"افغانستان کې تېرکال '۲۰۲۰' تر وړم کاله '۲۰۱۹' اداري فساد کم شوی"

د روڼتیا نړیوال سازمان

د روڼتیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۰ میلادي کال په اړه خپل کلني راپور کې ویلي چې افغانستان د نړۍ د هغو ۱۸۰ هېوادونو په کتار ۱۶۵م هېواد دی چې لا هم په کې پراخ اداري فساد شته.

‎د دغه سازمان راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې چې په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس خپور شوی، ‌‌‌‌‌‌ډېر اداري فساد هم د همدغه ویروس د خپرېدو د مخنیوي او د کوې‌‌‌‌‌‌ډ-۱۹ ناروغانو لپاره د روغتیایي خدماتو په تدارکاتي برخو کې شوی دی.‎

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري، ډېر اداري فساد هم د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي برخه کې شوی.

په افغانستان کې د روڼتیا سازمان د پروګرامونو عمومي مسوول سلیمان اسدالله د پنجشنبې (د سلواغې ۹مه) په ورځ ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل، که څه هم د تېرو دوو کلونو پرتله افغانستان کې د فساد کچه راکمه شوې، خو دولت باید دې برخه کې خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.

ښاغلي اسدالله زیاته کړه: "د ۲۰۱۹ میلادي کال پرتله له فساد سره د مبارزې برخه کې ۲۰۲۰ میلادي کال یو څه بهتر و او دا ښایي راتلونکو نورو کلونو کې هم ښه شي، له فساد سره د مبارزې برخه کې دولت جدیت ته اړتیا لري او په یاده مبارزه کې د اداري تشکیل او ګمارنو څخه نیولې له فساد سره تر مبارزې پورې هره اداره باید خپل ګامونه له سلیقوي او سیاسي چلنده پاکه کړي، څو افغانستان له دغه ناورینه راووځي."

‎د رونټیا نړیوال سازمان خپل راپور د ولسي وګړو، سوداګرو او کارپوهانو د معلوماتو او مرکو پر بنسټ برابر کړی چې پر عامه خدماتو يې نیوکې کړي او د فساد راپورونه یې ورسره شریک کړي دي.

په دې اړه نور: "افغانستان فساد سره د مبارزې په برخه کې ۱۹ امتیازه ترلاسه کړي"

‎د دغه سازمان د راپور پر بنسټ ۲۰۱۹ میلادي کال کې افغانستان کې د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو له ‌‌‌‌‌‌ډلې ۱۷۳ م هېواد و چې اداري فساد په کې شته.

‎د دې راپور پر اساس چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې په افغانستان کې د فساد کچه ټیټه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۰ میلادي کال جنیوا ناسته کې له افغانستان سره د ټولو مرستندویه هېوادونه مرستې پر روڼتیا او له فساد سره مبارزې باندې مشروطې وشوې.

په دې اړه نور: د جنیوا غونډه؛ افغانستان سره تراوسه د ۶ میلیاردو ډالرو مرستو ژمنې وشوې

‎ازادي راډیو هڅه وکړه، څو د روڼتیا نړیوال سازمان د دغه راپور په اړه د افغان حکومت نظر هم ولري، خو د ډېرو هڅو سره-سره د جمهوري ریاست مرستیال دواړو ویاندویانو په دې اړه خبرو ته حاضر نه شول.

‎د روڼتیا نړیوال سازمان د دغه تازه راپور له مخې، ‌‌‌‌‌‌ډنمارک، نیوزیلانډ، فلنډ، سینګاپور، سو‌ې‌ډن، سویزرلنډ، هالنډ، جرمني او لوګزانبورګ له فساده پاک هېوادونه ښودل شوي دي.

‎خو سومالیا، سوریه، یمن، وینزویلا، کانګو، لیبیا، شمالي کوریا، هایتي، ترکمنستان، استوايي ګينه‌ او برمودا په ترتیب هغه هېوادونه دي چې پراخ فساد په کې شته.

‎دغه شان سویلي سوډان د فساد لرونکو هېوادونو لومړی ځای خپل کړی دی.

‎دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې د بېلابېلو دولتي او غیر دولتي بنسټونو له لوري د پراخ ارادي فساد راپورونه ورکړل شوي او ځيني اقدامات شوي دي.

‎څه موده وړاندې د افغانستان د جمهوري ریاست د بازرس ادارې په کرونا فنډ کې د پراخه فساد راپورونه ورکړل او له دې امله ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان یو شمېر روغتیايي چارواکي لویې څارنوالۍ ته هم ور وپېژندل.

‎بل خوا د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ مشر سید اکرام افضلي وایي چې لا هم افغانستان کې د پراخ فساد له امله ټولنه له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان ده.

ښاغلی افضلي زیاتوي: "د حکومت له چارو څار او زموږ څېړنې دا ښیي چې فساد لا هم یوه ستره ستونزه ده چې په خپله حکومت یې هم له ګڼو ستونزو سره مخ کړی لکه خدماتو ته نه لاسرسی، د قانون نه حاکمېدل، چې له دې وجې بې وزلي او نا امني د زیاتېدو په حال کې ده."‎

د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ مشر سید اکرام افضلي

ښاغلی افضلي وایي، افغان حکومت باید د عدلي او قضایي ارګانونو د خپلواکۍ برخه کې جدي اقدامات وکړي، څو د فساد پر وړاندې مبارزه پیاوړې وي.

‎دا په داسې حال کې ده چې تازه ولسمشر محمد اشرف غني په افغانستان د یونېسف د پولیو د برخې مشر محمد محمدي د اخراجېدو حکم ورکړ.

په دې اړه نور: ارګ کې "لفظي مشاجره"؛ اشرف غني له افغانستانه د "یونېسف" یو چارواکی اخراج کړ

‎د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خانه مینه پال په خپل ټیوټر لیکلي و، محمد محمدي چې د یونېسف د پولیو مسوول و، په چارو کې د نه شفافیت او د افغانستان ولسمشر ته د بې اعتنایئ په دلیل د ولسمشر د حکم پر اساس په ۲۴ ساعتونو کې له افغانستانه اخراج شو.