ایران کې امریکا او اسرائیل ته د جاسوسۍ په تور یو کس اعدام شوی

محمود موسوي مجد

د ایران قضایي اداره وایي، هغه کس یې اعدام کړ چې متحدو ایالتونو او اسرائیل ته د جاسوسۍ په تور پر مرګ محکوم شوی و.

تېره اوونۍ هم ایراني چارواکو د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سي اۍ اې) ته د جاسوسۍ په ورته تور د یو محکوم د اعدام خبر ورکړی و.

هغه کس چې د ایران قضایي ادارې یې د اعدامیدو خبر ورکړ، محمود موسوي مجد نومېږي.

نوموړی متحدو ایالتونو او اسرائیل ته د سپاه پاسداران انقلاب د هغه ځواکمن قومندان په اړه د پټو معلوماتو په ورکولو تورن شوی و چې په عراق کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې یا ډرون په برید کې ووژل شو.

قاسم سلیماني، د دغه ځواک د قدس د څانګې مشر د روان کال په جنوري کې بغداد ته نژدې په نښه شو.

د ایران د قضایي ادارې اړوند میزان ویبپاڼې د راپورله مخې موسوي مجد نن (دوشنبه) د جاسوسۍ او خپل هېواد ته د خیانت په تور اعدام شو او دوسیه یې د تل لپاره وتړل شوه.

ایراني چارواکو په تېره جون میاشت کې ویلي وو چې موسوي مجد د قاسم سلیماني د اوسېدو په اړه پټ معلومات متحدو ایالتونو او اسرائیل ته سپارلي وو.

د ایران قضایي ادارې تېره میاشت ویلي وو چې د هغه د اعدام سزا د دې هېواد د سترې محکمې له خوا ځنډول شوې خو ډیر ژر به پر هغه دغه سزا تطبیق شي.

موسوي مجد له هغې یوه ورځ وروسته اعدامېږي چې په ټولنیزو رسنیو کې د اعدام پر ضد له پراخ کمپاین وروسته په ایران کې د درې نورو ځوانانو اعدام وځنډول شو.

دا درې تنه په نومبر کې د حکومت ضد اعتراضونو په تړاو په اعدام محکوم شوي.

ایران د سپاه پاسدارن د قدس څانګې د قومندان قاسم سلیمان د غچ په توګه د جنوري په درېیمه په عراق کې د امریکایي ځواکونو پر اډې د لرې واټن ویشتونکي څو توغندي وویشتل چې په نتیجه کې یې له سلو ډېر امریکایي سرتېري ټپیان شوي وو.

خوله دغو بریدونو څو ساعته وروسته ایراني ځواکونو سهواً یوه اوکراینۍ مسافروړونکې الوتکه چې څودقیقې مخکې د تهران له هوایي ډګره پورته شوې وه، وویشته او ټوله ۱۷۶ سپرلۍ یې ووژل شوې.

قاسم سلیماني

ایراني چارواکو نه دي ویلي چې ایا موسوي مجد هم په هغو اولسو کسانو کې شامل و چې د ۲۰۱۹ کال په دوبي کې یې د امریکا د استخباراتو ادارې سي آی اې ته د جاسوسۍ په تور د نیول کېدو خبرورکړل شوی و کنه.

چارواکو ویلي چې د دغو اولسو کسانو له ډلې یو شمېر یې په اعدام محکوم شوي دي.

د ایران د قضایي ادارې ویاند غلام حسین اسمعیلي د روانې میلادي میاشتې په ۱۴ ویلي وو چې د دفاع وزارت یو پخوانی کارکونکی چې پرسي اۍ اې یې پټ معلومات پلورلي و، اعدام شوی دی.

هغه وویل، رضا اصغري په دفاع وزارت کې د خپلې دندې په وروستیو کلونو کې له سي اۍ اې سره تماس ټینګ کړی او دغې ادارې ته یې د پیسو په بدل کې د ایران د توغندیو د پروګرام په اړه معلومات سپارلي و.

د بخښنې نړیوال سازمان (امنیسټي انټرنېشنل) په ۲۰۱۹ کال کې په ایران کې ۲۵۱ اعدامونه ثبت کړې چې له چین وروسته دا هېواد په نړۍ کې د اعدامونو له پلوه دوهم ځای لري.