د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

روغتیا وزارت غواړي د روغتیايي رضا کارانو شمیر زیات کړي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په پام کې لرې چې د روغتیايي رضا کارانو شمیر زیات کړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي چې په هېواد کې د روغتیايي رضا کارانو د شمیر په زیاتیدو سره به د مور او ماشوم د مړینې په کچه کې کموالی راشي.

د دې وزارت سرپرست احمد جان نعیم د یکشنبې په ورځ د رضا کارانو د نړیوالې ورځې په مناسبت غونډه کې وویل چې لرو پرتو سیمو ته روغتیايي خدمات تر ډيره د همدغو رضا کارانو په مرسته رسوي.

نوموړي وویل چې اوس مهال له ۲۸ زرو څخه ډير روغتیايي رضا کاران کار کوي چې پنځوس فیصده يې ښځې دي:

"له دې جهت نه د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تصمیم لري چې خلکو ته د روغتیايي خدماتو د رسولو دا روش نور هم پیاوړی کړی؛ ترڅو د میندو او ماشومانو مړینه کمه شي."

د ښاغلي نعیم په وینا، روغتیايي رضا کاران په صحي تعلیماتو؛ له زیږون مخکې روغتیايي خدماتو؛ د زېږون ترمنځ واټن، واکسین ته د میندو او ماشومانو هڅول او د لومړنیو روغتیايي خدماتو په رسولو کې مرسته کوي.

دا رضا کاران ځانګړې معاش نه لري؛ خو کومو ولایتونو او ولسوالیو ته چې ځي؛ د عامې روغتیا وزارت له خوا امتیازات او دارو - درمل ورکول کیږي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس روغتیايي رضا کاران تر ډیره د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې فعالیت کوي.

په عین حال کې یونسف یا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق استازي هم په دې ناسته کې د رضا کارانو په زده کړې او زیاتیدو ټينګار وکړ.

د عامې روغتیا وزارت په داسې حال کې د روغتیايي رضا کارانو د شمیر د زیاتدو په اړه خبر ورکوي چې یو شمېر روغتیایي رضا کاران د خپل کار پرمهال له کمو امکاناتو شکایت کوي.

دوو رضا کارو میرمنو ازادي راډيو ته وویل چې په لرو پرتو سیمو کې په کمو امکاناتو کار کوي.

"۱- موږ له ګڼو ستونزو سره مخ یو؛ یو خو ډير کم امکانات لرو، بل هم امنیتي ستونزې دي او زموږ غوښتنه له عامې روغتیا وزارت څخه دا ده چې رضا کاران باید مادې او معنوي تشویق شي.

۲ -هیله منه یم چې موږ سره مرسته وشي؛ درمل دې په وخت ورسیږي او زموږ ستونزو ته پام وشي."

سره له دې چې په تیرو ۱۳ کلونو کې د نړیوالې ټولنې له خوا په ملیونونو ډالرو مرسته شوې؛ خو په لرو پرتو سیمو کې ډيری خلک حتی لومړنیو روغتیايي اسانتیاو ته هم لاسرسی نه لري.

د روغتیا په برخه کې یوه لویه ستونزه دا ده چې په لرو پرتو سیمو کې ښځینه ډاکترانې او کارکونکي کم دي چې دې ستونزې هم پر روغتیايي خدمتونو ناوړه اغیزه کړې.

خو افغان چارواکو تل ويلي چې په تیرو دولسو کلونو کې د روغتیا په برخه کې یې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې او د موجودو ستونزو هواري ته یې هڅې دوام لري.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG