د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۰

ښکیلې خواوې دې د سرې میاشتې کارکوونکې نه په نښه کوي


د سره صلیب د نړېوال کمېټې د جوړېدو یوسل او پنځوسمه کلیزه په کابل کې ولمانځل شوه.

په هغه غونډه کې چې له همدې امله د چهارشنبې په ورځ جوړ شوی وه، د دې کمیټې مسوولینو په جګړه کې له ټولو ښکېلو غاړو وغوښتل، چې د سرې میاشتې او سره صلیب کارکوونکې او رضا کاران په نښه نه کړي.

د دې کمېټې د چارواکو په وینا په تېرو لسو کلونو کې یې دافغانستان په بېلابیلو ولایتونو کې ۱۷ کارکوونکې او رضا کاران د وظیفې پرمهال وژل شوی دي.

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د جګړې له ښکېلو غاړو وغوښتل چې د یادې کمېټې له فعالیتونو نه ملاتړ وکړي.

د سره صلیب د نړېوالې کمېټې رییس په هغه غونډه کې چې د دې کمېټې د یوسل او پنځوسمې کلیزې په مناسبت په کابل کې جوړه شوې وه وویل یاده کمېټه خیره او بې پرې ده او کارکوونکې یې هېڅکه هم باید د کومې ډلې له خوا ونه ګواښل شي، د دې کمېټې رییس ګرادو پونتر اندولفي وویل:

(د جګړې په وخت کې په ټوله نړۍ کې د بشر اساسي حقونو ته احترام نه کېږي او هره ورځ له ستونزو سره مخ کېږي.

په جګړه کې بشري حقونو ته نه پاملرنه خلک په ځانګړې توګه ملیکان زیانمنوي او ورسره په خواکې د سرې میاشتې او سره صلیب کمېټې کارکوونکې او رضا کارانوته هم زیان رسیږي.

یاد کارکوونکې له دې پرته چې د پېښو له قربانیانو سره بې توپیره مرسته وکړي بل کار نه لري،خو له بده مرغه موږ هره ورځ وینو چې دملکېانو ترڅنګ دسره صلیب د کمیټې کارکوونکې هم وژل کېږي. )

د سره صلیب کمېټې مسوولینو وویل، افغانستان اوس مهال یو جنګي هېواد دی او زیاتو بشري مرستو ته اړتیا لري.

دوی همدارنګه د سره صلیب د کمیټې له کارکوونکو وغوښتل چې د مرستو رسولو په وخت کې بې طرفي، خپلواکې او بشر دوستي په پام کې وساتي.

د افغانۍ سرې میاشتې د ټولنې جنرال سکرتر محمد نعیم دیندار ازادۍ راډیو ته وویل چې افغاني سره میاشت په ټولو ولایتونو کې یو ډول فعالیت لري:

(په تېرو لسو کلونو کې موږ نږدې ۱۷ کارکوونکې له لاسه ورکړي دي .

په یو شي چې موږ فکر کړي او په ریښتیا هم لویه ستونزه ده،هغه دغیر مسوولو وسله والو ډلو شتون دی دغه خلک له چا سره اړیکې نه لري یواځې کولای شي پېښې رامنځ ته اوستونزې جوړې کړي.)

هغه زیاته کړه، افغاني سره میاشت د پېښو له قربانیانو سره په خواکې دطبیعي پېښوله زیانمنو شویو سره هم دلومړنیو خوراکې موادو،دڅښاک د پاکواوبو او د طبي وسایلو او درملو مرسته کوي.

د سره صلیب نړیواله کمېټه له نن څخه ۱۵۰ کاله وړاندې یعنې په ۱۸۶۳ کال کې په جینوا کې دهانري دونانت له خوا رامنځ ته شوه او اوس مهال یاده کمېټه په ۱۸۷ هېوادونو کې فعالیت لري.

محمد ابراهیم صافی
XS
SM
MD
LG