د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۱

له نشه‌يي‌ موادو سره د مبارزې وزارت: محصلینو کې د نشې د ګولیو استعمال ډېر شوی


له نشه‌يي‌ موادو سره د مبارزې وزارت وايي، په محصلینو کې د نشې ګولیو استعمال ډېر شوی دی.

له نشه‎يي موادو سره د مبارزې وزارت څېړنې ښيې چې په روان شمسي کال کې په افغانستان کې اعتیاد ډېر شوی او ځوانان د نورو نشه‎يي موادو ترڅنګ په نشه‎يي ګولیو باندې هم معتاد شوي دي.

له نشه‎يي موادو سره د مبارزې وزارت د نشه‎يي موادو د غوښتنې راکمولو رئیس ناصر شریفي ازادي راډیو ته وويل، د نشې ګولۍ اسانه پيدا کېږي او د پوهنتون ډېر محصلين يې خوري، دوی داسې فکر کوي چې د امتحانونو په ورځو کې به د شپې له‎خوا ويښ پاتې شي او ډېره مطالعه به وکړي.

ښاغلی شریفي زیاتوي:

"ډېری محصلین د دې لپاره چې ویده نه‎شي او انرژۍ ولري، ټابلېټ کا ګولۍ خوري. په دې وروستیو کې نشې ته د ځوانانو لېوالتیا ډېره شوې ده چې باید مخه یې ونیول شي."

له نشه‎يي موادو سره د مبارزې وزارت وايي، د نشې په ګولیو کې په کافي اندازه نشه‎يي مواد شته او د نورو نشه‎يي موادو په ډول زیانونه لري.

دا وزارت اندېښنه لري او وايي، هغه ځوانان چې دا ګولۍ خوري وروسته هيروئينو ته مخه کوي.

د کابل پوهنتون ځینې محصلین وايي چې ځوانان دا ګولۍ ډېر اسانه پيدا کوي، ان چې په پوهنتون کې دننه هم په پټه خرڅېږي:

"زما نوم عبدالرازق مدبر دی، په کابل پوهنتون کې د روان‌شناسۍ د پوهنځي محصل یم. محصلین ټابلېټ K او ټرېماډول ګولۍ خوري، ان دا چې له نېږدې دوستانو څخه مې واورېدل چې په پوهنتون کې محصلين د نشې ګولۍ خوري. یو دلیل یې دا دی چې محصلین دا کار يو تفريح بولي او بل دا چې دا ګولۍ اسانه پيدا کېږي.

-زما نوم فتح الله آئین دی، په دې ورځو کي د ټابلېټ کا خوړل ډېر شوي دي. کله چې محصلین، په تېره بيا هغه ځوانان چې سګرېټ څکوي سره راټول شي، نو په دې ګوليو ډېر اسانه اخته کېږي. ما په پوهنتون کې څو محصلین ولیدل چې دا ګولۍ يې خوړلي او په وياړ يې نورو ته ځانونه ورښودل."

خو د لوړو زده کړو وزارت بیا دا نه مني چې ګواکې په پوهنتونونو کې دې نشه يي مواد کارول کېږي.

د دې وزارت ویاند فیصل امین ازادي راډیو ته وویل، موږ په علمي مرکزونو کې د نشه يي موادو د استعمال په اړه ځانګړي اصول او قواعد لرو چې د نشو مخه يې نيولې ده.

فیصل امین
فیصل امین

ښاغلي امین زیاته کړه:

"موږ په دې برخه کې قوانین لرو، موږ هېڅ فرد او ډلې ته په علمي او اکاډمیکو مرکزونو کې د نشو اجازه نه ورکوو. زه په پوهنتونونو کې نشه کول مطلق ردوم او زموږ وزارت په دې برخه کې ډېر جدي دی."

په نشه يي ګوليو باندې د ځوانانو اخته کېدل په داسې وخت کې مطرح کېږي چې د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت د معلوماتو له مخې له بهره د دې ګولیو د قاچاقو ترڅنګ اوس دا ګولۍ په افغانستان کې دننه هم جوړېږي.

راپور: مرسلین ارسلا

دا راپور په غږ کې هم اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG