د وګړو نړیواله ورځ؛ افغانستان کې هر کال ۲ سلنه وګړي زیاتېږي

د کابل ښار اوسېدونکي

نن ( شنبې د جولای یوولسمه) د وګړو له نړیوالي ورځې سره برابره ده.

د افغانستاند معلوماتو او احصایې ملي اداره وایي، د افغانستان د وګړو شمېر هر کال شا او خوا دوه سلنه زیاتېږي.

په داسې حال کې چې کرونا ویروس په نړۍ کې د وګړو د شمېر په پراختیا منفي اغېز کړي دی.

د معلوماتو او احصایې ملي اداره په افغانستان کې په کلني ډول د وګړو د شمېر د زیاتېدو خبره کوي.

د دې ادارې ویاندې روبینا شهابي ازادي راډیو ته وویل، اوسمهال د افغانستان د وګړو شمېر له ٣٢ میلیونو اوښتی دی.

هغه زیاتوي: "د ١٣٩٩ کال د وګړو شمېر پایلې ښیې چې د هېواد د وګړو شمېر ٣٢.٩ میلیونه دی او د افغانستان وګړي د سویلي اسیا د هېوادونو په پرتله ډېروالی ښيي، په افغانستان کې هر کال په تخمیني ډول د وګړو شمېر شاوخوا ٢ سلنه زیاتېږي."

اغلې شهابي زیاتوي، د افغانستان د ٣٢ میلیونو وګړو له ډلې ١٦.٨ میلیونه یې سړي او١٦.١ میلیونه یې ښځې، دي چې سړي ۵۱ سلنه او ښځې ۴۹ سلنه جوړوي.

د دې ادارې د معلوماتو پر بنسټ د ښاري وګړو شمېر ٨ میلیونه، د کلیوالو شمېر ٢٣ میلیونه او د کوچیانو شمېر یونیم میلیونه کسانو ته رسېږي.

دا اداره وایي، په ١٣٩٩ کال کې د کابل مېشتو شمېر څه د پاسه ٥ میلیونه او ٢ لکه کسان دي.

افغانستان د څه د پاسه ٣٢ میلیونو وګړو په درلودو سره د نړۍ د بې وزلو هېوادونو له ډلې ګڼل کېږي.

د افغاستان د اقتصاد وزارت شمېرې ښيي چې د افغانستان له ٥٠ سلنې زیات وګړي د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

د افغانستان د کار ټولنیزو چارو وزارت ویاند عبدالفتاح په دې اړه وایي: "افغانستان کې بې وزلي او وزګارتیا شته، اوسمهال شاوخوا دوه میلیونه خلک وزګاره او کار ته اړتیا لري."

بې وزلي، بیکاري او ترڅنګ یې نا امني د دې لامل شوې چې یو شمېر افغانان هېواد پرېږدي او نورو هېوادونو کې کډوال شي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، اوسمهال د دغه هېواد له ٦ میلیونو زیات وګړي بهرنیو هېوادونو په ځانګړي ډول ایران او پاکستان کې ژوند کوي .

په دې اړه د دې وزارت ویاند عبدالباسط انصاري وایي: "اوسمهال د نړۍ بېلابېلو هېوادونو کې ٦.٥ میلیونه کډوال لرو، چې ډېری یې ایران او پاکستان کې دي او د هېواد دننه هم ٢ میلیونه بې ځایه شوې لرو چې لامل یې نا امني او اقتصادي ستونزې دي."

په ورته وخت کې یو شمېر افغانانو په برښنایي تذکرو کې د مور د نوم لیکلو په موخه په ټولنیزو رسنیو کې د ( نوم مې چېرته دی ؟) کمپاین پیل کړی دی.

د افغانستان سنتي ټولنه کې په تذکره کې د مور نوم زیاتول یو بې ساری کار دی.

د افغانستان د بشر حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل وایي، په تذکره کې د مور نوم لیکلو موضوع باید د احصایې په قانون کې ځای شوی وای.

د افغانستان د بشر حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل

هغه زیاته کړه: "که څه هم د مور نوم لیکل اړین دي، خو دا کار باید هغه وخت شوی وای چې د احصایې قانون په جوړولو کار روان و، اوس ډېری تذکرې ویشل شوي او دا کار ستونزمن دی."

د افغانستان خواله رسنیو کې ( نوم مې چېرته دی؟) کمپاین درې کاله مخکې پیل شوی، چې موخه یې رسمي اسنادو کې د ښځو نوم ثبتول و.

خو د دې کمپاین یو کمپاینره هدا رها وایي، دوی سږکال په برښنایي تذکرو کې د مور نوم لیکلو په موخه دا کمپاین یو ځل بیا پیل کړ.

هغه زیاتوي: "زموږ مشخصه غوښتنه په تذکرو کې د مور نوم لیکل دي او دوهم ګام کې غواړو ټولنه کې په پراخ ډول د ښځودهویت له مینځه وړلو فرهنګ ختم شي."

د افغانستان د معلوماتو او احصایې ملي اداره په داسې حال کې افغانستان کې د وګړو د ډېرېدو خبر ورکوي چې په وروستیو څو میاشتو کې په نړۍ کې د کرونا ویروس له امله په سلګونه زره کسان مړه شوې دي.

افغانستان هم له دې زیان په امان پاتې نشو، او د کويډ ۱۹ ناروغۍ له امله سلګونه کسان مړه شول.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت امیندوراې ښځې خپلې روغتیا ته د پاملرنې په موخه په زېږون کې واټن راوستو ته هڅولي دي.

که څه هم حکومت تل خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو خبره کړې خو یو شمېر افغان کارپوهان په حکومت نیوکه کوي وايي، حکومت نه دی توانېدلی چې د دغه هېواد ٣٢ میلیونه وګړو ته لازم پروګرامونه جوړ کړی.

د پوهنتون استاد سیف الدین سیحون

د پوهنتون استاد سیف الدین سیحون وایي، په دغه هېواد کې ٥٤ سلنه خلک د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

د ده په خبره، د وګړو په زیاتېدو سره حکومت باید بېلابېلو برخه کې ځانګړي او کره پلانونه ولري.

د لومړي ځل لپاره په کال ١٩٨٩ کال کې د ملګرو ملتونو له لورې د جولای یوولسمه د وګړو د نړیوالي ورځې په نوم ونومول شوه.

دا ورځ د پایدارې پرختیا او د بشري نسل لپاره د ښه راتلونکي په موخه ښه فرصت ګڼل کېږي.

دا نېټه د ١٩٨٧ کال د جولای د یولسمې ڼېټې یاد تازه کوي، چې هغه کال د نړۍ د وګړو شمېر له ٥ میلیاردو واوښت.