د خبریالانو ملي ورځ؛ اشرف غني: د خبریالانو اساسي حقونه به د سولې بهیر کې نقض نه‌شي

جمور رئیس محمد اشرف غني

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د کب/حوت ۲۷مه د خبریالانو ملي ورځې په مناسبت په یو پیغام کې ویلي په هېڅ ‌‌‌‌‌‌ډول به د خبریالانو اساسي حقونه د سولې په بهیر کې نقض نه‌شي.

د ارګ پر رسمي فېس‌بوک پاڼه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې محمد اشرف غني له خبریالانو او رسنیو غوښتي چې د خپلو فعالیتونو پر معیاري کولو تمرکز وکړي.

‎له دغې ورځې په داسې حال کې نمانځنه کېږي چې څه موده مخکې د بې‌پولې خبریالانو سازمان په یو راپور کې ویلي و چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې افغانستان د رسنیو د کارکوونکو لپاره له خونړیو هېوادونو څخه دی.

  • خو وروستي یو کال کې په افغانستان کې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له کومو ستونزو سره مخ وو؟

‎په ګڼو ننګونو سربېره، ‎امنیتي ستونزو او د کرونا ویروس خپراوي د افغان خبریالانو پر چارو نېغ په نېغه اغېز درلود.

‎د کرونا ویروس د خپرېدو پر مهال یو شمېر خبریالان بې‌دندو شول او په امنیتي پېښو کې هم ځیني ووژل شول.

‎‎احمد شاه مروت هغه افغان خبریال دی چې د کرونا ویروس د خپرېدو سره سم وزګار شو او هغه عایداتي سرچینه چې ده پرې د خپلې کورنۍ لپاره نفقه پیدا کوله، بنده شوه.

دی وایي څو میاشتې وزګار و او په هېواد کې د کرونا د پېښو په راکمېدو سره‌یې په سختۍ وکړای شول په یوه بله رسنۍ کې ځان ته دنده ومومي.

ارشیف، د افغانستان ولسي جرګې د پوښښ پر مهال یو شمېر افغان خبریالان

دی زیاتوي: "کله چې د کرونا ویروس خپور شو، ډېری رسنیو چې اقتصادي ستونزې یې لرلې، زیات شمېر خپل خبریالان ځواب کړل او یا یې هم له تنخوا پرته په رخصتۍ ولېږل چې دا د خبریالانو لپاره نه‌جبرانېدونکی زیان و او ډېریو تر اوسه هم ونه‌شو کړای چې ځان ته دنده پیدا کړي."

‎تېر یو کال کې د کرونا ویروس خپراوي د خبریالانو چارې له ستونزو سره مخ کړې، د ښارونو له قرنطین او له کورونو له کار کولو نیولې بیا د ځینو رسنیو د بودجې د کمښت له امله د خبریالانو وزګارېدل.

‎نصیر صالحي بل افغان خبریال دی چې په کرونا ویروس اخته شوی و، دی وایي چې یوه میاشت په کور کې په قرنطین کې و او له کور یې راپورونه جوړول.

ښاغلی صالحي زیاتوي: "زه هم یو له هغو کسانو وم چې په کرونا ویروس اخته وم او له یوې میاشتې زیاته موده په کور کې وم او له کوره مې خبریالي کوله، کله چې یو خبریال په کور کې بندي شي خبریالي کول ورته ‌‌‌‌‌‌ډېر سخته وي."

‎له دې سره په دې وروستیو میاشتو کې د خبریالانو پر وړاندې امنیتي ګواښونه هم زیات شوي دي.

‎د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر، یوناما د راپور پر بنسټ په تېر یو کال کې ۱۱ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.

‎په هلمند کې د ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو خبریال الیاس داعي یو له دغو خبریالانو و چې پر موټر یې د نښلول شي مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو.

‎‎د داعي ترڅنګ، د طلوع‌نیوز پخوانی ویاند یما سیاووش، په غزني کې د الجزیزه خبریال رحمت‌الله نېکزاد، په ننګرهار کې د انعکاس ټلوېزیون کارکوونکې ملالۍ میوند، شهناز رؤفي، سعدیه سادات او مرسل وحیدي، په غور ولایت کې د غور غږ راديو مسؤل بسم‌الله عادل هغه کسان وو چې په تېرو پنځو میاشتو کې په هدفي وژنو کې ووژل شول.

په هلمند کې د ازادي راډیو وژل شوی خبریال محمد الیاس داعي

‎یوه افغانه خبریاله مینه مهر له حکومت نه غواړي چې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره یوه جدي کړنلاره برابره کړي.

اغلې مهر زیاتوي: "د خبریالانو امنیتي وضعیت یو له ستونزمنو موضوعاتو دی چې خبریالان ورسره مخ دي، دا له کاره د خبریالانو د زړه توري کېدو لامل شوی او دوی خپلې دندې پرېښې دي، موږ له حکومت نه غواړو چې په دې اړه جدي پاملرنه وکړي."

‎د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د شمېرو له مخې د رسنیو شاوخوا ۳۰۰ ښځینه کارکوونکو د کرونا ویروس او امنیتي ګواښوونو له امله په تېر یو کال کې خپلې دندې پرېښې دي.

‎د دغې کمېټې د جندر مسؤله وحیده فیضي له دولت نه غواړي چې د سولې په مذاکراتو کې د رسنیو ازادي او د خبریالانو د ژوند خوندیتوب د سرې کرښې په توګه مطرح کړي.

اغلې فیضي وویل: "په دې حساس وخت کې مو غوښتنه له حکومت نه دا ده چې د خبریالانو د امنیت خوندیتوب ته جدي پام وکړي او له هغه ‌‌‌‌‌‌ډلې چې د سولې د مذاکراتو لپاره کار کوي غواړو چې د رسنیو او ښځو ازادي دې د سرې کرښې په توګه مطرح کړي."

‎که څه هم افغان حکومت ویلي چې د ځینو خبریالانو وژونکي یې نیولي، خو د یو شمېر نورو خبریالانو قاتلین لا نه‌دي پېژندل شوي.