ډېری اروپايي هېوادونه خپلې تړلې پولې بېرته پرانېزي

د اتریش سرحدي پوله

ډېر اروپایي هېوادونه په یوه بیساري اقدام کې نن او سبا خپلې پولې د نورو اروپایي هېوادونو پرمخ بېرته پرانېزي.

دغه پولې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله له درېیو میاشتیو راهیسې د لګول شویو محدودیتونو پر مهال تړلې وې.

د دغو هېوادونو له ډلې جرمني، بلجیم، فرانسه، یونان او چک جمهوریت نن خپلې پولې پرانیزي او اتریش هم سبا دا اقدام کوي.

د اروپا ګڼ هېوادونه خپلې پولې په داسې حال کې پرانېزي، چې اروپایي کمېسیون تېره اوونۍ د دې ټولنې غړیو هېوادونو ته سپارښتنه کړې وه، چې تر ممکنه حده خپلې پولې بېرته پرانېزي.

جرمني، بلجیم، فرانسه، یونان او چک جمهوریت خپلې پولې نن دوشنبه پرانېزي او اتریش هم سبا دا اقدام کوي.

د پولو پرانیستل تر ډېره د اروپایي ټولنې، بریتانیا او د شینګین حوزې د غړیو هېوادونو پر اتباعو اغېز کوي.

خو د دغو پولو له پرانیستلو سره- سره هر هېواد د کرونا ویروس د آزموینې، قرنطین او د سفر کولو د ځانګړو سپارښتونو په ګډون ځانته مقرارات پلې کوي.

د اوس لپاره هغه کسان چې له اروپايي ټولنې بهر دغې لویې وچې ته سفر کوي، باید اروپا ته د داخلېدو لپاره انتظار وکړي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون اعلان وکړ، چې فرانسه د خپل اقتصاد د بیا اعادې لپاره سر له نن دوشنبه خپل اقتصاد په بشپړه توګه بېرته پرانېزي، چې په هغو کې ټول رستورانتونه هم دي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون

فرانسه له نورو اروپايي هېوادونو سره خپل سرحدونه نن دوشنبه پرانېزي خو د نورو هېوادونو خلک د جولای له لومړۍ نېټې دغه هېواد ته د سفر اجازه لري.

بلخوا د هسپانیا حکومت هم اعلان کړی، چې د ګڼو اروپايي سفر کوونکو پرمخ خپل سرحدونه له راروانې یکشنبې پرانېزي، د هسپانیا سرحدونه به په دغه هېواد کې د نافذ شوي اضطراري وضعیت له لیرې کېدو سره جوخت پرانیستل کېږي.

ګڼ اروپایې هېوادونه خپل سرحدونه په داسې حال کې بېرته پرانېزي، چې د کرونا ویروس د بلې څپې د خپرېدو په اړه اندېښنې شته او ګڼ اروپایان به نورو ځایونو ته د سفر پر ځای د سږکال د دوبي رخصتي په کورونو کې تېره کړي.

اروپا چې مخکې د کرونا وایروس یا کوویدـ۱۹ ناروغۍ له کبله سخته ځپل شوې وه، اوس په کې تازه پېښې، د خلکو بستر کول او په دې ناروغۍ د مړینو شمېر په ډراماتیکه توګه کم شوی دی.

هلته د امریکا په متحدو ایالتونو کې که څه هم د کرونا ویروس تایید شوې پېښې په بېساري ډول زیاتې شوي، خو تقریباً په ۲۰ ایالتونو کې یې د کار و بارونو په بیا پرانیستلو پیل کړی دی.

په دغه هېواد کې په ملي سطحه تېره شنبه د کرونا ویروس تر ۲۵۰۰۰ زیاتې تازه پېښې ثبت شوي، چې دا له مې میاشتې تر ټولو لوړ شمېر دی.

په امریکا کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې تر ۲ ملیونو اوښتي او د مړو شمېر هم تر یولک او ۱۵۰۰۰ زیات دی.

په چین کې نن دوشنبه د کرونا ویروس ۴۹ تازه پېښې ثبت شوي، چې دې مسئلې په وروستیو کې د لګول شویو محدودیتونو کمول په خطر کې اچولي.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې اتو ملیونو ته نږدې شوي، له دې جملې تر څلورو میلیونو زیات کسان روغ شوي او د مړو شمېر هم تر ۴ لکو او ۳۳۰۰۰ اوښتی دی.