د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۸

پنټاګون: که چېرې افغانستان کې پر سولې هوکړه ونه‌شي، د افغان دولت ترڅنګ درېږو


ارشیف، قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین‌الافغاني خبرو پرانیست غونډه
ارشیف، قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین‌الافغاني خبرو پرانیست غونډه

وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو نېټه اعلان کړه، دا څویم ځل دی چې امریکايي چارواکي د افغانستان د مسئلې په اړه څرګندونې کوي.

تازه د اقیانوس او هند په څانګه کې د امریکا د دفاع وزارت (پنټاکون) سرپرست مرستیال ډېوېډ هلوي د چهارشنبې په ورځ د امریکا سنا مجلس د پوځي خدمتونو د کمېټې په ناسته کې له افغانستانه په ځانګړې توګه له افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ خبر ورکړ.

ښاغلي هلوي د دغې کمېټې د غړو د پوښتنو په ځواب کې وویل، که چېرې په افغانستان کې پر سولې هوکړه ونه‌شي، نو امریکا به د افغان دولت ترڅنګ ودرېږي.

ښاغلی هلوي زیاتوي: "هو! موږ قصد لرو چې له افغان دولت سره ودرېږو، یوه موضوع چې نن ورځ زه غواړم په اړه‌یې خبرې وکړم، له افغان ځواکونو ملاتړ او ورسره د مرستې وده، ځکه موږ ورسره تړون لرو، دوی په خپل هېواد کې د سولې او ثبات لپاره جګړه کوي."

افغان ځانګړي ځواکونه
افغان ځانګړي ځواکونه

نوموړي په دې ناسته کې د افغان امنیتي ځواکونو د تنخواګانو، د دوی د تجهیز او هوايي او ځانګړو ځواکونو په ملاتړ ټینګار وکړ.

دی زیاتوي: "موږ مشخصې مالي سرچینې ورته ځانګړې کړې او له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو به ملاتړ ته دوام ورکوو، زه فکر کوم، دغه (مرسته) به سږ کال لږ کمه وي، هو زموږ له همکارانو سره په ځانګړي ډول د دوی د تنخواګانو، تجهیز او هوايي ملاتړ ځانګړو عملیاتي ځواکونو سره به مرسته همداسې دوامداره ساتل کېږې."

له بلې خوا د امریکا په سیاسي او پوځي چارو کې د دغه هېواد د لوی درستیز مرستیال جنرال متیو ترالینګر په یاده ناسته کې وویل چې دی د افغان امنیتي ځواکونو په وړتیاوو باور لري.

دا په داسې حال کې ده چې افغان دولت تل اعلان کړی چې افغان امنیتي ځواکونه په ځان بسیاینې ته رسېدلي، یوازې په مالي او د تجهیز په برخه کې نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

خو طالبان یو ځل بیا ټینګار کوي چې د امریکا لپاره یوازنۍ لاره د دوحې د هوکړې عملي کول او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل دي.

د قطر پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه
د قطر پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل چې امریکا باید له تېرو ۲۰ کلونو ښه درس اخیستی وي او د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې لاس په سر شي.

ښاغلی مجاهد وايي: "اجازه نه‌ورکوو چې امریکا زموږ په هېواد کې مداخله وکړي او یا له چا ملاتړ وکړي، که چېرې دا کار په زور یا فشار کوي او یا له ناسم سیاست استفاده کوي، له شک پرته تېرو ۲۰ کلونه ورته ډېره ښه تجربه وه."

له بل لوري افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اختر په لومړۍ ورځ په اختریز پیغام کې له افغانستانه د بهرنیو ځاکونو وتل د معاصر تاریخ تر ټولو لوی فرصت یاد کړ او له طالبانو یې وغوښتل چې سیاسي حل‌لاره وټاکي او د خبرو له لارې له افغان حکومت سره هوکړې ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG