سبا جمعه د امریکا، روسیې، چین او پاکستان استازي پر افغان سولې سره جرګه کېږي

د امریکا، روسیې، چین او پاکستان استازي

د امریکا، روسیې، چین او پاکستان استازي سبا جمعه (د غويي ۱۰مه) د تروېکا غونډې په چوکاټ کې سره جرګه کېږي او د بحث موضوع یې د افغانستان سوله او دغه هېواد کې د سیاسي جوړجاړي هڅې دي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پرون چهارشنبه (د غويي ۸مه) تاس خبري اژانس ته وویل چې خپله دی، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا استازی زلمی خلیلزاد او د پاکستان او چین استازي غونډه کې برخه اخلي.

ضمیر کابلوف ویلي، دوی به د جمعې د ورځې غونډه کې له یوه ګډ دریځه د افغانستان د سولې پر بهیر تمرکز وکړي او په خبره یې دغه خبرې به خوځنډه کړي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف

تاس په خپل راپور کې د غونډې ځای نه دی یاد کړی، خو تېره مارچ میاشت کې مسکو د ورته غونډې کوربه و چې لوړ پوړو افغان سیاستوالو او طالبانو هم ګډون په کې درلود.

د هغې غونډې په ګډه اعلامیه کې وویل شول چې امریکا، روسیه، چین او پاکستان د ملګرو ملتونو د پریکړه لیک له مخې افغانستان کې"د اسلامي امارت" د بیا را ګرځېدو ملاتړ نه کوي.

معلومه نه ده چې د سبا ورځې پلان شوې دې څلور اړخیزې غونډه کې د افغانستان د دولت کوم استازی بلل شوی او که نه؟ خو د طالبانو د قطر د دفتر ویاند محمد نعیم وایي، دوی پر دې غونډه نه دي خبر.

په همدې حال کې پرون چهارشنبه د پاکستان د استخباراتي او امنیتي چارواکو په ګډون د دغه هېواد یو پلاوی قطر ته ولاړ چې هلته له طالب مرکچیانو سره د افغانستان پر سولې خبرې وکړي.

په اسلام اباد کې یوې حکومتي سرچینې د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي، د دوی پلاوی به طالبان وهڅوي چې افغانستان کې تاوتریخوالی کم کړي او د استانبول پلان شوې غونډه کې ګډون وکړي.

د طالبانو د قطر د دفتر ویاند محمد نعیم وایي دوی د سبا ورځې پر غونډې نه دي خبر

د طالبانو د قطر دفتر ویاند له پاکستاني پلاوي سره د احتمالي کتو په اړه مشخص څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه، هر څوک چې له دوی سره ګوري، د دفتر دروازه یې ورته خلاصه ده.

د افغانستان سولې ته د سا ورکولو سیمه ییزې هڅې داسې مهال کېږي چې طالبانو د افغانستان د سولې په تړاو کنفرانسونو کې ګډون رد کړی دی.

طالبانو دا دریځ وروسته تر دې اعلان کړ چې امریکایي ولسمشر جو بایډن وویل، له مې میاشتې وروسته یې هم د څه باندې څلورو میاشتو لپاره پوځیان افغانستان کې پاتې کېږي.

په ظاهره د طالبانو له همدې دریځ وروسته د استانبول غونډه هم چې لسو ورځو ته پلان شوې وه، وځنډېده.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر په دې وروستیو کې وویل، دوی له روژې وروسته د استانبول غونډې د بیا جوړولو تابیا کړې ده.