د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۳

واشنګټن پوسټ: افغانستان کې هدفي وژنې د امریکا-طالبانو له موافقې وروسته زیاتې شوي


ارشیف، یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
ارشیف، یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله نوې ګڼه کې په یو ترورېستي برید کې د کابل د مرستیال والي د وژنې په اړه یو مطلب خپور کړی.

محبوب‌الله محبي پرون سې شنبه په کابل کې د یوه مقناطیسي بم د چاودنې په پېښه کې ووژل شو. ورځپاڼه لیکي، محبي تر ټولو جګپوړی افغان چارواکی دی چې په دې ډول حملو کې وژل کېږي.

واشنګټن پوست لیکي، محبي داسې مهال وژل شوی چې په افغانستان کې د هدفي وژنو لړۍ په زیاتېدو ده.

په مطلب کې راغلي، ډېری دا وژنې داسې کېږي چې برید کوونکي د چارواکو پر موټرو کوچني بمونه نښلوي او بیا یې الوزوي.

ورځپاڼه په یوه ورته برید کې د غور د ولایتي شورا د مرستیال مشر او په کابل کې د پولیسو د یوه افسر د وژل کېدو د پېښو یادونه هم کوي او لیکي چې په افغانستان کې هدفي وژنې، په فبروري میاشت کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې له لاسلیک وروسته په منظم ډول زیاتې شوې دي.

ورځپاڼه زیاتوي، سره له دې چې له ډېرې مودې راهیسې د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ په قطر کې د سولې خبرې روانې دي، خو دا حملې دوام لري.

د پرونیو وژنو مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې نه‌دی منلی.

واشنګټن پوسټ لیکي تقریباً د وروستیو ټولو وژنو پړه چا نه‌ده منلې، خو دې حملو د هېواد په ټولو ښاري سیمو کې وېره خوره کړې او د وګړو د ژوند د خوندیتوب په برخه کې یې پر افغان حکومت د خلکو باور زیانمن کړی دی.

  • وال سټریټ ژورنال

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په یوه مطلب کې د افغانستان د سولې د خبرو په اړه یو معلوماتي راپور خپور کړی او د دې خبرو پر تاریخ‌یې رڼا اچولې.

ورځپاڼه لیکي، د سپټمبر په ۱۲مه په قطر کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو هدف نه‌یوازې په افغانستان کې د جګړې ختمول دي، بلکې داسې یوه هېواد ته چې د ۴۰ کلنې جګړې او وینو بهولو له کبله ځورېږي د سولې راوستل دي.

وال سټریټ ژورنال په تېره فبروري میاشت کې په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقې او د دې موافقې شرایطو ته هم اشاره کوي چې له مخې یې امریکايي ځواکونه په ۱۴ میاشتو کې او په تدریجي ډول له افعانستانه وځي او په بدل کې یې طالبان باید تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې د القاعده شبکې او نورو ترورېستي ډلو د فعالیت مخه ونیسي.

ورځپاڼه د مطلب په دوام د افغانستان او امریکا لپاره د دې خبرو اهمیت ته هم کتنه کړې او په یوه مورد کې لیکي چې د امریکا لپاره تر ټولو لوی چلېنج دا دی چې افغانستان او عراق د ترورېستي حملو په مرکزونو بدل نه‌شي.

ورځپاڼه د سولې د خبرو د ناکامۍ په صورت کې احتمالي عواقبو ته هم کتنه کړې ده او لیکي، جګړه د طالبانو د نفوذ اصلي وسیله ده او د سولې د خبرو د ناکامۍ په صورت کې به نورې وینې وبهېږي.

وال ستريټ ژورنال همداراز لیکي چې د دې خبرو ناکامي به له افغانستانه د پوځي ځواکونو د ایستلو په برخه کې د امریکا هڅې هم ستونزمنې کړي.

XS
SM
MD
LG