د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۶

څېړنه: لا هم افغانان له 'کووېډ-۱۹' ویروس سره عادي چلند کوي


د کابل افغان جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته ناروغان او یو مړ شوی کس
د کابل افغان جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته ناروغان او یو مړ شوی کس

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د مړینې ګراف په لوړېدو دی، د دغه هېواد د ستراتېژیکو مطالعاتو انسټټیوټ په یوې تازه څېړنه کې موندلي چې افغانانو ته د دغه ویروس په اړه د کافي عامه پوهاي نشتوالي له کبله لا هم عادي چلند ورسره کوي.

دغه انسټیټوټ د پنجشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۲۷» په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال د ترسره شوې څېړنې ځیني موارد خپاره کړل.

د دغې څېړنې د ترسراوي لپاره د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له شااوخوا ۳۰ زره کسانو څخه چې عمرونه‌یې په منځني ډول له ۲۰ تر ۳۰ کلونو پورې دي، پوښتنې شوي.

د دې څېړنې ۶۷ سلنه ګډونوال په دې باور دي چې کرونا په افغانستان کې تش یو نوم دی، هغه ډول چې تبلیغات کېږي څه نه‌شته.

دغه څېړنه چې شااوخوا د یو کال په اوږدو کې ترسره شوې مهمه موندنه‌یې د 'کووېډ-۱۹' په اړه په افغانستان کې د عامه پوهاوي نشتوالی دی.

د کابل افغان جاپان روغتون کې روغتیايي کارکوونکي په کرونا ویروس د یوه اخته ناروغ د درملنې پر مهال
د کابل افغان جاپان روغتون کې روغتیايي کارکوونکي په کرونا ویروس د یوه اخته ناروغ د درملنې پر مهال

دغه انسټټیوټ په خپلې څېړنه کې دا هم موندلي چې د دغې چارې دوام خطرناکه دی او د عامې روغتیا وزارت دې، د عامه پوهاوي په برخه کې خپلې تګلارې له سره وارزوي.

د دې څېړنې څېړونکې نرګس نیازۍ په کابل کې خبریالانو ته وویل: "اړوندې ادارې باید هغه ډول کړنلارې برابرې کړي چې د خلکو له پوهې او ذهني وړتیا سره برابرې وي، د عامې روغتیا وزارت باید د خلکو د غوښتنې پر بنسټ د ویروس په اړه عامه پوهاوی ورکړي، عامې روغتیا وزارت باید د عامه پوهاوي په برخه کې له داسې کړنلارو ګټه واخلي چې اغېز یې زیات وي."

اغلې نیازۍ وايي، د اوس لپاره د ترسره شوې څېړنې له مخې د ټول نفوس په څلور کې یوه برخه ماسک کاروي.

خو د افغانستان عامې روغتیا وزارت بیا د عامه پوهاوي په برخه کې د لازمو اقداماتو خبره کوي.

د دې وزارت د ویاند مرستیال میرویس علیزی وايي: "د عامې روغتیا وزارت د کرونا له لومړۍ څپې څخه تر درېیمې څپې پورې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي او ټول خلک په دې پوهېږي چې کرونا ویروس سره څه ډول مبارزه وکړي، خو ستونزه دا ده چې روغتیايي سپارښتنې په پام کې نه‌نیسي او جدي پاملرنه ورته نه‌کوي."

د کابل افغان جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته ناروغانو او له تجهیزاتو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست لیدنه
د کابل افغان جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته ناروغانو او له تجهیزاتو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست لیدنه

له بل‌خوا د افغانستان عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۱ کسان دغه ویروس مړه کړي او له ۲ زرو زیات پرې اخته شوي دي.

له تازه ثبت شویو پېښو سره په افغانستان کې د اخته کسانو شمېر نږدې یو لک او له دې ناروغۍ نه د مړو شویو شمېر ۳،۹۴۳ ته ورسېده.

XS
SM
MD
LG