د عراق بصره کې د ۳۰ نابینا مېرمنو لپاره د زده کړو زمینه برابره شوې

دا درېیم ځل دی چې دغې ادارې په بصره کې نابینا کسانو ته د زده کړو دا ډول زمینه برابره کړې ده.

د عراق په جنوبي ښار بصره کې یوې ادارې د نابینا ښځو او ماشومانو لپاره د زده کړو زمینه برابره کړې ده.

دې ادارې نابینا ښځې او کوچنیانو په یوه مرکز کې راټول کړي او د حرفوي زده کړو تر څنګ لیک او لوست هم ور زده کوي.

د بصرې ښار په دې مرکز کې دېرش نابینا ښځې زده کړې کوي. نبعه له دغو ښځو یوه ده.

نوموړې وايي: "تاسې دلته ډېر نابینا خلک لیدلای شئ. زه یوازينۍ ښځه نه یم چې دلته زده کړې کوم. داسې موارد شته چې دلته یې د کمپیوټر او کالو ګنډلو په برخه کې د لوړې کچې زده کړې کړي، دلته شاعران هم راځي چې ښه لوستي دي. هدف مې دا دی چې دلته ډېر عالم کسان هم راځي. له همدې کبله موږ غواړو چې هڅې زیاتې کړو او له دوی څخه الهام واخلو."

د حبیب مطهر الاسد روزنتون په نوم یوې ادارې د نابینا ماشومانو او ښځو لپاره دا پروګرام جوړ کړی دی.

یوه نابینا عراقۍ مېرمن په زدکړو بوخته ده

دا درېیم ځل دی چې دغې ادارې په بصره کې نابینا کسانو ته د زده کړو دا ډول زمینه برابره کړې ده.

د عراق تر څنګ دا ډول کورسونه له ۲۰۱۹ راهیسې په ایران او له ۲۰۰۴ میلادي کال راهیسي په کویټ کې هم جوړ شوي دي.

د حبیب مطهر الاسد روزنتون رئیس حسن حاجي په دې اړه وايي: "موږ نابینا کسانو ته ورکړل شوي ټول پروګرامونه له ښوونکو او څارونکو سره یو ځای څارو. په دې کار سره موږ غواړو پوه شو چې دې پروګرام له دوی سره څومره مرسته کړې ده؟"

په دې اداره کې بینا او نابینا کسان د ښوونکو په توګه استخدامیږي او دوی کله نا کله خپل نابینا زده کوونکي حتی بازار ته هم بیايي چې هغوی د بصره ښار له بازارونو سره بلد شي.