د مسکو غونډې پیل؛ هدف‌يې د سولې د روان ټکني بهیر ګړندي کول دي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د افغانستان د سولې لپاره د مسکو غونډه پیل شوه. د مسکو د نننۍ غونډې یو هدف د سولې د روان ټکني بهیر ګړندي کول دي.

  • د افغانستان د سولې په اړه د مسکو غونډه کې د روسیې دریځ

په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه غونډه روانه ده او ګډونوال‌یې د سولې د روان بهیر پر چټکتیا او ورته نورو مسایلو خبرې کوي.

د راپورونو له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د غونډې د ویناوالو له ډلې و او نوموړي له طالبانو غوښتي چې د دوحې هوکړې ته ژمن پاته شي.

د غونډې له جریانه لا ډېر جزئیات نه‌دي خپاره شوي، خو اټکل دا دی چې د ورځې په پای کې د شویو بحثونو په اړه یوه اعلامیه خپره شي.

  • د افغانستان د ۱۲ کسیز پلاوي ګډون

د افغان چارواکو، سیاستوالو او مشرانو یو لوړپوړی پلاوی او دغه‌راز د طالبانو د مرکچيانو یوه ډله غونډه کې د ګډون په هدف پرون مسکو ته ورسېده.

د افغانستان د پلاوي مشري د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله کوي او ترکیب کې یې دوحه کې د دولت پر مرکچیانو سربېره مخکېنی ولسمشر حامد کرزی او ځیني نور سیاستوال لکه ګلبدین حکمتیار، کریم خلیلي او مارشال عبدالرشید دوستم شامل دي.

د افغان دولت پلاوی

د طالبانو د ۱۰ کسیز پلاوي مشري د دوی د تحریک مرستیال ملا عبدالغني برادر کوي او دې ډله کې د دوی د مرکچي پلاوي مشر عبدالحکیم حقاني او نور مرکچیان‌یې عبدالسلام حنفي، شهاب‌الدین دلاور، محمد فاضل اخند، خیرالله خیرخواه، سهیل شاهین، انس حقاني، شېر محمد عباس ستانکزی او محمد نعیم شامل دي.

مخکې له دې فرانس پرس خبري اژانس ویلي چې غونډه کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او دغه‌راز د پاکستان او چین ډیپلوماتان هم برخه اخلي.

د افغان دولت د پلاوي مشر عبدالله عبدالله ویلي، هڅه کوي چې غونډه کې د سولې بهیر په چټکولو او د جګړې په پای ته رسولو بریالي بحثونه ولري.

په دې اړه نور: افغان پلاوی د مسکو غونډې ته لاړ؛ عبدالله وايي د بریالیو بحثونو په لټه کې دی

د مسکو غونډه داسې مهال جوړېږي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو مهلت ته یوازې شپږ اوونۍ وخت پاتې دی او امریکایانو د افغانستان دولت ته د قدرت د وېش یوه طرحه هم سپارلې ده.

تر دې غونډې یوه ورځ مخکې د امریکا ولسمشر جو بایډن له اې.بي.سي نیوز سره مرکه کې وویل، د مې تر لومړۍ نېټې پورې به د ټولو ځواکونو وتل ورته ستونزمن وي: "زه اوس د دې پرېکړې په حال کې یم چې څه وخت ځواکونه ووځي، موږ له خپلو متحدانو او حکومت سره په همدې مشوره بوخت یو، دا پرېکړه اوس تر کار لاندې ده، ډېر وخت به نه‌پاتې کېږو، خو د مې لومړۍ نېټه ستونزمنه ده."

د امریکا ولسمشر جو بایډن

طالبانو بیا له امریکا غوښتي چې د دوحې په هوکړه ودرېږي، هغه هوکړه چې د امریکا اوسني ولسمشر نیوکه پرې کړې. بایډن په خپلې تازه مرکه کې ویلي، د ډونالد ټرمپ د ادارې دغه هوکړه ډېره پياوړې مذاکره شوې هوکړه نه‌وه.

ټاکل شوې د مسکو تر غونډې وروسته ترکیه کې هم یوه ورته، خو لویه غونډه جوړه شي، د چارو یو شمېر کتونکي د مسکو غونډه د ترکیې هغې ته یوه مقدمه بولي.

په دې اړه نور: روهي: د مسکو غونډه به د ترکیې له غونډې سره ډېره مرسته وکړي

د همدې غونډې په درشل کې د روسیې او امریکا په ګډون د افغانستان په قضیه کې ښکېلو یو شمېر خواوو له طالبانو سره د قدرت د وېش او لنډمهالي حکومت وړاندیزونه کړي دي، خو د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په همدې خبره ټینګار کوي چې واک به د ټاکنو له لارې خپل ځای ناستي ته سپاري.