تېر ۲۴ ساعته ټوله نړۍ کې ۱۸۳ زره د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوي

برازیل کې په کرونا ویروس د اخته کس د درملنې بهیر

د روغتیا نړیوال سازمان په نړۍ کې په ورځ کې د کرونا ویروس د بې ساري شمېر په اړه خبر ورکړی دی.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ وویل چې په ټوله نړۍ کې په ۲۴ ساعتو کې ۱۸۳ زره نوې پيښې ثبت شوي دي.

د دغو پيښو اکثریت شمېر په امریکا او برازیل کې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان رییس ټیدروس اډهانوم ګبریاسوس

د روغتیا نړیوال سازمان رییس ټیدروس اډهانوم ګبریاسوس وايي: نړۍ په یوه نوي خطرناک پړاو کې ده، خلک په کورو کې له پاته کېدو ستړي شوي دي او هېوادونو پر ګرځېدو بندیزونه کم کړي خو ویروس اوس هم په چټکۍ د خپرېدو په حال کې دی.

یو شمېر هېوادونه چې د کوویډ۱۹ له خپرېدو سره یې په بریالیتوب مبارزه وکړه، اوس هڅې کوي چې د دې ویروس د یو ځل بیا خپرېدو مخه ونیسي.

بل لور ته په جرمني کې په داسې حال کې چې بازارونه په محتاطه توګه پرانیستل شوي، د غوښې خرڅولو د یوه بازار تر زرو زیات کارکوونکي په کرونا ویروس اخته شوي دي چې په نتیجه کې يې زرګونو نور کسان قرنطین شول.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام وايي که مالي مرستې تر لاسه نه کړي اړ به شي چې بې وزلې خلکو ته د خوړو رسولو فعالیت وځنډوي.

په داسي حال کې چې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله په نړۍ کې اقتصادي فعالیتونه مختل شوي، د ملګرو ملتونو دا اداره د نړۍ په ۱۳۲ هېوادونو کې خلکو ته د الوتکو له لارې خوراکي توکي رسوي چې اوس یې دا فعالیت له خطر سره مخامخ شوی دی.

د ملګرو ملتونو د خوړو په برخه کې اداره وايي چې د روان کال تر پایه د خپلو مرستو رسولو لپاره یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري خو تر اوسه د دغو مرستو یوازې شل فیصده پیسې يې تر لاسه کړي دي.

د کرونا ویروس پر ضد واکسین چې په چین کې ورباندي کار روان دی، په لومړي او دوهم پړاو کې پر انسانانو یې په خوندي توګه استفاده ثابته شوه، اوس د درېيم پړاو لپاره د کلینیکي ازموینې لپاره چمتو کېږي.

د دې واکسین له جوړوونکو یوه یې ویلي چې درېیم پړاو به له چینه د باندې تر سره شي چې اغېز یې ورازول شي.

چینايي څېړونکو ویلي چې هغوی په کرونا ویروس کې تغییرات نه دي لیدلي چې د واکسینو جوړول یې ستونزمن شي.

د کرونا ویروس د مخنیوي په هدف په نړۍ کې پر شا او خوا ۱۵۰ واکسینو کار روان دی.

خو ویل کېږي چې د واکسینو تایید او توزیع به تر نیم کال پورې وخت ونیسي.