو سره فعاله شوی.

کابل کې په کرونا ویروس اخته ناروغانو د درملنې لپاره څلورم روغتون چې د عامې روغتیا وزارت د چارواکو له لوري پرانیستل شو.

له دې وړاندې په کابل کې افغان جاپان، علي جناح او قصبې روغتونونه هم د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو لپاره ځانګړي شوي دي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۱،۶۷۷ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې په دغه موده کې ۸۷ کسان د دې ویروس له امله مړه شوي دي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ له دې سره په دې هېواد کې د کرونا د مثبتو ېېښو شمېر له یو لک پورته او د مړینې کچه ۴،۰۳۰ ته ورسېد.