ته ینج: د رضا کارانو د ملاتړ په موخه قانوني طرحه جوړېږي

بشیر احمد ته ینج

د کار او ټولنیزو چارو وزیر بشیر احمد ته ینج وايي، له فساد سره د مبارزې په برخه کې له رضا کارانو د ملاتړ په موخه یوه قانوني طرحه چمتو کوي.

د ډسمبر د پنځمې د رضا کارانو د نړیوالې ورځې له رارسېدو سره هممهاله د افغانستان د کار او ټولنیزو چار وزیر، فساد سره د رضا کارانو د مبارزې د ملاتړ په برخه کې د یوې قانوني طرحې د چمتو کولو خبره کوي.

بشیر احمد ته ینج د شنبې په ورځ له فساد سره د مبارزې په برخه کې د رضا کارانو په ستاینغونډه کې چې د رونټیا د څار بنسټ له خوا جوړه شوې وه وویل، رضا کاران په دې برخه کې قانوني ملاتړ ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه: "نړۍ یو ځل بیا په افغانستان باور وکړ او د راتلونکو څلورو کلونو لپاره یې له افغانستان سره له لس میلیارده ډالرو زیاته مرسته وکړه، ستاسو رضاکارانو مسوولیت دروند دی، تاسې باید له هر ډالره څار وکړئ، زه تاسې ته ډاډه درکوم، چې له رضاکارانو د ملاتړ لپاره په یوې مقررې کار کوم."

ښاغلي ته ینج زیاته کړه، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت به یوه قانوني لایحه چمتو کړي، د نوموړي به خبره دغه لایحه به په مقررې بدله شي، چې د کابینې له تصویب وروسته به د ولسمشر په لاسلیک سره د اجرا وړ وي.

د کار او ټولنیزو چارو وزیر له فساد سره د مبارزې په برخه کې د خلکو په همغږي ټینګار کوي، د نوموړي په خبره یو څه چې په دې برخه کې د اهمیت وړ دي، هغه د رضاکارانو اقدام دی.

د افغانستان د رونټیا د څار بنسټ مشر اکرام افضلي وايي، یاد سازمان په تېرو پنځلسو کلونو کې شاه خوا پنځه زره رضاکارانو ته د زده کړو، روغتیا او ساختماني پروژو او محاکمو په برخه کې د کار زمینه برابره کړې وه، چې په خبره یې کارونه یې اغيزناک وه.

سید اکرام افضلي

افضلي وویل: "له رضا کارانو پرته له فساد سره مبارزه ناممکنه ده، په ټولو برخو کې د فساد ستونزه ډېره پراخه ده، نو اړتیا ده، چې په ټولو برخو کې رضاکاران راشي او څار وکړي، موږ په تېرو پنځلسو کلونو کې د پنځو زرو رضاکارانو لپاره زمینه مساعده کړې وه، چې راشئ د حکومت له کارونو څار وکړئ او د فساد مخه ونیسئ."

افغانستان د نړۍ له فاسدو هيوادونو دی.

د رونټیا د څار نړیوال بنسټ په دې وروستیو کې په۲۰۲۰ میلادي کال خپله له فساد سره د مبارزې جایزه اطلاعات روز ورځپاڼې او ذکي دریابي ته ورکړه.

دغې ورځپاڼې له ۱۳۹۳ هجري لمریز کاله را په دې خوا له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د دولتي ادارو په اړه له څلوېښتو زیات راپورنه چمتو او خپاره کړي دي.