د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۱

اشرف غني: له دې وروسته هغوی ته په دولت کې ځای نه‌شته چې د جمهوریت کتار کې نه‌درېږي


د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني وايي، د جمهوریت او دښمن کتار معلوم دی او هغوی چې د جمهوریت صف کې نه‌درېږي، نور په دولت کې هم ځای نه‌لري.

ښاغلي غني نن یکشنبه «۱۴۰۰ کال د وري ۲۹» سهار په ارګ کې د ملي پولیسو او ملي امنیت ۱۶ تنو منسبوینو ته د مډالونو د ورکړې په مراسمو کې ویلي، د جمهوریت او دښمن کتارونه معلوم دي.

جمهور رئیس غني پر پاکستان هم غږ کړی چې له افغانستان سره له دښمنۍ او دوستۍ یو وټاکي، خو دا خبرداری یې هم ورکړی چې په افغانستان کې د نا ارامۍ په دوام به پاکستان هم ارام پاتې نه‌شي.

د افغانستان جمهور رئیس یو ځل بیا د طالبانو له‌خوا د روانې جګړې دیني مشروعیت هم تر پوښتنې لاندې راوستی او وايي: "که طالبان د ملي حاکمیت، جمهوریت، ولسواکۍ او خپلواک افغانستان په چوکاټ کې سوله کوي، د دوی غېږ ورته پرانیستې، خو له دې پرته بل هر انتخاب د جګړې د دوام لپاره د دې ډلې یوه پلمه ده."

جمهور رئیس غني له افغانستانه د بهرنیو عسکرو د وتو پرېکړه سولې ته د رسېدو په برخه کې یو تاریخي فرصت بللی.

د افغانستان جمهور رئیس مرستیال ویانده فاطمه مورچل
د افغانستان جمهور رئیس مرستیال ویانده فاطمه مورچل

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیاله فاطمه مورچل وايي: "جمهور رئیس غني له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو اعلان ته په اشارې وویل، په معاصر تاریخ کې په لومړي ځل د افغانستان لپاره تر ټولو غوره فرصت برابر شوی، موږ له دوو کلونو راهیسې دې ورځې ته بشپړ چمتووالی لرو او د هغوی د وتلو لپاره مو هر اړخیز پلان برابر کړی. موږ د خپلې خاورې د ساتنې بشپړ چمتووالی لرو او د دې وخت رارسېدلی چې د افغانستان ملي حاکمیت په بشپړ ډول عملي شي او افغانستان خپله بې‌طرفي ثابته کړي."

جمهور رئیس غني داسې مهال د جمهوریت او ملي حاکمیت په چوکاټ کې د سولې خبرو دوام غواړي چې په دوحه کې د تېرو دوو اوونیو راهیسې د افغان مرکچي او طالب پلاویو ترمنځ هېڅ غونډه نه‌ده شوې.

د افغان حکومت د مرکچي پلاوي غړی حفیظ منصور وايي، که څه هم طالبانو له دې خبرو سره پرېکون نه‌دی اعلان کړی، خو مذاکراتو ته نه‌حاضرېږي.

ښاغلی منصور زیاتوي: "په عملي ډول خبرې نه‌دي روانې، کېدای شي له سره پیل شي، ولې اوس‌مهال له تېرو دوو اوونیو راهیسې په دوحه کې هېڅ ډول خبرې نه‌دي شوي."

د افغانستان د سولې مرکچي پلاوي غړی حفیظ منصور
د افغانستان د سولې مرکچي پلاوي غړی حفیظ منصور

طالبان بیا په دې اړه څه نه‌وايي. ښکاره دې ډلې په افغانستان کې له مې تر سپټمبر میاشتې له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو د وتو د پرېکړې په ځواب کې دوحه کې د سولې خبرې درولي او د استانبول غونډه‌یې هم تحریم کړې.

د‌ دې ډلې ویاندویانو نن بیا ازادي راډیو سره خبرو کې په دې غونډه کې د نه‌ګډون په اړه په خپله پخوانۍ پرېکړه ټینګار وکړ.

خو د ملي مصالحې عالي شورا بیا د استانبول په غونډه کې د ګډون کوونکو کسانو د نوملړ د بشپړېدو خبر ورکوي.

د دې شورا دننه یوه سرچینه وايي، په کنفرانس کې د ګډون کوونکو کسانو په اړه هر اړخیزې مشورې شوي او ژر به‌یې نومونه اعلان شي.

د‌ دې شورا ویاند فریدون خوځون هم وایي، د استانبول د غونډې لپاره د افغانستان اسلامي جمهوريت د طرحې مسوده وروستۍ شوې او ژر به د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ غونډې ته وړاندې شي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حینف اتمر هم له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره پر ټیلیفون د استانبول د غونډې په اړه خبرې کړي.

ښاغلي قریشي په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دوی په افغانستان کې سولې ته د چټک رسېدو لپاره د استانبول غونډې ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG