اروپا کې د کرونا ستونزه؛ اسټرازِنِکا د واکسینو په رسولو کې راغلی کمی پوره کوي

اسټرازِنِکا واکسین

د درمل جوړولو دا انګلیسي – سوېډڼي شرکت لا دمخه له دې کبله تر فشار لاندې دی چې څو هېوادونو د وینې د غوټه کېدو له وېرې د دې اسټرازِنِکا واکسینونو عملي کول وځنډول.

ځینې هېوادونو د دې سربېره چې د روغتیا نړیوال سازمان او د اروپا د درملو معیار تاییدونکې ادارې د اسټرازِنِکا واکسین خوندي بللی، د دې واکسینونو کارول ځنډولي دي.

په دې اړه نور: یو شمېر اروپايي هېوادونه د کرونا د ۳مې څپې په اړه اندېښمن دي

د دې واکسین د خونديتوب په اړه اندېښنې داسې مهال راپورته کېږي چې اسټرازِنِکا ویلي، د صاداراتو برخه کې محدودیتونو د دوی مخه نیولې چې له خپلې نړیوالې شبکې د واکسینونو ستنې ترلاسه کړي، څو اروپايي ټولنه کې د دې واکسینونو د رسولو برخه کې خپل کمی پوره کړي.

په عین حال کې اتریش، چک جمهوریت، سلوېنیا، بلغاریا، کروشیا او لاتویا د اروپايي ټولنې ترمنځ د خبرو غوښتنه کړې، څو د واکسینونو د ویش برخه کې د رامنځته شوي هغه څه په اړه خبرې وکړي چې دوی "لوی توپیر" بللی دی.

اروپايي شورا او کمېسیون ته د دې شپږو هېوادونو له خوا د شنبې په ورځ په استول شوي ګډ لیک کې ویل شوي: "که دا سیستم مخکې یوړل شي، دا به د اروپايي ټولنې د غړیو هېوادونو ترمنځ تر دې دوبي پورې لوی توپیر رامنځته کړي. داسې چې ځینې هېوادونه به په څو اونیو کې د کرونا پرضد معافیت ترلاسه کړي او یو شمېر نور به شاته پاتې شي."

په دې اړه نور: ناروې او ډنمارک کې د 'اسټرازِنِکا' ځنډېدل؛ افغانستان: جانبي عوراض نه لري

پر دې سربېره چې دې شپږ هېوادونو شکایت کړی چې اروپايي ټولنه کې واکسین عادلانه نه ویشل کېږي اروپايي کمېسیون د کووېډ-۱۹ د واکسینونو د وېش برخه کې د خپلې پالیسۍ دفاع کړې.

په بریتانیا او د امریکا په متحدو ایالاتونو کې د کرونا ضد واکسینونو برخه کې شوي پرمختګ ته په پام پر بروکسل د اسټرازِنِکا او نورو درمل جوړونکو کمپنیو له خوا د جوړېدونکو کرونا ضد واکسینونو د ورو پیل او ویش له کبله تُند انتقادونه په زیاتېدو دي.

د فرانسې صدراعظم ژان کاستکس سربېره پردې چې ځینو هېوادونو د اسټرازِنِکا د واکسینونو په اړه اندېښنې څرګندې کړي، د دې واکسینونو دفاع کړې او ویلي یې دي، حکومت یې غواړي چې د اپریل تر۱۵مې نېټې د فرانسې لس میلهونه وګړو ته واکسین ورسوي.

د فرانسې صدراعظم ژان کاستکس

نوموړي د واکسینونو د یو مرکز د لیدنې پر مهال وویل:"زه به ځان ته دا اجازه ورنه کړم چې خپلو هېوادوالو ته زهر ورکړم" چې اشاره یې د اسټرازِنِکا د واکسینونو د خوندیتوب په اړه راپورته شویو اندېښنو ته وه.

دا زیاتیدونکې ستونزې داسې مهال دي چې څو اروپايي هېوادونه د کرونا وبا له دریېمې څپې سره مخ دي، هغه څپه چې د کووېډ-۱۹ نوې بڼې چې تر نورو ډېره چټکه خپریدونکې او وژونکې ده، پیاوړې کړې ده.

  • جرمني کې خبرداری ورکړل شوی

د جرمني روغتیايي متخصصانو د محدودیتونو د نورې نرموونې پر ضد خبرداری ورکړی دی او وړاندوینه یې کړې چې راتلونکو اونیو کې ښايي د کرونا پېښې زیاتې شي.

د خبرداري سربېره د شنبې په ورځ د جرمني په ښارونو کې زرګونه کسان له هغو اعتراضونو سره یوځای شول چې د کرونا وبا له کبله پر لګېدلو روغتیايي تدابیرو راپورته شوي.

جرمني

  • ایټالیا محدودیتونه زیات کړي

د څو نورو هېوادونو په تعقیب د راتلونکې ایستر د رخصتیو مخکې او وروسته محدودیتونه زیات کړي.

د اپریل له درېیمې تر پنځمې پورې به د ایټالیا په ډېرو برخو کې په لوړه کچه ښار بندۍ وي. خو حکومت ویلي چې یو لړ محدودیتونه به سر له دوشنبې نافذ کړي.

د مرکزي او ختیځې اروپا ځینو برخو کې د کووېډ-۱۹ هغه بڼه چې لومړۍ بریتانیا کې ولیدل شوه په چټکۍ خپریږي.

دې برخه کې هنګري د شنبې په ورځ د کووېډ-۱۹ تر ټولو زیاتې نوې پېښې ثبت کړي دي.