د امریکا متحده ایالات وایي، دغه هېواد به له پوځي حضور پرته افغانستان کې د القاعده ډلې احتمالي احیا کېدل په نظر کې ولري.
امریکایي چارواکي زیاتوي، واشنګټن له پوځي حضور پرته کولی شي په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو پر وړاندې د تروریستي ګواښونو مخه ونیسي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي د پنجشنبې (د وري ۲۶مه) په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې دا هېواد د هر ډول ګواښونو په پام کې نیولو لپاره ابزار لري.
هغې زیاته کړه: "د امریکا متحده ایالاتو پر وړاندې ګواښ که له افغانستانه سرچینه واخلي، په هغه حد کې به وي چې وکولی شو په هغه ځای کې د پښې ځای درلودلو پرته یې مخه ونیسو. زموږ وړتیاوې په تېرو ۲۰ او ان ۱۰ وروستیو کلونو کې د پام وړ ډېرې او لاښې شوي دي."
بل خوا د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جک سولېوان هم ویلي چې واشنګټن کولی شي په افغانستان کې د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې لاس په کار شي.
سولېوان په دې اړه د 'سي.اېن.اېن' خبري شبکې سره په یوې مرکې کې داسې وویل: "دا یو واقعیت دی، کله چې هلته د امریکا متحده ایالاتو او ائتلافي قواوې نه وي، له ګواښ سره زموږ د مقابلې وړتیا به بدله شي، خو باور لرو چې سیمه کې زموږ وضعیت په هغه سطح کې پاتېږي چې وکولی شو په افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښ وځپو."
سولېوان زیاته کړه چې واشنګټن په افغانستان کې د ښځو او نجونو ملاتړ ته دوام ورکوي او د ده په وینا طالبانو ته یې پیغام واضح دی.
دی وايي: "موږ نیت لرو د بشري او اقتصادي مرستو له لارې د افغان ښځو او نجونو ملاتړ وکړو او طالبانو ته یو ښکاره پیغام ورکړو چې که نه غواړي له نړۍ بېل اوسي او د نړیوالې ټولنې له خوا محکوم او یوازې شي، نو د تېرو شلو کلونو پرمختګونه او لاسته راوړنې به شاته نه کړي."
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د چهارشنبې (د وري ۲۵مه) په ورځ اعلان وکړ چې خپل ټول ځواکونه به د روان کال د سېپټمبر تر ۱۱مې له افغانستانه وباسي.
په دې اړه نور: جو بایډن له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو نوې نېټه اعلان کړهطالبانو ویلي چې د امریکایي ځواکونو په وتلو کې ځنډ د دوحې د تړون ښکاره سرغړونه بلل کېږي.
دغې ډلې د پنجشنبې(د وري ۲۶مه) په ورځ په یوې اعلامیې کې وویل چې د تړون د سرغړونې عواقب به د امریکا پر غاړه وي.
په دې اړه نور: له افغانستانه د امریکايي سرتیرو وتل؛ طالبان: امریکا د دوحې تړون مات کړامریکا او طالبانو د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ پر ۲۹مه یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې ټول بهرني ځواکونه د روان کال د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه وتلي وای، خو شرط په کې دا وو چې طالبان به هم د ترورېزم پرضد مبارزې ژمنه کوي.
ولسمشر بایډن مخکې ویلي و چې د مې تر لومړۍ نېټې د ځواکونو وتل یې له تخنیکي او لوژیستکي پلوه ګران کار دی.
امریکا دا مهال په افغانستان کې ۲۵۰۰ سرتیري لري، د دې ترڅنګ ۷۰۰۰ نور سرتیري د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې دېره دي.
ناټو هم ویلي چې خپل ځواکونه به تر سېپټمبر دمخه له افغانستانه وباسي.