عبدالله: د سولې د راتلونکو خبرو ځای به د دواړو لورو په هوکړه ټاکل کېږي

د افغانستان د ملي مصالحي د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله

د افغانستان د ملي مصالحي د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي، د افغان حکومت او طالبانو د خبرو دویم پړاو به له دمې وروسته په خپلې ټاکلې نېټه پیل شي.

نوموړي دا څرګندونې د چهارشنبې (د لېندۍ۲۶مه) په ورځ په کابل کې د سولې ملي سکرټریت پرانېست غونډه کې وکړې او ویې ویل، د سولې راتلونکو خبرو ځای به د دواړو لورو په هوکړه ټاکل کېږي.

ښاغلي عبدالله عبدالله زیاته کړه، ښه به دا وي چې دا خبرې دننه په افغانستان کې وشي:" لومړنۍ مرحله ترسره شوه، انشالله تمه دا ده چې په ټاکلې موده دا خبرې بېرته پیل شي، خو د خبرو ځای ټاکل به د دواړو لورو هوکړې پورې تړلې وي، خو غوره دا بولو چې دا خبرې افغانستان کې وشي، خو د خبرو ځای باید د دې بهیر د مخنیوي لامل نه شي. "

د سولې ملي سکرټریت به د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې فعالیت وکړي چې غړي به یې تر ډېره د مدني ټولنې وي.

ښاغلي عبدالله په دې اړه په جوړه شوې ناسته کې وویل چې له افغان مرکچي پلاوي سره چې کابل ته راستون شوی، نن یوه ناسته هم ولري.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب غوښتنه کړې وه چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو دویم پړاو دې په افغانستان کې وشي.

نوموړي دا هم ویلي و چې طالبان چې د افغانستان په هرځای کې خبرې غوره بولي، دوی به ورته اسانتیاوې برابرې کړي.

ترښاغلي محب وروسته ولسمشر غني هم د کابینې غونډه کې ویلي چې خبرې دې په افغانستان کې پیل شي، خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډیو ته وویل، له دې وړاندیز موخه، د مذاکراتو تخریبول دي.

ښاغلي محمد نعیم ازادي راډیو ته په رالېږلې پیغام کې لیکلي:"داسې مهال چې د مذاکراتو لپاره ځای ټاکل شوی او دواړو لوریو هوکړه کړې، په داسې یوه وخت کې د دې ډول موضوع مطرح کول، بل څه ښيي. "

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې تېره شنبه په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوو په خبرو کې د جنورۍ تر ۵مې د دمې اعلان وکړ.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم

دا خبرې چې له نېږدې درې میاشتو روانې وې یوازې د سولې د خبرو په کړنلاره هوکړه شوې او د اجنډا په اړه تازه دواړو خواوو یو یل ته خپلې غوښتنې سپارلي دي چې د افغان دولت له خوا طالبانو ته په سپارل شوي نوملړ کې ۲۱ او طالبانو له بیا افغان دولت ته ۴۲ موارد شامل دي.

افغان حکومت په وار- وار ویلي چې اوربند به د سولې د خبرو په اجنډا کې د دوی لومړیتوب وي.

په قطر کې د سولې تر لومړي پړاو خبرو وروسته افغان مرکچي پلاوی تېره شپه کابل ته راغلی او طالب پلاوی د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی دی، څو د خبرو د اجنډا په اړه مشورې وکړي.

بل خو په قطر کې د طالبانو دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم په خپل ټویټرپاڼه کې لیکلي چې د دې ډلې مرستیال مشر ملا برادر اخوند هم پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی دی.

د ښاغلي نعیم په خبره، ملا برادر او ورسره پلاوی به یې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان او د بهرنیو چارو له وزیر سره په ګڼو موضوعاتو خبرې کوي.