واشنګټن او بغداد: له عراق به د امریکايي پوځیانو د ایستلو بهیر روان وي

امریکايي پوځیان به په راروانو میاشتو کې له عراقه ووځي.

د عراق حکومت او امریکا متحده ایالاتو ویلي چې له عراقه به د امریکايي پوځیانو د ایستلو بهیر روان پاتې شي.

دا خبره دواړو خواوو پرون د جون په ۱۱مه په یوه ګډ بیان کې کړې ده.

عراق او امریکا دا بیان تر ستراتېژیکو خبرو او تر هغه وروسته وکړه چې د ایران یو لوړ رتبه جنرال په عراق کې د امریکا د بې‌پيلوټه الوتکې په حمله کې ووژل شو او د عراق د پارلمان غړو غوښتنه وکړه چې امریکايي ځواکونه له هغه هېواده ووځي.

قاسم سلیماني

عراقي او امریکايي لوري په دې اړه پرون ستراتېژیک ډیالوګ درلود.

په دې ټیلیفوني کنفرانس کې د خبرو لپاره د عراق له لوري د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عبدالکریم هاشم مصطفی او د امریکا له لوري د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال، ډېوېد هېل برخه اخیستې وه.

په ګډه اعلامیه کې لیکل شوي چې له عراقه د امریکايي ځواکونو د وتلو پرېکړه دې ته په پام کې شوې چې په عراق کې د اسلامي دولت وسله‌والې ډلې (داعش) د ګواښ د له‌منځه وړلو لپاره ډېر زیات پرمختګ شوی دی.

په بیان کې په دې اړه نور جزئیات لکه دقیق وخت او شمېرې نه‌دي ورکړل شوي، خو په‌کې لیکل شوي چې امریکايي پوځیان به په راروانو میاشتو کې له عراقه ووځي.

په عراق کې د پاتې ځواکونو موقف به څه وي؟

په دې اړه په بیان کې لیکل شوي چې عراق او امریکا به دې پوښتنې ته هغه وخت ځواب پیدا کوي چې دواړه خواوې د مهمو ګډو ګټو لپاره د دوه اړخیزو امنیتي اړیکو پر پراختیا تمرکز پيل کړي.

ارشیف، په عراق کې امریکايي ځواکونه

د امریکا متحده ایالاتو همداراز ټینګار کړی چې په عراق کې د دایمي پوځي اډې جوړولو په لټه کې نه‌دي.

په همدې حال کې، د عراق حکومت ویلي چې د هغو پوځي ځواکونو ملاتړ ته تیار دي چې د امریکا تر مشرۍ لاندې ائتلاف کې د داعش پر ضد مبارزه کوي.

په عراق کې د لوړپوړي ایراني جنرال قاسم سلیماني تر وژل کېدو وروسته، د عراق په پارلمان کې د روان میلادي کال په پیل کې رایې واخیستل شوې چې ټول امریکايي ځواکونه ووځي.

د عراق دولتي خبري اژانس د هغه هېواد د صدراعظم په حواله لیکلي چې امریکايي لوري په پروني ستراتېژیک ډیالوګ کې د عراق پارلمان د دې پرېکړې اهتمام کړی دی.

د امریکا متحده ایالاتو همداراز د عراق حکومت ته ویلي چې د اقتصادي چارو د سلاکارانو په ورکولو سره به مرسته ورسره وکړي چې په عراق کې د اصلاحاتو لپاره د نړیوالو ملاتړ ورته راغونډ شي.

په پرونۍ اعلامیه کې راغلي چې دواړو خواوو منلې چې په عراق کې د کرونا ویروس د خپرېدو او د تېلو د نرخ ټيټېدو هغه هېواد تر اقتصادي فشار لاندې کړی او په اقتصادي چارو کې بنیادي اصلاحاتو ته اړتیا لري.

"عراق کې د ۶،۰۰۰ په شاوخوا کې امریکايي پوځیان پاتې دي"

عراقي او امریکايي لوري په خپلو کې د ستراتېژیکو اړیکو د پراختیا پر اهمیت ټینګار کړی دی. د امریکا او عراق لوړ رتبه دیپلوماتانو په پرونیو ستراتېژیکو خبرو کې تعهد کړی چې ستراتېژیکو اړیکو ته به چې د دواړو هېوادونو په ګټه دي او په عراق کې د ثبات او امنیت له ټینګېدو سره مرسته کوي، پراختیا ورکوي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د جمهوري ریاست د ټاکنیز کمپاین پر مهال او قدرت ته تر رسېدو وروسته په مکرر ډول ویلي چې د امریکا اوږدې جګړې به پای ته ورسوي.

د امریکا متحده ایالاتو په ۲۰۰۳ میلادي کال کې په عراق کې پوځي مأموریت پیل کړ او د راپورونو په حواله، کله چې په ۲۰۱۱ میلادي کاله کې په عراق کې د امریکا د پوځي مأموریت د پای ته رسېدو رسمي اعلان وشو، هلته د ۱۵۰ زرو په شاوخوا کې امریکايي ځواکونه مېشت وو.

خو د نیویارک ټایمز په یوه راپور کې چې د ۲۰۱۹ میلادي کال د اکټوبر په میاشت کې، یعنې په تېر مني کې خپور شوی، ویل کېدلائ شي چې په عراق کې د ۶،۰۰۰ په شاوخوا کې امریکايي پوځيان پاتې دي.