د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۱

هشت صبح: وسله‌وال طالبان دې د اوربند په اړه فکر وکړي


کابل ورځپاڼې
کابل ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د سولې او اوربند په تړاو لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼه د افغان سولې په تړاو هڅې له خنډونو او یو بن بست سره مخ بولي وايي، هېڅ نوی مثبت تحریک په‌کې نه‌ښکارېږي او په وینا یې دا خنډونه د افغانستان د خلکو د هیلو او غوښتنو خلاف دی او دوی یې اندېښمن کړي دي.

ورځپاڼې ټینګار کړی، که د نږدې ۶۰۰ بندیانو په خوشې کولو سره د سولې بین‌الافغاني خبرې پیلېږي، نو حکومت باید ژر تر ژره دا بندیان خوشې کړي او په هېڅ ډول‌یې ساتل د افغانستان په ګټه نه‌دي.

سرمقاله لیکونکي ټینګار کړی که ښکېل اړخونه په سوله کې رښتیني وي، نو نه‌یوازې د سولې په لاره کې باید خنډونه جوړ نه‌کړي، بلکې له خپله اړخه لا زیاتې قربانۍ ته تیار وي.

مسیر ادعا کړې چې هم حکومت د سولې په لاره کې خنډونه جوړوي او هم طالبان په خپله خبره کلک ولاړ دي او هېڅ انعطاف نه‌ښیي.

سرمقاله لیکونکي په خلکو غږ کړی چې د دې بن بست د ماتېدو لپاره راپاڅېږي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې د افغان سولې په تړاو د ایراني او روسیې چارواکو وروستي ناستې ته په اشارې ادعا کړې چې ايران او روسيه په افغانستان كې د خپلو ډلو په مرسته د افغانانو وژنو، د حالاتو ګډوډولو، تپل شوې جګړه پراخه كړې او په ځانګړي ډول په افغانستان كې یې د ناټو تر مأموریت لاندې د امريكا او ناټو ځواكونو پر ضد هڅو ته زور وركړى او د دې لپاره اورپكې او ترهګريزې ډلې هم روزي او هم يې پر شا ټپوي.

ورځپاڼې د روسیې او ایران له لوري د جګړې او ترهګرو د تمویل لپاره د اسنادو د شتون خبره هم کړې او لیکلي چې له دې ډلو سره د افغان ځواكونو په جګړه او نښتو كې د روسيې او ايران وسلې او نور تجهيزات په پرېمانه توګه نيول شوې دي.

ورځپاڼې پر افغان حكومت غږ کړی چې بايد د دغو يرغلونو او خونړۍ مداخلې د مخينوي لپاره لاس په كار شي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې په وسله‌والو طالبانو غږ کړی چې د اوربند په اړه فکر وکړي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، د سولې په پروسه کې ظاهراً رامنځته شوی خنډ د وسله‌والو طالبانو د پاتې بندیانو نه‌خوشې کول دي او په وینا یې حکومت باید دا پاتې بندیان هم خوشې کړي وی.

په سرمقاله کې راغلي، د اختر په رارسېدو سره خلک تمه لري چې اوربند وشي او د جګړې پر ځای ستونزه له سیاسي لارې حل شي.

ورځپاڼې ټینګار کړی، په داسې حال کې چې د سولې لپاره ټول فرصتونه برابر شوي اړتیا ده چې طالبان هم نرمښت وښیي او یو دایمي اوربند او د سولې هر اړخیزې هوکړې ته چمتو شي.

XS
SM
MD
LG