قطر کې افغان مرکچي او طالب پلاویو ته په سپارل شوي ۹ماده‌ییز نوملړ کې څه دي؟

ارشیف، د قطر د غونډې یوه څنډه

ملګرو ملتونو، امریکا، ترکیې او قطر افغان مرکچي او طالب پلاوېو ته د ګډو اصولو په نوم ۹ماده‌ییز نوم‌لړ سپارلی، څو د استانبول له غونډې وړاندې یې په ځینو مهمو برخو هوکړه وکړي.

تل‌پاتې اوربند، د یوه انتقالي یا لېږدیز حکومت جوړېدل چې بل سوله‌ییز او ټول‌ګډونه حکومت ته زمینه برابره کړي، د بشر حقونو په ځانګړي ډول د ښځو په مساویانه ګډون ټینګار او له ګاونډیانو،د سیمې او نړۍ هېوادونو سره ښې اړیکې لرل د دې متن مهم ټکي دي.

په دې اړه نور: افغان دولت او طالبانو ته نهه ماده ییزه طرحه سپارل شوې، ګټه یې څه ده؟

خو په هغه لیک چې په دوحه کې د افغانستان سفارت د بهرنیو چارو وزارت ته را لېږلی، راغلي، طالبانو د دې اصولو په ځواب کې هوکړه کړې چې د استانبول غونډه کې به ګډون کوي، د ۹۰ ورځو لپاره به تاوتریخوالی کموي او د مشورو لپاره یې ۲ ورځې نور وخت هم غوښتی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد

همدا ډول د افغانستان مرکچي پلاوي بیا د دې اصولو په ځواب کې پر اسلامي نظام او ملي یووالي ټینګار کړی او تر خوا یې، د ټاکنو له لارې د واک لېږد، د ګاوڼدیو او سیمې هېوادونو له‌خوا افغانستان ته د ترهګرو د لېږلو مخنیوی او یوه داسې سوله غوښتي چې د بلې جګړې پیل نه وي.

طالبانو د دې اصولو په ځواب کې هوکړه کړې چې د استانبول غونډه کې به ګډون کوي

د بهرنیو چارو وزارت ته دا لیک د وري میاشتې په ۱۸مه نېټه استول شوی، خو ملګرو ملتونو، امریکا، ترکیې او قطر د ګډو اصولو دا ۹مادې د وري میاشتې په ۱۵مه افغان مرکچي او طالب پلاویو ته سپارلي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم مني چې دوحه کې یې سفارت دا لیک ور استولی دی.

د دې وزارت ویاند ګران هېواد ازادي راډیو ته په یوه رالېږلي پیغام کې لیکلي: "موږ له ارزیابۍ او په ملي مصالحې عالي شورا کې له خبرو وروسته، د دې بحثونو د پیاوړتیا په اړه خپل نظریات کوربه هېواد او ملګرو ملتونو سره شریک کړي."

ولسمشر غني له خلیلزاد سره

افغان مرکچي او طالب پلاویو بیا د ازادي راډیو له ډېرو اړیکو سره-سره، په دې اړه خبرو کولو ته زړه ښه نه کړ.

ملګري ملتونه، امریکا، ترکیه او قطر داسې مهال د استانبول له غونډې وړاندې له دې اصولو پر یو شمېر مهمو یې د هوکړې غوښتنه کړې چې زلمي خلیل‌زا هم کابل کې له جمهور رئیس غني او د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله سره له کتنې وروسته وویل، افغان لوری باید دې غونډې ته له یوې واحدې طرحې سره ورشي.

په ورته وخت کې د افغانستان د اسلامي جنبش ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم هم د ترکیې په غونډې د ټینګار تر څنګ خبرداری ورکوي، دا غونډه بریالۍ نه شي، له ناچارۍ به د خلکو د ساتنې لپاره لاس په کار شي.

د افغانستان د اسلامي جنبش ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم

نوموړي وویل: "الله دې وکړي چې د استانبول غونډه پایله ورکړي، اوربند وشي او ترکیه له افغانانو، ملي او امنیتي ځواکونو سره هر ډول مرسته وکړي او دوی چمتو هم دي. "

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د جمهور دویم مرستیال امرالله صالح نن په کوهدامن کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، د استانبول ناسته به په روانه اوونۍ کې پیل شي چې له طالبانو او له نورو لوریو سره به په کې جدي بحثونه وشي.