د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۷

امریکا او ناټو د عراقي ځواکونو د روزنې پروګرام ځنډولی


ارشیف
ارشیف

د امریکا په مشرۍ د داعش ضد ائتلاف او ناټو د عراقي ځواکونو د روزنې پروګرام ځنډولی دی.

د امریکا په مشرۍ ائتلاف چې په سوریه او عراق کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پرضد عملیات کوي د عراقي ځواکونو د روزنې ماموریت د لنډې مودې لپاره ځنډولی دی.

دا پرېکړه د جنوري په درېمه نېټه د بغداد هوايي ډګر ته نږدې د امریکا په هوايي حمله کې د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قوماندان جنرال قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته کېږي.

رویټرز خبري آژانس د جرمني پارلمان ته د جرمني د یوه جګپوړي پوځي چارواکي د لیک په حواله راپور ورکوي چې د امریکا د پوځ جګپوړي قوماندان جنرال پت وایټ په عراق کې د دېره امریکايي ځواکونو د خوندیتوب په مقصد دا پرېکړه کړې ده.

جرمني جنرال ایریخ پفیفر د پارلمان د پوځي او بهرنیو چارو د کمېټو غړو ته په یو لیک کې لیکلي دي چې په ټول عراق کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې پروګرام ځنډول شوی دی.

د امریکا په مشرۍ د داعش ضد ائتلاف په چوکاټ کې شاوخوا ۱۲۰ جرمني پوځیان هم په دنده بوخت دي.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې د ناټو یوه ویاند هم پرون د جنوري په ۴مه نېټه د عراق د امنیتي ځواکونو او پوځ د روزنیز پروګرام د ځنډېدلو خبر تایید کړی دی.

قاسم سلیماني د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان و.

د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان قاسم سلیماني
د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان قاسم سلیماني

قدس په بهر کې د ایران د نفوذ د پراختیا لپاره خورا مهم ځواک ګڼل کېږي.

دا ځواک- چې په منځني ختیځ کې د ایران پلوو وسله والو ملېشو په ملاتړ او روزنه کې مهمه ونډه لري او متحدایالاتو د نړیوالو تروریستي ډلو په لیست کې شامل کړی دی.

پر جنرال سلیماني وروسته له هغه حمله وشوه چې د ایران پلوو وسله والو ډلو پلویانو څو ورځې مخکې په بغداد کې د امریکا د سفارت مخې ته مظاهرې وکړې.

دا مظاهرې په عراق او سوریه کې د حزب الله د اړوندې- کتایب ډلې پر سنګرونو د امریکا د پوځ له حملو وروسته پیل شوې.

په دې حملو کې د دې ډلې چې ایران یې ملاتړ کوي، لږترلږه ۲۵ وسله وال ووژل شول.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG