اشرف غني: خپل ځای ناستي ته یوازې د ټاکنو او جمهوریت تر چتر لاندې واک سپارم

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان د بېلابېلو سیمو ځوانانو ته د ولسمشر محمد اشرف غني خبرې بیا هم تر ډېره د اوسني نظام په ملاتړ ور ټولې وې.

له ځوانانو سره دا ملي بحث د پنجشنبې په ورځ جوړ شوی و، خو غونډې ته د ولسمشر وینا پرون د ارګ له خوا خپره شوه.

محمد اشرف غني دې غونډې ته ویلي، یوازې او یوازې د ټاکنو له لارې خپل ځای ناستي ته واک سپاري:"دا ګز دا میدان، هر څوک چې ادعا لري را دې شي، ما خو نه زر درلودل نه زور، ژبه مې درلوده، احساس مې درلود او تعهد مې درلود چې تاسو ولسمشر کړم، قدرت د ولس دی، د ولس پر ارادې باندې له یوه شخصه بل ته انتقالېږي."

ولسمشر داسې مهال د خپل نظام په ملاتړ ټینګار کوي چې یو شمېر سیاستوال او طالبان د اوسني نظام خلاف دي او وایي، محمد اشرف غني باید د سولې لپاره له دندې لېرې شي.

څه موده وړاندې د طالبانو د قطر د دفتر مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي مسکو ته د سفر پر مهال وویل، که ولسمشر محمد اشرف غني له واکه لېرې شي، دوی له یوه نوي حکومت سره سولې ته چمتو کېږي.

په دې اړه نور: طالبانو د سولې مذاکراتو د بیا پیل لپاره خپل نوي شرایط وړاندې کړل

محمد اشرف غني بیا وایي، ولسواکي او پیاوړی دولت یوازنۍ وسیله ده چې له سولې وروسته اقتصادي ثبات سره مرسته کولای شي.

نوموړی وایي، همدې شرایطو ته په پام غواړي د سولې خبرې چې په باور یې په تاریخ کې ښه زمینه ورته برابره شوې، ښې مدیریت کړي.

د طالبانو د قطر د دفتر مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي ویلي و که ولسمشر غني له واکه لېرې شي، له نوي حکومت سره سولې ته چمتو کېږو.

ولسمشر غني زیاته کړه: "له ټول تاوتریخوالي سره-سره له تېرو څلويښتو کلونو راهیسې لومړی ځل دی چې نړیوال، تر یوې کچې سیمه ییز او دغه راز ملي ماحول سولې ته چمتو دی، له دې دریڅې باید ډېره ګټه واخلو، دا کار دقت، تحمل او تدبیر غواړي."

له شااوخوا میاشتې ځنډ وروسته تېره دوشنبه دوحه کې بین الافغاني خبرې هم بیا پيل شوي، خو تراوسه په کې د کوم پام وړ پرمختګ خبره نه ده شوې.

په دې اړه نور: د سولې د مذاکراتو دواړو ډلو له ۵ اونیو ځنډ وروسته سره لیدلي

نن د کب پر لسمه د امریکا او طالبانو د دوحې د تړون هم ټیک یو کال پوره شو.

د کال په تېریدو لا هم د تاوتریخوالي کچه نه ده کمه شوې، وضعیت پیچلی شوی او دا څرک هم نه لګېږي چې له هوکړې سره سم به امریکا سږ کال افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پای ته ورسوي او که نه؟