د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۹

محب: له امریکا او ناټو سره د لېږد پر یوه نوي بهیر خبرې پيلوو


ارشیف
ارشیف

افغان چارواکي وایي، د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به هم افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښ وي او خطر به یې د دغه هېواد له پولو بهر هم محسوس وي.

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي، همدې ګواښونو او په خبره یې یو شمېر نورو ناڅرګندتیاوو ته په کتو له امریکا او ناټو سره خبرې پیلوي.

ښاغلي محب د ریزینا ډیالوګ په نوم یوه انلاین بحث کې چې د ایران او هند د بهرنیو چارو وزیران هم په کې وو، وویل چې د نړیوالو ترهګرو د موجودیت په ګډون یو شمېر مسئلې ګونګې پاتې دي.

محب زیاته کړه: "موږ په یوه نامعلوم ځای کې یو، ډېر څه لا څرګند نه دي، د دې مسئلو جزئیات به په هغو خبرو کې معلوم شي چې موږ یې له متحده ایالاتو او ناټو سره کوو، دا چې موږ یوه انتقال ته اسانتیاوې برابروو دا باید په ډاګه شي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو نه څه ډول ملاتړ کېږي؟ د لېږد دا بهیر به څنګه ترسره کېږي؟ او تر هغه وروسته به اړیکې څه ډول وي؟."

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب
د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب

په همدې حال کې ولسمشر محمد اشرف غني پرون د اسپانیې د بهرنیو چارو له وزیرې سره د خبرو پرمهال ویلي چې دوی له امریکا سره د اړیکو نوي فصل ته ننوتلي دي.

د ارګ په یوه خبرپاڼه کې د ښاغلي غني په حواله راغلي چې دوی له امریکا او ناټو سره اوس د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهالویش او دې خبرې کوي چې کوم تاسیسات او وسایل افغان ځواکونو ته پریږدي.

محمد اشرف غني ویلي، د بهرنیو ځواکونو د وتلو پایلې باید وسنجول شي او په خبره یې ګاونډي هېوادونه په ځانګړي ډول پاکستان باید په خپلو پرېکړو کې دقیق وي.

د ریزینا په نوم ډیالوګ کې چې د هند د بهرنیو چارو وزارت په نوښت ترسره شو، د هند د بهرنیو چارو وزیر 'اېس.جې' شنکر بې له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي وویل، د افغانستان ګاونډیان له افغانانو سره ریښتیني نه دي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر 'اېس.جې' شنکر
د هند د بهرنیو چارو وزیر 'اېس.جې' شنکر

شنکر زیاته کړه: "په تاسف سره چې د افغانستان ګاونډیو ډېر وخت زیات منفي رول لوبولی دی، افغانستان یوې غبرګې سولې ته اړتیا لري، یوه سوله په خپلو کې او یوه له شااوخوا سره، ګاونډیان اړتیا لري چې افغانستان پریږدي او افغانانو ته اجازه ورکړي چې په خپله ګټه کار وکړي."

د افغانستان ګاونډیانو په ځانګړي توګه ایران او پاکستان ته د طالبانو د ملاتړ په خاطر د ملامتۍ ګوته نیول کېږي، خو دواړو هېوادونو ویلي چې د سولې بهیر کې له افغانستان سره هر ډول مرستې ته چمتو دي.

افغان چارواکي داسې مهال له امریکا او ناټو سره د دې او نورو اندېښنو په اړه بحثونه کوي چې د نوې پرېکړې له مخې ټاکل شوې تر راتلونکو څه باندې څلورو میاشتو ټول بهرني ځواکونه له کوم مخشرط پرته له افغانستانه ووځي.

XS
SM
MD
LG