د جنایي جرمونو ورځ تر بلې زیاتېدا د کابل اوسېدونکو ژوند تریخ کړی

ارشیف، کابل

د کابل اوسېدونکي وایي، د جنایي جرمونو ورځ تر بلې زیاتېدا یې ژوند تریخ کړی دی.

تازه یو ځل بیا پر خبریالانو سربېره ګڼو ځوانانو په ټولنیزو رسنیو (فېس‌بوک او ټویټر) کې د (کابل امن نه‌دی) کمپاین او هشټګ شروع کړی او خلک له مسؤلینو غواړي چې خوندیتوب ته‌یې لارې چارې ولټوي.

ځینو په طنزي ډول لیکلي چې کابل کې یوازې د ارګ دننه ځای امن دی او بهر یې حتی دېوالونو ته نږدې خلک خوندي نه‌دي.

کفایت قادري تازه کابل کې له وسله‌والو غلو سره مخ شوی، خو وایي بخت ورسره یارې کړې چې ژوندی ترې وتلی دی.

ښاغلی قادري وايي: "زما کور کمپنۍ سیمه کې دی، اته نیمې بجې د شپې له موټره ښکته او کور خوا ته روان وم، درې نفره راته ودرېدل چې دوه‌یې مسلح او یو یې بې‌وسلې و، یو پر سر راته تفنګچه ونیوله، بل راته مخامخ ودرېد، مبایل، څلور زره افغانۍ او مهم اسناد یې راڅخه واخیستل."

ارشیف، د پولیسو موټر چې په مقناطیسي ماین له‌منځه وړل شوی دی.

ذبیح‌الله بیا دوه ځله کابل کې له غلو سره مخ شوی.

دی وايي: "یو ځل په ټکسي کې دفتر خوا ته روان وم، غله راسره مخ شول او ټول شیان‌یې رانه واخیستل، بل ځل له دفتره کورته روان وم، د کور شاته په رسېدو غلو را باندې غږ وکړ چې ونه‌ښورې، دوی زما مبایل او پیسې واخیستې."

دوی وایي، د دې ډول پېښو عاملین لومړی نیول کېږي نه او که چېرې وهم نیول شي، جدي چلند ورسره نه‌کېږي.

د کابل پولیس بیا د خلکو اندېښنې په ځای بولي، خو وایي دوی د جنایي ډلو پر ضد کرار نه‌دي ناست.

د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز زیاتوي: "د امنیت په اړه د کابل د خلکو اندېښنه پولیسو ته د درک وړ او محسوسه ده، د کابل امنیتي ډله د وضعیت د بدلون لپاره شپه او ورځ هڅه کوي، تېرو ۷۲ ساعتونو کې د کابل ښار او ولسوالیو کې څه باندې ۲۰ تنه د جنایي پېښو په تړاو نیول شوي دي."

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز

پر غلا غدیو سربېره هدفي وژنې او د مقناطیسي ماینونو چاودنې کابل ښاریانو ته بل سرخوږی دی چې وروستیو کې یې پېښې ډېرې شوې دي.

د دغو پېښو قربانیان تر ډېره د دولت نظامي او ملکي کارکوونکي دي.

وروستیو کې ملي امنیت وویل چې د هدفي وژنو یوه ۱۵ کسیزه ډله‌یې نیولې چې طالبانو پورې تړلې، خو طالبانو وویل، نیول شوي کسان د دوی غړي نه‌دي.