د افغانستان عامې روغتیا وزارت: د اعتیاد په درملنه کې بهرنۍ مرستې ۸۰ سلنه کمې شوي

ارشیف، کابل کې په نشه‌یي موادو یو اخته معتاد د درملنې یوه مرکز ته د لېږدولو پر مهال

د راتلونکي مالي کال لپاره د اعتیاد په درملنه او د نشه‌يي موادو د غوښتنې کمولو په برخو کې له افغانستان سره د بهرنیو مرستو ژمنې نه‌دي شوي.

د نشه‌يي موادو له کښت، تولید او قاچاق سره د مبارزې ترڅنګ د نشه‌يي موادو د غوښتنې کمول او د معتادینو درملنه هغه پروګرامونه دي چې له ۲۰ کالو راهیسې یې افغان حکومت د نړیوالې ټولنې په مالي مرسته پر مخ وړي، خو د راتلونکي مالي کال لپاره د عامې روغتیا وزارت د دې مرستو د کموالي خبر ورکوي.

د دغه وزارت د نشه‌يي موادو د غوښتنې کمولو ریاست وايي چې د اعتیاد په درملنه کې له پنځو کالو راهیسې بهرنۍ مرستې هر کال ۳۰ په سلو کې کمې او د راتلونکي مالي کال لپاره د هېڅ ډول مرستې ژمنه نه‌ده شوې.

د نشه‌يي موادو د غوښتنې کمولو او اعتیاد د درملنې څارونکې ادارې د بهرنیو مرستو کموالی د اندېښنې وړ بولي او د معتادینو د ډېروالي خبر ورکوي.

د غوښتنې کمولو ریاست تخنیکي مرستیال ډاکتر عبدالشکور حیدري ازادي راډیو ته وویل، د دې مرستو له کموالي سره به د معتادینو درملنه دولتي بودجې ته شامله شي چې د عامې روغتیا او مالیې وزارتونه به‌یې له دې بودجې څخه پر مخ وړي.

کابل کې یو شمېر معتادین

ښاغلی حیدري زیاتوي: "بهرنیو مرسته کوونکو ادارو لکه کولمبو پلان او داسې نورو له ۲۰۱۵ کال څخه را په دېخوا هر کال په سلو کې ۳۰ مرستې کمې کړې چې اوس‌یې په مرستو کې ۸۰ په سلو کې کموالی راغلی دی. د راتلونکي ۲۰۲۲ کال لپاره د بهرنیو مرستو هېڅ ژمنه نه‌شته."

تر دې وړاندې د معتادینو درملنه او د نشه‌يي موادو د غوښتنې کمولو پروګرامونه د بهرنیو مرستو پر مټ د پروژو په چوکاټ کې چلېدل چې افغان دولت هم ورکې مالي ونډه درلوده.

دا مهال په ټول افغانستان کې د درملنې ۸۴ مرکزونه فعالیت کوي چې هر کال د نږدې ۴۰ زره معتادینو درملنه کوي، خو په دې وروستیو کې د مرستو له کموالي سره د دې مرکزونو د کموالي راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د اعتیاد د درملنې د یوې غیر دولتي مؤسسې مسئول ډاکتر فرید بزګر د معتادینو د درملنې په برخه کې د مرستو کموالی د اندېښنې وړ بولي او وايي چې د بهرنیو مرستو او امکاناتو لږوالی به د اعتیاد د درملنې پروګرامونه سخت ټکني کړي.

ښاغلی بزګر وايي: "د مالي بودجې او امکاناتو کموالی پر خدماتو مستقیمه اغېزه لري، کله چې بودجه کمېږي امکانات هم ورسره کمېږي، دغه ډول کله چې مالي امکانات لږ شي په مرکزونو کې د معتادینو د بستري کېدلو لېوالتیا هم کمېږي. بله ستونزه د کارکوونکو ده چې د دوی د معاشونو له کموالي سره به له کار سره د دوی لېوالتیا هم کمه شي."

د اعتیاد د درملنې په یوه مرکز کې یو شمېر افغان معتادین

د عامې روغتیا وزارت د ارزونې پر اساس د اعتیاد د درملنې په مرکزونو کې یو معتاد د ۴۵ ورځو لپاره بستري کېږي چې نږدې ۲۰ زره افغانۍ ورباندې لګښت راځي. دا په داسې حال کې ده چې په ۱۰۰ کې ۶۰ معتادین له درملنې وروسته بېرته نشو ته مخه کوي.

د دې راپور د غږیزې بڼې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د اعتیاد په درملنه کې بهرنۍ مرستې کمې شوي