ولې د اسد قیصر الوتکې ته د حامد کرزي هوايي ډګر کې د کېناستو اجازه ورنه‌کړل شوه؟

د پاکستان د ملي شورا مشر اسد قیصر

د امنیتي ګواښونو له امله د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر چارواکو د پاکستان د ملي شورا مشر اسد قیصر او ورسره مل پلاوي الوتکې ته په دې هوايي ډګر کې د کېناستو اجازه ورنه‌کړه.

که څه هم د ښاغلي قیصر الوتکه د افغانستان فضا ته داخله شوې وه، خو دغې الوتکې ته د کېناستو اجازه ورنه‌کړل شوه.

ټاکل شوې وه چې ښاغلی قیصر نن پنجشنبه «۱۴۰۰ کال د وري ۱۹» د یو ۱۶ کسیز پلاوي په مشرۍ کابل ته راشي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان په خپل ټویټر لیکلي: "د کابل په هوايي ډګر الوتکه د کېناستو په حال کې وه چې څار څلي (control tower) اعلان وکړ چې د امنیتي ستونزو له امله هوايي ډګر تړل شوی، نو له دې امله د شورا د رئیس او مل پلاوي سفر وځندېده، د دغې لیدنې نوې نېټه به له ګډو سلا مشورو وروسته ټاکل کېږي."

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې د دارالانشا رئیس عبدالقادر ځاځي ازادي راډیو ته وویل چې له ځغاست‌لیکې سره خوا کې د پخوانیو چاودېدونکو توکو د موجودیت له امله دغه سفر ونه‌شو.

د ولسي جرګې د دارالانشأ رئیس عبدالقادر ځاځی

ښاغلی ځاځی وايي: "کله چې د مېلمنو الوتکه د کابل فضا ته داخل شوه، د څار څلي (control tower) چې د بهرنیو دوستانو په لاس کې ده، الوتکې ته د کېناستو اجازه ورنه‌کړه، نه‌یوازې دې الوتکې ته، بلکې ټولو هغو الوتکو ته چې د افغانستان په فضا کې وې او غوښتل‌یې ولاړې او راشي پروازونه‌یې کنسل شول، لامل‌یې وايي چې د رنوې یا ځغاست کرښې سره نږدې پخواني چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو، یعنې ۱۰ یا ۲۰ کاله وړاندې."

ښاغلی ځاځی زیاتوي، د کابل په فضا کې له ۲۰ دقیقو انتظار وروسته بالاخره الوتکه د چاوېدونکو توکو د نه‌خنثی کېدو له امله بېرته اسلام‌اباد ته ستنه شوه.

د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر سرحدي قوماندان محمد ریاض ارین ازادي راډيو ته وویل چې د پنجشنبې په سهار ۱۰ بجې او ۳۰ دقیقې یوه ډله په میدان کې په ساختماني کارونو مصروفه وه چې یوه سرګلوله‌یې پیدا کړه، نو له همدې امله پروازونه وځنډول شول.

کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر

نوموړي زیاته کړه، د سرګلولې له خنثی کېدو وروسته په ۱۲:۳۰ دقیقو یو ځل بیا الوتکو ته د ناستې اجازه ورکړل شوه.

ټاکل شوې وه چې ښاغلی قیصر نن د یو ۱۶ کسیز پلاوي په مشرۍ کابل ته له راتلو سره له لوړپوړو افغان چارواکو سره وګوري.

له دې وړاندې په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان رسنیو ته ویلي، هېواد یې له افغان سولې ملاتړ ته دوام ورکوي او د دغه پلاوي سفر د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا، د ښوونې، اقتصادي، امنیتي وضعیت ښه‌والي او د سولې بهیر د پیاوړتیا لپاره ګټور و.

تر اوسه روښانه نه‌ده چې اسد قیصر او ورسره مل پلاوی به څه وخت یو ځل بیا کابل ته راشي، خو چارواکي وايي چې دغه سفر به په لنډو شپو او ورځو کې ترسره شي.