د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۳

طالبانو ته د اشرف غني خبرداری: که تاوتریخوالی غوره کړئ، ځواکونه مو جګړې ته تیار دي


د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني

افغان ولسمشر اشرف غني وایي، که طالبانو د تاوتریخوالي لاره غوره کړې وي، حکومت او افغان ځواکونه د امریکایي ځواکونو له بشپړ وتلو وروسته هم جګړې ته تیار دي.

ولسمشر غني د امریکا له پي‌بي‌اېس ټلوېزیونې شبکې سره په مرکه کې چې پرون دوشنبه «۱۴۰۰ کال د غويي ۲۷» خپره شوې، طالبانو ته خبرداری ورکړ او ټینګار کوي چې طالبان باید د افغانستان سیاسي نظام چې پر انتخاباتو ولاړ دی، ومني.

ښاغلی غني زیاتوي: "که هغوی (طالبان) سوله نه‌غواړي او هڅه کوي چې له پوځي لارې قدرت ته ورسېږي او یا دیکتاتوري نظام وتپي، د افغانستان ټول وطنپال ځواکونه به ګام پورته او پرېکړه به وکړي. په خواشینۍ سره چې په دغسې یوه حالت کې به مسئله د جنګ له لارې هوارېږي."

طالبانو تر اوسه د ولسمشر غني د دغو څرګندونو په وړاندې غبرګون نه‌دی ښودلی، خو په تېره کې یې دې ته اشاره کړې چې ولسمشر غني دې له قدرته لاس واخلي.

افغان ځواکونه له هغه ټانک سره چې له امریکايي ځواکونو یې ترلاسه کړی د طالبان ضد عملیاتو پر مهال
افغان ځواکونه له هغه ټانک سره چې له امریکايي ځواکونو یې ترلاسه کړی د طالبان ضد عملیاتو پر مهال

افغان ولسمشر په دې مرکه کې ټینګار کړی چې دی د سولې په لاره کې خنډ نه‌دی او دا یې هم وویل چې له انتخاباتو پرته به واک پرېنږدي. هغه طالبانو ته په پیغام کې وویل چې د ازادو انتخاباتو ترسره کول قدرت ته د رسېدو یوازنۍ لاره ده.

ښاغلی غني وايي: "د هغو سیاسي خبرو کلي چې طالبان‌یې باید ومني همدا ده چې د افغانستان د راتلونکي سیاسي نظام اساس انتخابات دي. دا تر ټولو اساسي ټکی دی. نور موضوعات د بحث او خبرو وړ دي."

ولسمشر غني د طالبانو په وړاندې د جګړې د تیاري خبرداری داسې مهال ورکوي چې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو د بهیر له رسمي پیلېدو څه کم درې اوونۍ ووځي او تاوتریخوالي په دې هېواد کې خورا زیات شوی دی.

طالبانو په څو ولایتونو کې حملو ته زور ورکړی او هڅه‌یې کړې چې تر لویو ښارونو پورې ځان ورسوي.

خو ایا دا ډول فشارونه به په راتلونکي کې د افغانستان نظام له ستونزو سره مخامخ کړي؟

د ترورېزم د چارو د کتونکي عارف سحر په باور طالبان به دومره وړتیا ونه‌لري چې رژیم ړنګ کړي، خو هغوی کولای چې افغان امنیتي ځواکونه له ډېرو ستونزو سره مخامخ کړي.

ښاغلی سحر وايي: "که ټول امریکایي ځواکونه تر سپټمبر پورې له افغانستانه په بشپړ ډول ووځي او طالبان اوربند ته غاړه کېنږدي، طالبان به که ونه‌شي کولای حکومت ړنګ کړي، پر هغه به پوځي فشارونه ډېر زیات کړي. په دې صورت کې افغان حکومت او افغان ځواکونه به کمزوري او ستونزو سره مخامخ شي."

امریکايي بلک هاک هلیکوپټرې د افغانستان د کندهار ولایت د هوايي ډګر د پرېښودو پر مهال
امریکايي بلک هاک هلیکوپټرې د افغانستان د کندهار ولایت د هوايي ډګر د پرېښودو پر مهال

د امریکا د ولسمشر جو بایډن د پرېکړې له مخې ټول امریکایي ځواکونه به د روان کال د سپټمبر تر ۱۱مې له افغانستانه ووځي.

د روانې مې میاشتې په لومړیو کې د امریکا د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي ویلي و طالبانو پر امریکایي ځواکونو بریدونه نه‌دي کړي، خو د هغه په وینا په تېر یوه کال کې یې د ورځې په متوسط ډول د ۸۰ نه ۱۲۰ پورې پر افغان امنیتي پوستو باندې بریدونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG