د اروپایي ټولنې نږدې ټولو هېوادونو کې د کرونا ضد واکسیناسیون پیلېږي

د فایزر بیو اېن تیک د کرونا ویروس ضد واکسین

نن د اروپایي ټولنې په نږدې ټولو هېوادونو کې د کرونا پر ضد د واکسیناسیون پراخ بهیر پیلېږي.

یو شمېر اروپایي هېوادونو له هغې ډلې اتریش، هنګري، چک جمهوریت، اسپانیې، ډنمارک، فنلند، ناروې او سویډڼ پرون (د ډسمبر په ۲۶مه) اعلان وکړ چې د کرونا ضد واکسین لومړني دوزونه ور رسېدلي دي.

دا د فایزر او بیو اېن تیک کمپنیو له‌خوا جوړ شوی واکسین دی چې د پولیسو او یا هم پوځ تر څارنې لاندې دغو هېوادونو ته رسېدلی دی.

د اروپایي کمېسیون مشرې اورزولا فن دیرلاین پرون په یوې وېډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې وویل: "موږ د یوه ستونزمن کال د پاڼې اړولو په حال کې یو، سر له سبا په ټوله اروپا کې د 'کووېډ-۱۹' پر ضد واکسین پیلېږي. دا واکسین په یوه وخت د اروپايي ټولنې ټولو هېوادونو ته په واک کې ورکړل شوی، خلک به په اتن، روم، هلسنکي، صوفيه او هر ځای کې واکسین شي."

اورزولا فن دیرلاین

د میرمن فن دیرلاین په خبره، د دغه واکسین تطبیق به ګام په ګام عادي ژوند ته په بېرته ګرځېدو کې مرسته وکړي.

د ایرلند چارواکو بیا ویلي، د کرونا ضد واکسین نورې محمولې به د راتلونکې جنوري میاشتې په لومړیو کې دغه هېواد ته ورسېږي.

په اروپا کې د دغه واکسین د تطبیق هڅې داسې مهال پیل شوي چې په اکثرو هېوادونو کې د کرونا ویروس د بدلون موندلې بڼې مخنیوي ته تدابیر جدي شوي دي.

د ویروس دا بدلون موندلې بڼه چې تر اصلي هغه ژر د لېږد وړ ده، د لومړي ځل لپاره بریتانیا کې ثبت شوه.

جاپان کې وروسته تر دې چې د دغه ډول ویروس مثبته پيښه ثبت شوه، له بریتانیا او له بهره په ورتلونکو نورو اتباعو لنډمهالي محدودیتونه لګول شوي دي.

فیلیپین هم له بریتانیا سره پر الوتنو لګول شوی بندیز غځولی دی.

سویډن کې هم پرون شنبه د ویروس د بدلون موندلې بڼې مثبته پېښه ثبت شوه او دغه هېواد هغو کسانو ته چې له بریتانیا ورځي سپارښتنه کړې چې ځان قرنطین کړي.

سویډن د لنډ وخت لپاره له بریتانیا ورتلونکي پروازونه هم منعه کړي دي.

د فرانسې په یوه روغتون کې په کرونا ویروس د اخته ناروغ درملنه

فرانسه چې د همدې اوونۍ په پيل کې د ویروس د نوې بڼې مثبته پېښه په‌کې ولیدل شوه، له ټولو هغو کسانو د کرونا منفي معاینه غواړي چې له بریتانیا ورځي.

د واکسین د تطبیق له هڅو سره سره چارواکي له خلکو غواړي چې د ماسک تړلو، لاس وینځلو او فزیکي واټن چارو ته دوام ورکړي.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، تر اوسه شاوخوا ۸۰ ملیونه کسان په ټوله نړۍ کې په کرونا اخته شوي او له دې ډلې شاوخوا یو ملیون او اووه لکه کسان مړه شوي دي.