ارګ ماڼۍ د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره د طالب پلاوي د لیدنې په غبرګون وايي، طالبان یوازې د خپلې "کوچنۍ ډلې" استازیتوب کوي د افغانانو او افغانستان د استازیتوب صلاحیت او اعتبار نه لري.
د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال ازادي راډیو ته وویل: "طالبان د خپلې کوچنۍ ډلې استازيتوب کوي. د طالبانو ډله په هېڅ ځای او هېڅ عنوان د افغانستان يا افغانانو استازيتوب نه شي کولی؛ د دې کار لپاره نه قانوني صلاحيت لري، نه سياسي اعتبار او نه هم اخلاقي مقام."
طالبان د خپلې کوچنۍ ډلې استازيتوب کوي. د طالبانو ډله په هېڅ ځای او هېڅ عنوان د افغانستان يا افغانانو استازيتوب نشي کولی؛ د دې کار لپاره نه قانوني صلاحيت لري، نه سياسي اعتبار او نه هم اخلاقي مقام. https://t.co/wVTTZ3x8RW
— Dawa khan Menapal (@menapal1) January 31, 2021
د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملاعبدالغني برادر نن له غرمې مخکې په تهران کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره لیدلي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې جواد ظریف د طالبانو له پلاوي سره په خبرو کې په افغانستان کې د پراخ بنسټه اسلامي دولت له جوړښته ملاتړ کړی دی.
1/2 Today, a meeting took place between the political deputy and head of the political office of the IEA, Mullah Abdul Ghani Baradar and the accompanying delegation, and the foreign minister of the Islamic Republic of Iran, Mohammad Javad Zarif. During the meeting, pic.twitter.com/Xq60aFesuj
— Dr.M.Naeem (@IeaOffice) January 31, 2021
ظریف همدا راز ویلي چې ایران چمتو دی د طالبانو او دولت او نورو ډلو د خبرو اسانچاري وکړي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم رسنیو ته ویلي، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو اړوند موضوع ګانو، بین الافغاني مذاکرو، د دوحې د تړون د عملي کېدو او افغانستان او سیمې ته د ده په خبره د امن او سولې په ضرورت بحثونه وشول.