تر نومبره افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر سم نیمایي کمېږي

په افغانستان کې یو شمېر امریکايي ځواکونه

امریکا وایي، د راتلونکې نومبر میاشتې تر پایه افغانستان کې خپل ځواکونه سم نیمایي کموي.

اوس ۸،۶۰۰ امریکایي سرتېري افغانستان کې دېره دي، خو د متحده ایالاتو د دفاع وزیر ویلي، دا شمېر به له پنځو زرو ښکته کچې ته راولي.

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو موضوع د سولې بهیر له بریا سره هم تړلې، هغه هدف چې دا مهال حکومت او طالبان تر پخوا زیات ورنږدې شوي دي.

له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو وتل، هغه بحث و چې تېره فبروري میاشت کې د امریکا او طالبانو د دوحې په هوکړه کې مطرح شو.

په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې لاسلیک غونډه

هغه مهال امریکا افغانستان کې شاوخوا ۱۲ زره سرتېري درلودل چې تېرو پنځو میاشتو کې له دې ډلې شاوخوا څلور زره ووتل او یوازې ۸،۶۰۰ پاته دي.

اوس د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر وایي، د نومبر میاشتې تر پایه، یعنې راتلونکو نږدې څلورو میاشتو پورې به افغانستان کې د دوی د ځواکونو شمېر له پنځو زرو کم شي.

اسپر د شنبې په ورځ له فاکس نیوز ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل، که افغانستان کې د سولې بهیر پرمختګ وکړي او له دغه هېواده امریکا ته د ګواښ احساس نه‌وي، دوی نور ځواکونه هم کموي.

ښاغلی اسپر زیاتوي: "موږ به د نومبر میاشتې تر پایه د خپلو ځواکونو شمېر له پنځو زرو کمې کچې ته ورسوو، موږ اړتیا لرو چې په دې اړه کانګرس ته هم معلومات ورکړو چې د هغوی نظر څه دی، لکه څنګه چې ما، د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو او نورو ویلي، زموږ وتل به مشروط وي، اوس زه دا وایم که چېرې امریکا ته دا ډاډ ورکول شي چې له افغانستانه ترهګر ورته ګواښ نه‌پېښوي، موږ د ځواکونو شمېر نور هم کمولای شو. په ورته وخت کې موږ د سولې افغان بهیر ګورو، دا بهیر مناسب نه‌دی، خو ورو ورو مخ ته روان دی، افغانستان کې د سولې لاره سخته او کنډه کپره ده، خو هره اوونۍ پرمختګ کوي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارک اسپر

په افغانستان کې د ناټو یو پخوانی سلاکار او پوځي څېړونکی امین‌الله حبیبي وایي، افغانانو لپاره د امریکایي ځواکونو د شمېر پر ځای د امریکا ژمنه مهمه ده.

نوموړی وایي، اوس پرېکړه دا ده چې امریکایي ځواکونه به وځي، خو په خبره‌یې د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو نه وروسته چې د نومبر میاشتې ته پلان شوي، ممکن د امریکا په اوسنۍ تګلاره کې بدلون راشي.

له نوموړي وپوښتل شول چې له افغانستانه د ځواکونو د وتلو په اړه د امریکا د دفاع وزیر خبرې څه معنی لري، هغه وویل: "دا په دې معنی نه‌ده چې امریکا به له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي، ځواکونه که پنځه زره وي یا کم او ډېر زما په نظر د افغانستان پر تحولاتو دومره اغېز نه‌لري، اصلاً اغېز چې لري هغه د افغانستان لپاره د امریکا تعهد دی، دا په دې معنی چې دوی پاته کېږي او دغه هېواد لپاره تعهد لري، څو میاشتې وروسته امریکا کې انتخابات دي، که ټرمپ کامیاب شي یا بایډن د افغانستان په اړه د امریکا سیاست کې بدلون راتللی شي."

افغانستان کې یو شمېر امریکايي سرتېري

یوه اوونۍ وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو خبره کړې وه او ویلي یې و چې دلته به د خپلو ځواکونو شمېر شاوخوا څلورو زرو ته راټیټوي.

ډونالد ټرمپ له دې وړاندې هم ویلي چې له افغانستانه‌یې د ځواکونو وتلو ته نېټه نه‌ده ټاکلې، خو د ده په خبره هر څومره ژر چې ممکن وي، دا کار کوي.