کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سفر؛ طالبان بايد د خبرو مېز ته راوګرځي

د سوېلي او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر ډین ټامپسون او د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله لیدنه

د سوېلي او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر ډین ټامپسون کابل ته د خپل سفر پر مهال د سولې خبرو په ګړندي کېدو او د خبرو مېز ته د طالبانو پر بېرته راګرځېدو ټینګار کړی دی.

ښاغلي ټامپسون پرون د ملي مصالحي عالي شورا له رئیس عبدالله عبدالله او د جمهور رئیس د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب سره کتلي دي. ډین ټامپسون له ښاغلي عبدالله سره لیدنه کې، د جمهوریت له ادرسه د سولې لپاره د اجماع په پیاوړي کېدو هم ټینګار کړی دی.

دا د سپټمبر تر ۱۱مې نېټې له افغانستانه د ټولو بهرنیو عسکرو د وتو له اعلان وروسته، درېیم لوړپوړی امریکايي چارواکی دی چې کابل ته راځي.

له دې وړاندې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او په وروستیو کې د هغه هېواد د استخباراتي سازمان سي‌ای‌اې مشر افغانستان ته راغلي دي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وايي، له عبدالله عبدالله سره کتنه کې ډین ټامپسون ويلي چې
طالبان بايد بېرته د خبرو مېز ته راستانه شي.

د عبدالله عبدالله او ډین ټامپسون لیدنه

د دې شورا ویاند فریدون خوځون د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۰۶» ازادي راډیو ته وویل، ډین ټامپسون ویلي، د سولې خبرو د څارلو لپاره به ډېر ژر زلمی خلیلزاد قطر او سیمې ته سفر وکړي.

ښاغلی خوځون زیاتوي: "هغه تمه وښوده چې د افغانستان د سولې لپاره د جمهوریت له ادرسه په مرکز او ولایتونو کې اجماع پیاوړې شي. همدارنګه په دې بحث وشو چې د افغانستان د سولې پروسه سرعت پیدا کړي، د خبرو مېز تقویت شي او طالبان د مذاکراتو مېز ته وګرځي."

د سوېلي او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر د افغانستان د ملي امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب سره هم لیدلي دي.

د دې شورا ویاند رحمت‌الله اندړ وايي، ښاغلي ټامپسون دې لیدنه کې افغان لوري ته د جمهور رئیس بایډن پیغام رسولی دی.

ښاغلی اندړ وايي: "ټامپسون د امریکا د جمهور رئیس په راوړي پیغام کې وویل، له افغان امنیتي او دفاعي سرتېرو او افغانستان سره پراختیايي مرستو ته دوام ورکوي او د افغانستان د سولې د پروسې ملاتړ کوي."

د حمدالله محب او ډین ټامپسون لیدنه

د سوېلي او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر ډین ټامپسون داسې مهال د سولې خبرو پر ګړندي کېدو ټینګار کوي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا له سیاسي لارې د افغانستان د شخړې په حل ټینګار کړی.

شاه محمود قریشي د ترکیې له ټي‌ارټي ټلوېزیون سره مرکه کې ویلي، که دا شخړه له سیاسي لارې حل نه‌شي، په افغانستان کې به یو ځل بیا کورنۍ جګړه پیل شي.

هغه د استانبول غونډه د افغانستان شخړې ته، د سیاسي حل لپاره د یوې منطقي لارې پیدا کېدو په برخه کې مهمه بللې او ويلي، دوی هڅه کوي چې طالبان په دې غونډه کې ګډون او تر خوا یې یوې روغې جوړې ته د رسېدو لپاره وهڅوي.

خو د راپورونو پر بنسټ، طالبانو بیا د استانبول غونډه کې د ګډون او تر خوا یې د سولې خبرو یو معنی لرونکي پړاو ته د داخلېدو لپاره د خپلو پاتې اووه زره بندیانو ازادي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له تور نوملړه د خپلو مشرانو د نومونو ویستل د شرایطو په توګه مطرح کړي دي.