حمدالله محب: وسله‌وال مخالفین باید سخت وځپل شي او عايداتي سرچينې ورباندې وچې شي

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او یو شمېر نور افغان چارواکي په غزني کې د یوې غونډې پر مهال

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، ملکي او امنيتي مسؤلان بايد په ګډه د خلکو د غوښتنو مطابق، د وسله‌والو پر ضد فعاليتونه پراخ کړي او د ده په خبره "دښمن ته د شومو پلانونو" د تطبيق موقع ورنه‌کړي.

ښاغلي محب د پنجشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۰۹» غزني ته د یوه لوړپوړي امنیتي پلاوي په مشرۍ په سفر کې دا څرګندونې کړې دي.

له ښاغلي محب سره په دې سفر کې، د دفاع سرپرست وزیر یاسین ضیا، د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات‌الله حیات، د ملي امنیت رئیس احمد ضیا سراج او د سیمه‌ییزو ارګانونو رئیس شمیم خان کټوازي ملتیا کوله.

د ملي امنیت شورا په یوه اعلامیه کې د ښاغلي محب په حواله زیاته شوې: "وسله‌وال مخالف په بانډو او خلکو کې هويت او ملاتړ نه‌لري، اړتيا ده چې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتو کې سخت وځپل شي او عايداتي سرچينې ورباندې وچې شي."

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب

هغه ډاډ څرګند کړی چې "مرکزي اداره د غزني امنيتي وضعيت او د حکومتوالۍ پراختيا ته ځانګړی پام لري او ژر به د ځواکونو د تمويل او تجهيز په برخه کې لازم پرمختګونه وشي."

د غزني سیمه‌ییز چارواکي هم وايي له کابله دا لوړپوړی پلاوی د یاد ولایت د امنیتي وضعیت د څېړلو لپاره ورغلی چې په امنیتي او ملکي برخه کې شته غوښتنې به هم ورسره شریکې شي.

د غزني والي سید عمر نورستاني ازادي راډیو ته وویل، له پلاوي سره په ځانګړې امنیتي غونډه کې د غزني سیمه‌ییزې ادارې د نورو موضوعاتو ترڅنګ غزني ولایت ته د جنګي الوتکو اختصاص، د امنیتي ځواکونو تجهیزول، د زغروالو ټانګونو ورکړه او د امنیتي ځواکونو د تشکیلاتو د ډېرولو غوښتنه وکړه.

د والي په خبره، له نږدې څخه د دې ولایت د امنیتي وضعیت د څېړلو هدف په امنیتي او ملکي برخه کې شته غوښتنو ته رسېدنه کول، په اوږدمهال کې د امنیتي وضعیت د ښه کولو څرنګوالی، د وسله‌والو د پټنځایونو او مرکزونو د له‌منځه وړلو لپاره د عملي اقداماتو ترسره کول وو.

د نوموړي په خبره، د سیمه‌ییزې ادارې له لوري د امنیتي ځواکونو په لیکو کي د خیالي منسوبینو د تشخیص، د غزني-کندهار او غزني-پکتیکا د لویو لارو خلاصون او د دایمي امنیت د ټینګښت او په ټول غزني کې د وسله‌والو د له‌منځه وړلو لپاره د پراخو عملیاتو د پر لاره اچولو او په تصفیه شویو سیمو کې د پراختیايي پروژو د پیل وړاندیزونه هم وشول.

(ښی-کین) د افغانستان ملي امنیت شورا ویاند رحمت‌الله اندړ، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او د غزني والي سید عمر نورستاني

والي زیاته کړه: "د غزني د اوسني ‎وضعیت په اړه مو ورسره خبرې وکړې او معلومات مو ورکړل، تاسو به په نږدې راتلونکي کې په غزني کې یو مثبت تغییر ووینئ."

د غزني ولایت ولایتي شورا بیا د راغلي پلاوي راتګ او یوازې له دولتي او نظامي چارواکو سره لیدل چندان ګټور نه‌بولي.

د یادې شورا مرستیال مشر امان‌الله کامراني ازادي راډیو ته وویل، دغه پلاوي باید دلته له مېشتو ولسونو سره لیدلی وای، ترڅو هغوی د ولایت او ولسوالیو اصلي تصویر ورته وړاندې کړی وای.

دا په داسې حال کې ده چې د غزني ځیني اوسېدونکي شکایت کوي چې د غزني محلي اداره په دغه ولایت کې د هر اړخیزو ستونزو په تړاو مرکزي دولت ته رښتیا خبره نه‌کوي.

یو له دغو اوسېدونکو وايي: "بدبختانه خبره داسې وه چې له عامو خلکو سره‌یې نه‌دي لیدلي، یوازې له سیمه‌ییزې ادارې سره‌یې لیدلي، د غزني ادارې به هغه څه نه‌وي ورته ویلي چې په غزني کې څه تېرېږي او یا جریان لري."

غزني ولایت په دا وروستیو کې یو ځل بیا د وسله‌والو طالبانو له لوري له سختو جګړو سره مخ دی.

د غزني په قره‌باغ، اب بند، ګېلان، مقر، اندړ، ده‌یک او جغتو ولسوالیو او د غزني مرکز په ارزو، شالیز سپنده او ځینو نورو سیمو کې له تېرو ۱۰ ورځو څخه تقریباً هره شپه جګړې کېږي.