په ځينو تفريحي ځايونو کې په ښکاره خلکو ته د سګرېټو څکولو وړانديز کېږي

ارشیف، کابل کې یوه تفریحي سیمه

سګرېټو ته د بازار موندلو لپاره له بېلابېلو تبليغاتي لارو کار اخیستل کېږي.

رستورانونه او پارکونه له هغو ځایونو څخه ګڼل کېږي چې هلته د نشه‌يي موادو او سګرېټو د رواجولو او استعمال لپاره اعلانات او تبليغات کېږي.

له دې لارو چارو څخه يوه‌يې هم د لويو لارو پر غاړه رستورانونو کې موټر چلوونکو ته وړيا سګرېټ ورکول دي، خو په کابل کې د ودونو په ځينو هوټلونو کې هم د مېلمنو لپاره د ډوډۍ خوړلو پر مېزونو سګرېټ ايښودل کېږي.

د کابل ښار يو اوسېدونکی محمد هارون وايي چې دی د سګرېټ څکولو عادت نه‌لري، يوه ورځ په کابل ښار کې د واده يوه محفل ته ورغلی و، هلته‌يې وليدل چې د هوټل مېلمه‌پالو او شاګردانو تر ډوډۍ خوړلو مخکې څو قطۍ سګرېټ د ډوډۍ خوړلو پر مېزونو باندې کېښودل او خلکو ته‌يې وويل چې دا سګرېټ وړیا او د دوی لپاره دي.

دی زیاتوي: "يوه شپه مې د يوه دوست واده و، زه هم له نورو دوستانو سره هوټل ته ورغلی وم، د هوټل شاګردانو پر مېزونو یو يو ګورز سګرېټ کېښودل او ويې‌ويل چې دا سګرېټ نوي راغلي دي، له بده مرغه زموږ په هوټلونو کې د دې پر ځای چې موږ ته جوس يا اوبه راکړي، موږ ته سګرېټ راکوي."

ارشیف، کابل کې یوه مېرمن چې سګرېټ او خوراکي توکي پلوري

د ودونو له هوټلونو پرته د سګرېټو جوړولو فابريکې د هغو اعلانونو او پروګرامونو مالي لګښت هم پر خپله غاړه اخلي چې په هغه کې د دې شرکت نوم او نښان نندارې ته وړاندې کېږي. د دې شرکتونو هدف دا دی چې مشتريان او رانيوونکي يې ډېر شي، ان دا چې دغه ډول اعلانونه د افغانستان په هوايي ډګرونو کې هم ليدل کېږي.

د حامد کرزي په نړيوال هوايي ډګر کې يې يوه بېلګه هغه باروړونکي لاسي ګاډۍ يا کراچۍ دي چې د سګرېټو جوړولو يوه شرکت دې هوايي ډګر ته ورکړي او د سګرېټو اعلانونه له ورايه ورباندې ليدل کېږي.

ډاکتر بشير سروري وايي چې د سګرېټو اعلانونه ځوانان سګرېټو څکولو ته هڅوي چې بیا وروسته همدا سګرېټ د نشه‌يي موادو استعمال ته لاره اواروي.

ښاغلی سروري وايي: "یو خو هغه اعلانونه دي چې په رسنيو کې خپرېږي او بل ډول بیا هغه اعلانونه دي چې د تل لپاره يو ځای پاته وي، د بېلګې په ډول که تاسې په هوايي ډګر کې بار وړونکې لاسي ګاډۍ يا کراچۍ ووينئ، نو پر شا يې د هغه شرکت نښان شته چې سګرېټ جوړوي، دا اعلان کېدای شي چې د څو کالو لپاره هلته پاته شي. د سګرېټو اعلانونه د سګرېټو له استعمال سره مستقيمه اړيکه لري او د سګرېټو څکولو د ډېروالي سبب کېږي، په تېره بيا په ځوانانو کې."

د سګرېټو او تنباکو د ترويج په اړه د ملګرو ملتونو څېړنې ښيي چې د سګرېټو استعمال د نشه‌يي موادو د استعمال لپاره د لومړي ګام حيثیت لري.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د سګرېټو لپاره تبليغ کول د قانون خلاف کار بولي او زياتوي چې د سګرېټو څکول نشه‌يي موادو ته لاره اواروي.

ارشیف، کابل کې یو زلمی هلک چې سګرېټ پلوري

د دغه وزارت د نشه‌يي موادو د غوښتنې کمولو رياست وايي چې د قانون له مخې د سګرېټو او تنباکو د خرڅولو او استعمال لپاره اعلانونه او تبليغات کول ممنوع او جرم بلل کېږي.

د دې رياست تخنيکي معاون عبدالشکور حیدري د افغانستان له امنيتي ادارو څخه غواړي چې د سګرېټو او تنباکو لپاره د اعلاناتو او تبليغاتو مخه ونيسي.

ښاغلي حیدري زیاته کړه: "تر اوسه موږ ته داسې يو راپور نه‌دی رارسېدلی، خو د قانون له مخې د تنباکو لپاره اعلانونه او بازار موندنه منع دي، په تېره بیا داسې ځوانانو او نورو خلکو ته د سګرېټو وړانديز کول او وړيا ورکول چې هغوی د سګرېټو څکولو عادت نه‌لري، دا کار په بشپړ ډول د قانون خلاف دی. په نړۍ کې ترسره شوې سروې ګاني ښيي چې په نشه‌يي موادو باندې د اخته کېدو لومړی لامل سګرېټ څکول دي."

د سګرېټو او تنباکو لپاره اعلانونه او بازار موندنه په داسې حال کې جرم بلل کېږي چې په وروستيو دوو کالو کې د نشه‌يي موادو قاچاق کوونکو او خرڅوونکو افغانستان ته د نشه‌يي موادو د نويو ډولونو راوړلو په لړ کې د کیمياوي نشه‌يي موادو د استعمال لپاره هم لاره اواره کړې ده.

د دغه راپور د غږیزې بڼې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

په ځينو تفريحي ځايونو کې په ښکاره خلکو ته د سګرېټو څکولو وړانديز کېږي