افغان حکومت د سترو موضوعاتو په اړه د مشورو لپاره د 'دولت عالي شورا' جوړوي

د افغانستان جمهوري ریاست، ارګ

جمهوري ریاست وایي چې ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر به د دولت عالي شورا جوړه شي او دا شورا به د هېواد د سترو موضوعاتو په اړه مشورې کوي.

‎په داسې حال کې چې د دولت عالي شورا پر جوړېدو خبرې روانې دي، جمهوري ریاست وایي له ټولو اړخونو سره لازمې مشورې شوي او ژر به د دغې شورا د غړو نومونه اعلان شي.

‎د جمهور رئیس مرستیال ویاند لطیف محمود د دغې شورا د جوړېدو هدف د سترو ملي پرېکړو په اړه د سلا مشورو کول بولي.

ښاغلی محمود زیاتوي: "د دولت عالي شورا به د هېواد د سترو موضوعاتو په اړه د یوه جوړښت په توګه سلامشورې کوي، اوس د جوړېدو په حال کې ده، په دې باره کې له ټولو اړخونو سره مشورې کېږي او اوس هم دا مشورې دوام لري."

‎ښاغلی محمود د دغې شورا د غړو د وروستي نوملړ په اړه څه ونه‌ویل، خو زیاته‌یې کړه چې د شورا د کارونو د څرنګوالي او د افرادو د غړیتوب په اړه‌يې خبرې روانې دي.

د جمهور رئیس مرستیال ویاند لطیف محمود

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په جمهوري ریاست کې یوې سرچینې د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته د دغې شورا د ۱۸ غړو نوملړ شریک کړ.

‎دغې سرچینې ویلي د دولت عالي شورا غړي ‌‌‌‌‌‌ډېری يې د ګوندونو رهبران او سیاسي څېرې دي.

‎جمهور رئیس غني، پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی، د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني، د مشرانو جرګې مشر فضل‌الهادي مسلمیار او پخوانی جهادي رهبر عبدرب الرسول سیاف د دغې شورا غړي دي.

‎همدارنګه مارشال عبدالرشید دوستم، محمد محقق، صلاح‌الدین رباني، عطا محمد نور، محمد کریم خلیلي، ګلبدین حکمتیار، سید منصور سادات نادري، حامد ګېلاني، حبیبه سرابي، زهره مطهري، فوزیه کوفي او فاطمه ګېلاني هم هغه کسان دي چې ویل کېږي نومونه‌یې د دغې شورا په نوملړ کې شامل دي.

‎دغې سرچینې همداراز ویلي چې دغه نوملړ لا وروستی شوی نه‌دی او د دولت عالي شورا د اختیاراتو او مسؤلیتونو د حدودو د ټاکلو پر سر بحثونه روان دي.

‎د سیاسي چارو پوه نصرالله ستانکزی د دغې شورا د جوړېدو په اړه وایي چې که د یوې ملي هوکړې له مخې جوړه شي د افغانستان راتلونکي لپاره به ګټوره وي.

د سیاسي چارو پوه نصرالله ستانکزی

ښاغلی ستانکزی وايي: "کله چې د دولت عالي شورا په اړه خبرې کوو، یوازې د سولې بحث مطرح نه‌دی، د حکومتوالۍ، د قانون د حاکمیت، د بودجې د مصرف موضوعات هم مطرح کېږي، که دا شورا په خپله واقعي معنی رامنځته شي، د مصرفونو ترڅنګ مؤثره به وي کنه نو سمبولیکه به وي چې نه‌یوازې جوړېدل به‌یې بې‌معنی وي، بلکې د هغو کسانو شخصیتونو ته چې غړي یې دي هم زیان رسوي."

‎دا په داسې حال کې ده چې جمهور رئیس غني په دې وروستیو کې د بېلابېلو ګوندونو له مشرانو او سیاسي څېرو سره د یوې سیاسي اجماع د جوړېدو په اړه خبرې اترې کړې دي.