د فارياب دولت‌اباد ولسوالۍ لاس په لاس کېدل؛ له '۲۰ ډېر افغان کمانډویان' وژل شوي

ارشیف، فاریاب کې د افغان ځواکونو د طالبانو ضد عملیات

د فارياب دولت‌اباد ولسوالۍ د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د لاس په لاس کېدو سره په دغه ولایت کې یوه باوري دولتي سرچینه وایي تېره ورځ د دې ولایت د دولت‌اباد ولسوالۍ په جګړه کې له ۲۰ ډېر افغان کمانډو سرتېري وژل شوي دي.

دغه سرچینې چې د موضوع د حساسیت له امله نه‌غوښتل نوم او غږ یې خپور شي ازادي راډیو ته وویل چې یاده ولسوالۍ یو وار بیا د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

څو ورځې وړاندې دغه ولسوالۍ د وسله‌والو طالبانو لاس ته ورغله، خو وړمه شپه افغان کمانډو سرتېري په دغه ولسوالۍ کې ښکته کړل شول چې د یوې ورځې لپاره‌یې ولسوالۍ تر کنترول لاندې راوستې وه.

که څه هم د ولسوالۍ د دوهم ځلې سقوط په اړه چارواکي څه نه‌وايي، خو په دغه ولایت کې باوري سرچینې ازادي راډيو ته تأییدوي چې ولسوالۍ یو ځل بیا د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

په فاریاب کې دوه باوري سرچینو ازادي راډيو ته تأییده کړې چې د وړمې شپې او تېرې ورځې د جګړې له امله له ۲۰ زیات افغان کمانډو سرتېري وژل شوي چې جسدونه‌یې لا هم د جګړې په ډګر کې پراته دي.

په ورته وخت کې د افغانستان دفاع وزارت ویاند روح‌الله احمدزی که څه هم د دفاعي ځواکونو مرګ‌ژوبله تأییدوي، خو په اړه‌یې کره معلومات نه‌ورکوي.

د افغانستان دفاع وزارت ویاند روح‌الله احمدزی

ښاغلي احمدزي د پنجشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۲۷» په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د فاریاب په دولت‌اباد ولسوالۍ کې هم جګړه ده، یو څه پرمختګ او شاتګ شته، جګړه روانه ده، زموږ ځواکونه هلته شتون لري، حتمي ده تلفات دواړو خواوو ته اوښتي، خو هغه تلفات چې طالبانو ته اوښتي، د افغان ځواکونو له تلفاتو نه په مراتبو لوړ دي، جګړې کې دا موارد شته، دفاع وزارت ورته منظمه برنامه لري، په څو ورځو کې به هلته وضعیت سم شي."

ښاغلی احمدزی زیاتوي چې په ډېری هغو سیمو کې چې افغان ځواکونو شاتګ کړی، یو ځل بیا افغان ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي.

دی وایي اوس‌مهال د کندز خان‌اباد او د تخار چاه‌اب د طالبانو له وجوده پاکې شوې دي او په راتلونکو څو ورځو کې به نور پرمختګونه هم وشي.

په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع وزارت پخواني ویاند ظاهر عظیمي په خپل فېس‌بوک پاڼه لیکلي چې زوی يې سهراب عظیمي چې د کمانډو ځواکونو افسر وو په فاریاب کې د هېواد لپاره ځان قربان کړ.

د افغانستان دفاع وزارت پخوانی ویاند ظاهر عظیمي

نوموړي لیکلي چې زوی یې په امریکا کې ارکان حربي اخیستې وه او د کمانډو ځواکونو پیاوړی افسر بلل کېده.

د سهراب عظیمي په مړینه په ټولنیزو رسنیو کې ګڼو افغانانو خفګان ښکاره کړی.

په همدې حال کې د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی جنرال دولت وزیري وایي امنیتي بنسټونه باید د کمانډو ځواکونو نه يوازې په ځانګړو عملياتو کې ګټه واخلي.

ښاغلی وزیري زیاتوي: "کمانډو چې له نوم نه‌یې پیدا دي، ځانګړي ځواکونه دي چې د شپې پر مهال په سختو جګړو کې ورنه استفاده کېږي، په هغو ځایونو کې چې نور ځواکونه عملیات نه‌شي کولای، باید د ځمکې او هوا له لارې یې ملاتړ وشي، ځکه د دوی په تعلیم او تربیې زیات لګښت کېږي او هم ځانګړي کسان کمانډو ته جذبېږي."

د افغانستان دفاع وزارت پخوانی جنرال دولت وزیري

د راپورونو له مخې په دغو جګړو کې له دواړو خواوو سربېره ملکیانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې، خو درې واړو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه کره شمېره په لاس کې نه‌شته.