سرچینه: ښايي نږدې ۴۰۰ نور طالب بندیان خوشې شي

آرشیف، د حکومت له لوري د خوشې شویو طالب بندیانو یو انځور. 26 May 2020

د افغان حکومت یوې سرچینې ازادي ته ویلي چې سبا یا بل سبا (د شنبې یا یکشنبې په ورځ) به پرېکړه کوي چې په نتيجه کې يې ښايي شا او خوا ۴۰۰ طالب زندانیان راخوشې شي.

له دې سره هیلې زیاتې شوي چې د افغانستان د سولې په اړه بین الافغاني خبرې د جولای میاشتې په نیمایي کې پیل شي.

نن (شنبې د جون اووه ویشتمه) یا سبا (د جون اته ویشتمه) افغان حکومت ښايي ۴۰۰ نور طالب زندانیان راخوشې کړي.

دا خبره د حکومت یوې سرچینې د جمعې په ماښام (د جون په ۲۶مه) ازادي راډيو ته د نوم نه خپرولو په شرط وکړه.

حکومت وايي چې په زندانونو کې په پاتې بندیانو کې هغه کسان شامل دي چې په لویو جرمونو محکوم شوي دي.

پر دوی په وروستیو کلونو کې په پراخو حملو کې د لاس لرلو او په نتيجه کې يې د ګڼو ملکیانو د وژلو تور دی.

د دې تر څنګ شا او خوا درې اوونۍ مخکې د عدلي او قضايي ارګانونو یوې باخبره سرچینې ازادي راډیو ته د سلو طالب زندانیانو یو فهرست سپارلی وو چې په وینا یې په دې نوملړ کې ۸۱ داسې کسان دي چې د طالبانو د ډلې غړیتوب نه لري او په جنايي جرمونو محکوم شوي دي.

د سرچینې په وینا، له دوی ۲۵ تنه په قتل، ۳۳ په قاچاق او یا هم د نشه ‌‌يي موادو په خرڅلاو، ۸ تنه په اختطاف او پاتي په جنسي تېري، برمته‌ نیولو او له دندې د ناوړه ګټې په تور مجرم پېژندل شوي دي.

سهیل شاهین سخنگوی دفتر گروه طالبان در قطر

خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین ازادي راډیو ته ویلي چې په دې نوملړ کې یاد شوي کسان د طالبانو د ډلې غړي دي.

د امریکا پر ټینګار سربېره بین الافغاني خبرې چې ټاکل شوې وه د مارچ په لسمه نېټه پیل شوي وای، تر اوسه ځنډېدلي خو د جمعې په ماښام د جون په شپږویشتمه نېټه یوې حکومتي سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې که د زندانیانو پر موضوع اختلافات پای ته ورسېږي د دواړو لوریو تر منځ به په جولای میاشت کې مذاکرات پیل شي.

یادې سرچینې زیاته کړه: "له دې کبله چې په پاته بندیانو کې یو شمېر په جنايي جرمونو محکوم شوي، حکومت د بندیانو خوشي کولو ته زړه نا زړه دی، خو سرچینې وویل چې د شنبې یا یکشنبې په ورځ به پرېکړه وشي چې کوم بندیان راخوشې شي او کوم نه او که راخوشې کېږي، ښايي په لومړي قدم کې شا او خوا څلور سوه زندانیان خوشې شي."

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین د جمعې په ماښام د جون په شپږویشتمه نېټه ازادي راډيو ته وویل چې د بین الافغاني خبرو د پیل په اړه د حکومت او طالبانو تر منځ اختلاف د یو څو سوه طالب زندانیانو پر سر دی چې د ده په وینا د دې ډلې غړي دي خو حکومت ورباندي ناسمې جنايي دوسیې جوړي کړي دي.

رويټرز خبري اژانس طالبانو ته د یوې نیږدې سرچینې له قوله راپور ورکړی چې که په حکومتي زندانونو کې دوه درې سوه طالبان پاته شې، ښايي دا د خبرو پر وړاندي خنډ جوړ نه کړي.

په دې اړه په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له ویاند سهېل شاهین څخه د ازادي راډيو د پوښتنې په ځواب کې هغه وویل چې په کابل کې د طالبانو تخنیکي ټیم پر دې موضوع کار کوي.

پاکستان چې له طالبانو سره په مذاکراتو کې یو سیمیه ییز رول لرونکی هېواد دی، وايي تمه لري چې ژر تر ژره به بین الافغاني خبرې پیل شي.

د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي رویټرز خبري اژانس ته د پنجشنبې په ورځ د جون په پنځه ویشتمه نېټه ویلي چې هر خنډ ته جلا پام شوی او تمه کیږي چې خبرې ژر پیل شي.

د امریکا او طالبانو تر منځ د فبرورۍ میاشتې د موافقې له مخې د بین الافغاني خبرو تر پیل مخکې به افغان حکومت ۵ زره طالب زندانیان او طالبان به د افغان حکومت زر بندیان راخوشې کوي.

افغان حکومت وايي تر اوسه یې له خپلو زندانونو د طالبانو ۳۹۹۵ بندیان راخوشې کړي دي او د طالبانو په وینا دوی تر اوسه له خپلو زندانونو ۶۵۱ بندیان راخوشي کړي دي.