د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۴

فارین پالېسي: جو بایډڼ افغانستان کې هېڅ ښه انتخاب نه‌لري


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

څو لوېدیځو ورځپاڼو د افغانستان وضعیت او په دې هېواد کې د امریکا د ولسمشر جو بایډن په وړاندې په پرتو ستونزمنو انتخابونو لیکنې کړې دي.

  • فارین پالېسي

فارین پالېسي خپرونه وايي، بایډڼ افغانستان کې هېڅ ښه انتخاب نه‌لري.

په دې خپرونه کې د خپرې شوې لیکنې په وینا، د جو بایډن اداره په افغانستان کې د خپلې پالېسۍ پشپړاوي ته نږدې شوې، خو سختې پرېکړې یې مخ کې دي.

وړاندې ویل شوي چې د امریکا په اداره کې هر ډول پرېکړه ښايي په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه لوړه کړي.

د هغې هوکړې له مخې چې د امریکا متحده ایالاتو یو کال مخکې په همدې شپو ورځو کې له طالبانو سره لاسلیک کړه، باید امریکايي ځواکونه د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې په بشپړه توګه له افغانستان څخه ووځي، خو په دې شرط چې طالبان له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي او تاوتریخوالی راکم کړي.

فارین پالېسي لیکي د جمهور رئیس بایډن پرېکړه ښايي په امریکا کې غبرګونونه وپاروي، په ځانګړې توګه د مخالفانو په منځ کې یې. د لیکوال په وینا دا به د بایډن د بهرنۍ پالېسۍ تر ټولو لویه پرېکړه وي.

لیکوال د هغو درې انتخابونو یادونه کوي چې په باور یې د بایډن اداره باید ترې یو غوره کړي. لومړی دا چې د امریکا متحده ایالات له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي. په دې صورت کې به طالبان واک ته د رسېدو لپاره جګړې ته زور ورکړي.

د فارین پالېسي خپرونې په وینا په افغانستان کې د بایډن دوهم انتخاب دا کېدای شي چې امریکا د مې لومړۍ نېټه له پامه وغورځوي چې په دې صورت کې به د لیکوال په وینا طالبان امریکا د قطر له هوکړې په سرغړاوي تورنه کړي.

درېیم انتخاب چې د خپرونې په وینا د بایډن اداره‌یې خپلولی شي دا دي چې امریکا او طالبان بیا هم خبرې وکړي څو په پایله کې یې د افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو نېټه تمدید شي.

  • واشنګټن ټایمز

د واشنګټن ټایمز ورځپاڼې لیکلي، په افغانستان کې ناټو او امریکا له ۲۰ کاله تېرولو او میلیاردونو ډالرو لګښت وروسته اوس هم له پخواني وضعیت سره مخ دي، له افغانستان څخه د سرتېرو د ایستلو یا نه‌ایستلو له پوښتنې سره.

د ورځپاڼې په وینا پخوانی ولسمشر ډونالد ټرمپ او اوسنی ولسمشر جو بایډن دواړه په ورته وضعیت کې دي، خو څارونکي وايي د دواړو لیدلوري له یو بل سره توپیر لري ځکه د ورځپاڼې په وینا ټرمپ د پوځي چارواکو سره په مشوره له افغانستان څخه د سرتېرو په بشپړه وتلو تمرکز کاوه او بایډن بیا له طالبانو سره د امریکا د تېر کال پر توافق بیاکتنه کوي او تر اوسه‌یې پرېکړه څرګنده نه‌ده.

  • ډیپلومات

د ډیپلومات خپرونې لیکلي، سربېره پر دې چې دوحه کې د سولې بین‌الافغاني خبرې بېرته پیل شوي، په دې هېواد کې وژنو او نا امنیو هم زور اخیستی.

په ډیپلومات کې په دې اړه د خپرې شوې لیکنې لیکوال وايي، له څو اوونۍ ځنډ وروسته، د افغان دولت او طالبانو د مرکچیانو ترمنځ د سولې خبرې د دوحې په یو مجلل هوټل کې پیل شوې، خو په دې اوونیو کې افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

وړاندې ویل شوي، د ډیپلوماتیکو هڅو سربېره افغانستان کې جګړه دوام لري چې د خلکو ژوند اخلي.

د امریکا متحده ایالاتو د طالبانو سره په هوکړه کې غوښتي چې د نورو شرایطو ترڅنګ په افغانستان کې تاوتریخوالی راکم کړي، خو د ډیپلومات په وینا طالبانو تر اوسه د اورکم یا اوربند غوښتنو ته مثبت ځواب نه‌دی ویلی.

د هغه راپور په وینا چې تېره اوونۍ ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ولسي مرګ‌ژوبلې په اړه خپور کړ د ۲۰۲۰ م کال په اوږدو کې افغانستان کې تر درې زرو کسانو زیات وژل شوي دي.

طالبان او نورې وسله‌والې ډلې په سلو کې د ۶۲ دې تلفاتو مسؤل بلل شوي، خو طالبانو د ملګرو ملتونو دا راپور یو اړخیز بللی او رد کړی یې دی.

XS
SM
MD
LG