په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګژوبلې په اړه د یوناما وروستي راپور د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون او د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت اندېښنې راپارولې دي.
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون او د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت په دې هېواد کې د بېړني اوربند او د سولې خبرو د پیلېدو غوښتنه وکړه.
د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر د ملکي وګړو د مرګژوبلې په اړه د یوناما نوي راپور ته په اشارې، ازادي راډیو ته وویل چې دا ډول قربانۍ د منلو وړ نهدي.
په دې راپور کې افغانستان د نړۍ په سطح د ملکي وګړو لپاره تر ټولو ناامن هېواد بلل شوی دی.
اغلې اکبر د دوشنبې په ماښام «۱۳۹۹ کال د زمري ۰۶» ازادي راډیو ته وویل چې دوی د جګړې له ټولو اړخونو څخه د سمدستي اوربند او د سولې خبرو د پیل غوښتنه لري.
دا زیاتوي: "په تېرو شپږو میاشتو کې د ملکي تلفاتو لوړه شمېره، په هېڅ صورت د منلو نهده. د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په وار وار د تاوتریخوالي د کمېدو، د اوربند او د سولې خبرو د پیل غوښتنه کړې ده. د دې لپاره چې د ملکي وګړو د مرګژوبلې مخه ونیول شي او په مجموع کې بشري حقونو ته د خلکو د لاسرسي امکان برابر شي."
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) د دوشنبې په ورځ په یوه نوي راپور کې ویلي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱،۲۸۲ ملکي وګړي په افغانستان کې وژل شوي دي.
دغه شمېرې د تېر میلادي کال په ورته موده کې په ملکي مرګژوبله کې ۱۳ سلنه کموالی ښیي، خو د یوناما په راپور کې راغلي چې د دغه کموالي اصلي علت د نړیوالو ځواکونو د عملیاتو کموالی دی، نه د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړو کموالی.
په دغه راپور کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي دیبرا لاینز له طالبانو او حکومت څخه غوښتي چې جګړه ودروي او د خبرو مېز ته حاضر شي.
دا غوښتنه په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ مېلر هم د دوشنبې په ورځ په یوه ټویټري پیغام کې کړې ده. نوموړي ویلي چې تاوتریخوالی باید په افغانستان کې راکم شي.
The best way to reduce civilian casualties is to reduce violence. "Violence needs to come down, and it needs to come down so we have an opportunity for a sustainable peace pathway."- #NATO Resolute Support Commander General Scott Miller @NATO @UNAMAnews #Afghanistan pic.twitter.com/YbtncPkc28
— Resolute Support (@ResoluteSupport) July 27, 2020
ښاغلي مېلر ویلي: "تاوتریخوالی ډېر لوړ دی. د یوناما راپور د ملکي تلفاتو په اړه جزئیات ورکړي دي. موږ ټول پوهېږو چې د تاوتریخوالي له ډېرېدو سره، ملکي وګړي ډېره بیه پرې کوي. بناً تاوتریخوالی باید کم شي څو فرصت ولرو د سولې پر لور حرکت وکړو."
په عین وخت کې ناټو هم دا ویلي چې د طالبانو لهخوا د نهمنلو وړ تاوتریخوالي، په افغانستان کې ډېره ملکي مرګژوبله اړولې ده.
دغه سازمان پر ټویټر لیکلي چې د تاوتریخوالي پر دوام د طالبانو ټینګار، د سولې فرصت ته زیان رسوي، نو له طالبانو غواړي چې د تاوتریخوالي په کمولو سره پر خپلو ژمنو ودرېږي او بینالافغاني خبرې پیل کړي.
The best way to end the suffering of civilians is to pursue political settlement of the conflict. All parties agree there is no military solution. #NATO remains committed to helping #Afghanistan achieve lasting peace, for the benefit of all Afghans.
— NATO in Afghanistan (@NATOscr) July 27, 2020
د یوناما په نوي راپور کې طالبان د یادې ملکي مرګژوبلې د ۴۳ سلنې مسؤل بلل شوي دي.
خو دغې ډلې بیا د یوناما راپور رد کړی او بېاساسه یې بللی دی.
د وسلهوالو طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د دوشنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې وویل چې یوناما خپل وروستی راپور د هغو شمېرو پر اساس چمتو کړی چې د افغانستان د حکومت لهخوا یې ترلاسه کړي دي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشره شهرزاد اکبر وایي د ملکیانو د تلفاتو ډېروالی خلک د سولې پر بهیر بېباوره کوي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د هغه توافق له مخې چې د فبرورۍ پر ۲۹مه په قطر کې وشو، طالبانو خپلو جنګیالیو ته سپارښتنه وکړه چې د امریکایي ځواکونو پر وړاندې خپل بریدونه ودروي، خو د افغان ځواکونو پر وړاندې یې جګړې دوام لري.
د سولې خبرو د پیل لپاره د ټولو هڅو سره سره لا هم په افغانستان کې د جګړو شدت کم شوی نهدی.