واشنګټن به د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ یو واکسین به ۲ میلیارده ډالرو واخلي

ارشیف

په جرمني کې د بیونتیک په نوم د دوا جوړولو شرکت او په امریکا کې د فایزر په نوم شرکت د چهارشنبې په ورځ وویل چې واشنګټن موافقه کړې ده چې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ یو واکسین ۱۰۰ میلیونه دوزه به په نږدې دوه میلیارده ډالرو واخلي.

که چېرته د دې واکسینونو ازموینه بریالۍ شي او دا شرکتونه‌یې ژر جوړ کړي، امکان لري چې د روان کال تر اخره د متحده ایالاتو حکومت ته وسپارل شي او حکومت به‌یې د امریکا خلکو ته بیا وړیا ورکړي.

ولسمشر ډونالد ټرمپ د واکسین د اخیستو تر خبر یوه ورځ مخکې خبرداری ورکړی و چې د کرونا ویروس له امله رامنځته شوی وضعیت مخکې تر دې چې ښه شي، ښایي پسې بدتره شي.

ولسمشر ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې دا هم وویل چې د درملنې او د واکسین د جوړېدو په برخه کې پرمختګونه شوې دي او د متحده ایالاتو د ځینو سیمو وضعیت ډېر ښه دی.

ده خلک وهڅول چې ماسکونه وتړي. دا د ده په دریځ کې یو بدلون دی ځکه چې مخکې یې څو میاشتې د ماسک له استفادې سره یو ډول مخالفت کاوه.

ولسمشر ټرمپ خپل ولس ته په وینا کې وویل، که ستاسو ماسک خوښېږي یا نه‌خوښېږي ماسکونه اغېزمن دي.

ډونالد ټرمپ

د روغتیایي چارو پوهان په دې نظر دي چې تر اوسه د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ لپاره کومه ځانګړې درملنه نه‌ده پيدا شوې له څو محدودو لارو څخه چې د کرونا ویروس د خپرېدو مخه ورسره نیول کېدای شي یو هم د ماسک تړل دي.

د سې شنبې په ورځ چې ولسمشر ډونالد ټرمپ د کرونا په اړه خلکو ته خبرې کولې په متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس د تلفاتو ورځنۍ شمېره تر زرو واوښته چې دا د جولای په میاشت کې د مړینو تر ټولو لوړه شمېره وه.

کرونا ویروس د نړۍ په څو نورو هېوادونو کې هم زیات شوی دی چې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د مخنیوي لپاره‌یې بیا هڅې پيل کړې دي. په استرالیا کې د چهارشنبې په ورځ د ملبرن ښار اوسېدونکو ته لارښوونه وشوه چې له کوره د وتلو پر مهال ماسک وتړي. په مکسیکو کې بیا د تلفاتو شمېره تر ۴۰ زره واوښته او په برازیل کې په ۲۴ ساعتونو کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر تر ۴۱ زره واوښت او تلفات‌یې ۱،۴۰۰ ته ورسېدل.

په برازیل کې دوه میلیونه او دوه لکه کسان په کرونا ویروس اخته دي او د ټولو قربانیانو شمېر تر ۸۱ زره زیات شوی دی چې له متحده ایالاتو پرته دا شمېره تر بل هر هېواد زیاته ده.

ارشیف

د امریکا متحده ایالاتو کې تر څلور میلیونه ډېر کسان په کرونا ویروس اخته شوي او تلفات تر یو لک او ۴۵ زرو زیات شوي دي.

په هند کې تر برازیل وروسته ډېر کسان په کرونا اخته شوي چې شمېر یې یو میلیون او دوه لکه ۳۹ زرو ته رسېږي او د کرونا ویروس له امله د تلفاتو شمېر په دغه هېواد کې ۳۰ زرو ته رسېدلی دی.