د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

ټرمپ: ډېر ژر به افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۴،۰۰۰ ته راکم شي


د امریکا پوځیان
د امریکا پوځیان

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ غواړي چې د نومبر له ولسمشرۍ ټاکنو وړاندې، په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر نږدې ۵ زرو ته راکم کړي.

ډونالد ټرمپ له اکسیوز خبري شبکې سره په خپله نوې مرکه کې ویلي، افغانستان کې د امریکایي عسکرو د شمېر په اړه بحثونه روان دي او ډېر ژر به هلته یوازې ۴،۰۰۰ امریکایي عسکر پاتې شي.‌

ولسمشر ټرمپ په دې مرکه کې خپله هغه پخوانۍ خبره هم تکرار کړې چې ویلي یې و، ۱۸ کاله کېږي چې امریکايي پوځیان افغانستان کې دي، خو ډېر ژر به بېرته وګرځي.

د امریکا د ولسمشر له قوله، "په لومړي‌ پړاو کې به هلته زموږ د عسکرو شمېر ۸ زرو ته راکمېږي.‌ بیا به ۴ زرته راټیټ شي. په دې اړه خبرې روانې دي."

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

له طالبانو سره د روان کال د فبرورۍ د ۲۹مې له هوکړې وروسته، امریکا په افغانستان کې د خپل عسکرو شمېر له ۱۴ زرو څخه ۸ زرو ته راکم کړی، خو د نیویارک ټایمز له قوله، د ولسمشر ټرمپ سلاکارانو تل له افغانستان د امریکايي عسکرو د وتو مسئله، د سولې د هوکړې په اړه د طالبانو په ژمنتیا پورې تړلې بللې.

د افغانستان حکومت په دې حساس پړاو کې چې تاوتریخوالی زیات شوی، د امریکايي عسکرو د کمېدو پر موضوع تازه غبرګون نه‌ښيي، خو له دې وړاندې یې ویلي، افغان ځواکونه همدا اوس د خپل ټول هېواد د امنیت مسؤلیت پر غاړه لري او کولای شي چې له خپلو خلکو او خاورې ساتنه وکړي.

پوځي کارپوهان هم په دې اند دي چې د بهرنیو عسکرو وتل، د افغانستان پر امنیتي وضعیت منفي اغېز نه‌شي کولای.

پخوانی پوځي باري عارض وايي، د جګړي رهبري افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه کوي او د تجهیز او تمویل په برخه کې د نړیوالو ژمنتیا پر خپل ځای ده، له همدې کبله د امریکايي عسکرو د کمېدو موضوع د تشویش خبره نه‌ده.

امریکايي سرتېری
امریکايي سرتېری

هغه وویل: "فکر نه‌کوم چې امریکا داسې ستراتېژي غوره کړې وي چې له افغانستان پښې سپکې کړي او چې دلته هر څه پېښ شي، هغه دې وشي. دوی هم نړیوال، سیمه‌ییز او هم د خپلو ملتونو پر وړاندې مسؤلیتونه لري. زما له انده نه‌یوازې دا چې د ۴ زره عسکرو کمول د تشویش خبره نه‌ده، بلکې په نېک فال‌یې باید ونیسو."

له افغانستان د بهرنیو عسکرو د وتو موضوع د طالبانو لپاره هم مهمه ده.

طالبان وايي، تر اوسه د هوکړې سره سم، امریکايي عسکرو د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې خپلې یو شمېر پوځي اډې تخلیه کړې دي، خو موده وړاندې په قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډیو ته وویل "که له افغانستان څخه د خارجي عسکرو وتل د هوکړې سره سم تکمیل نه‌شي، نو هغه وخت به دوی تصمیم ونیسي."

پخوانی طالب چارواکی او د افغانستان د ژغورنې لار شورا مشر سید اکبراغا هم وايي، د بهرنیو عسکرو وتل به د سولې بهیر له پیاوړتیا سره مرسته وکړي.

سید اکبر اغا
سید اکبر اغا

ده زیاته کړه: "د عسکرو وتل سولې ته زمینه برابروي او سوله په افغانستان کې د دوی په وتو سره راځي. که چېرې دوی دلته وي، که لږ هم وي، بیا د لږ او ډېر توپیر نه‌شته."

اوس‌مهال په افغانستان کې له ۸ زرو زیات امریکايي عسکر شته، هغه شمېر چې د امریکا حکومت‌یې تر راتلونکو درې میاشتو د نیمايي کېدو خبره کړې.

XS
SM
MD
LG