عبدالله عبدالله: د سولې چټکتیا لپاره مطرحه شوې طرحه له ټولو سطحو سره شریکوو

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله وايي، د سولې د چټکتیا لپاره مطرحه شوې طرحه به له ټولو سطحو سره شریکوي.

ښاغلي عبدالله چې د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د کب ۱۷» د مارچ د اتمې ښځو، د پیوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت کابل کې جوړې شوې غونډې ته څرګندونې کولې وویل چې د سولې په اړه باید له هر وړاندیزونه ونه‌ډار شو، ځکه وروستی تصمیم خپله افغانان نیسي.

ښاغلی عبدالله وايي، د سولې په اړه چې د افغان سیاستوالو ترمنځ کومه تفرقه موجوده ده، دا له سولې سره مرسته نه‌کوي چې باید ورته رسېدنه وشي.

ښاغلی عبدالله زیاتوي: "هغه طرحه چې د سولې خبرو د چټکتیا لپاره مطرحه شوې ده، د ملي مصالحې عالي شورا د رئیس په توګه ژمنه کوم چې په ټولو سطحو کې یې مطرح کوم."

په ورته وخت کې، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د یکشنبې ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد چې کومه طرحه له افغان چارواکو سره شریکه کړې، تر ډېره پر دې متمرکزه ده چې جګړه څنګه ختمېدلای شي او د قدرت وېش باید څه ډول وي.

ښاغلي محب دا هم وویل چې نن په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاوي بیا خپلو کې خبرو ته ناست دي چې په خبره‌یې دا نېک فال دی.

په ورته وخت کې د افغانستان حکومت مرکچي پلاوي یو‌ غړی نادر نادري د یکشنبې په ورځ د افغانستان د ستراتېژیکو مطالعاتو انسټټیوټ یوې غونډې ته وویل چې د افغان سولې د چټکتیا لپاره د امریکا له لوري پلاوي ته دغه طرحه سپارل شوې او تر څېړنې لاندې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړي چارواکي رسنيو ته ویلي و چې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان سولې بهیر د چټکتیا لپاره د افغانستان حکومت ته یوه طرحه سپارلې ده.

په راپورونو کې دغې طرحې ته د انتقالي او مشارکتي حکومتونو طرحه هم ویل شوي، خو په رسمي توګه دا راپورونه نه‌دي تأیید شوي.

ښاغلي نادري ویلي چې په تېرو درې میاشتو کې بین‌الافغاني مذاکرات معنادار نه‌و او تل له خنډ او ځنډ سره مخ کېدل.

نوموړي د سولې په خبرو کې د خڼد لاملونه، د افغانستان د خلکو له حقونو، انتخاباتو او په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو له ارزښتونو دفاع یاد کړل.

په همدې حال کې د افغانستان د ښځو چارو وزارت سرپرسته حسینه ساپۍ د ښځو د پیوستون د نړیوالې ورځې په نمانځ غونډه کې د سولې په خبرو کې د ښځو په غوښتنه ټینګار وکړ.

د افغانستان د ښځو چارو سرپرست وزیره

اغلې ساپۍ وايي: "له نړیوالې ټولنې غواړم، که دوی په رښتیا په دې تاریخي وخت کې غواړي له افغان مېرمنو ملاتړ وکړي، هغه نظرنونه چې ښځو له حکومت سره په ګډه جوړ کړي، له هغې دې ملاتړ وکړي او په دې اړه دې اجرائیوي ضمانتونه واخلي."

د یادونې ده چې د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چار وزارت له لوري رابلل شوی د امن او ثبات دوه ورځنی کنفرانس هم نن په کابل کې پیل شو.

په دغه کنفرانس له خېبر پښتونخوا نه هم یو شمېر سیاسي او فرهنګي مشرانو برخه اخیستې ده چې په افغانستان او سیمه کې به د ناامنۍ او بې‌ثباتۍ په لاملونو او حل لارو سره بحثونه وکړي.